1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

په مېندوارۍ کې ډېر چاغښت مور او ماشوم ته زيان رسوي

۱۴۰۲ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

په مېندوارۍ کې د هغو اغيزو له کبله چې مور یې پر ماشوم کوي، د ډېرو چاغو ښځو اولادونه هم چاغ وي او په ډېر ټيټ عمر کې د چاغښت له کبله د رامځته کیدونکو ناروغيو لکه د شکرې د دويم ډول او يا زړه د ناروغيو ښکار کيږي.

https://p.dw.com/p/4bqBN
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې چاغښت د يوې وبا کچې ته رسېدلی دی
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې چاغښت د يوې وبا کچې ته رسېدلی دیانځور: CH. Horz/Zoonar/picture alliance

د روغتيا نړيوال سازمان (دبليو اچ او) په حواله چاغښت د «وبا کچې» ته رسېدلی دی. زياته شوې ده چې تر ۲۰۳۵م کال پورې به کيدای شي د نړۍ نيمايي نفوس له چاغښت څخه کړيږي.

د چاغښت د ۲۰۲۳م کال د اطلس په حواله دا تر څلورو میليارډو ډېر انسانان دي. 

د مېندوارۍ پر وخت چاغښت مخ پر ډېریدو دی

په دې ترتیب په ټوله نړۍ کې د چاغو مېندوارو شمير هم د لوړېدو په حال کې دی. په امريکا متحده ایالاتو کې، د مثال په توګه څه نا څه دوه پر دريمه برخه ښځې د مېندوارۍ په پېل کې لا ډېرې چاغې وي.

د آلمان د کارلسروهه د ماکس –  روبنر –  انستيتويت د ماشومانو د خوړو د برخې مشره رېګينا اينسن آور، په دې اړه وايي: «آلمان هم دغه لوري ته د حرکت په حال کې دی.»

په آلمان کې د «پري ناتال طب: زيږون څانګې» د فدرالي ارزونو په حواله کابو ۴۴ سلنه ښځې د مېندوارۍ پر وخت ډېر وزن لري يا په چاغښت اخته وي. په ۲۰۱۴م کال کې دا فيصدي ۳۵ وه.

د مېندوارې پر وخت پر ماشومانو اغیزې

د مور ډېر وزن د هغې په نس کې پر موجود ماشوم اغیزې لرلی شي. ريګينا اينسن آور، وايي چې کله چې ماشوم د مور په خيټه کې د ډېرو خوړو سره ځان عیارولو ته مجبور شي نو په اصطلاح «ناسم چاپ» يا ناسم عادت اخلي.

دا ساينس پوهه ټینګار کوي: «لومړۍ زر ورځې –  يعني د مېندوارې له پېل څخه د ماشوم د دوه کلنې تر پای پورې، پريکړنده دي.»

هغه زياتوي: «د دې له پاره هم چې د ماشوم وروسته بيا کوم خواړه خوښيږي. د ودې په لومړيو پړاونو کې لا د خوند اورګان بشپړ فعال وي او جنين د رحم په کڅوره کې د موجودو اوبو له لارې د مور له خوړو مواد راخلي.»

د مېندوارې پر وخت د مور خواړه پر دې اغیز کوي چې ماشوم بيا کوم ډول خواړه خوښوي.
د مېندوارې پر وخت د مور خواړه پر دې اغیز کوي چې ماشوم بيا کوم ډول خواړه خوښوي. انځور: Markus Scholz/picture alliance

د آلمان د دوسلدورف د هاينش –  هاينه پوهنتون د طب پروفیسوره وايي چې د چاغو مېندوارو اولادونه هم له دې کبله په ډېر احتمال سره چاغ وي او په ډېر ټيټ عمر کې د چاغوالي له کبله په رامنځته کیدونکو ناروغيو لکه د شکرې په دويم دول او يا زړه په ناروغيو اخته کيدلای شي. 

د وزن ډېر زياتوالی مور او ماشوم ته خطر دی

په ډېرو چاغو مېندو کې د مېندوارۍ د شکرې (د شکرې څلورم ډول) د رامنځته کيدو خطر ډېر لوړيږي او ماشوم هم کیدای شي د ډېر خوراک له کبله په شکر اخته شي.

پر دې سربیره هغه ښځې چې د مېندوارۍ پر وخت ډېرې چاغيږي، په مېندوارې پورې په تړلو ناروغيو د اخته کیدو خطر یې هم ډېريږي. په دې کې پري –  اکلاميسيا، ترومبوسس يا په رګونو کې د وينې پرن کیدل او د وينې لوړ فشار شامل دي. پر دې سربیره د جنين د له منځه تلو، مخکې له وخته زيږون او همدا راز د جراحۍ خطر زياتيږي ځکه د ډېر وزن لرونکو مېندو اولادونه هم ډېر وزن لري.

په مېندوارې کې سالم وزن

د مېندوارې پر وخت د وزن زياتېدل عادي چاره ده او مهمه هم څو مور او ماشوم ته په کافي اندازه مغذي مواد ورسيږي. خو يوه حمل لرونکې بايد «د دوو کسانو» خواړه ونه خوري، لکه هغې ته چې تل توصيه کيږي. ځکه يوه مېندواره په ورځ کې د مېنداورې تر مخه وخت په پرتله يوازې لس سلنه ډېرې کالوري ته اړتيا لري.

چاغښت مور او ماشوم ناروغه کولی شي
چاغښت مور او ماشوم ناروغه کولی شيانځور: Britta Pedersen/dpa/picture alliance

نورمال وزن لرونکې ښځې د مېندوارې په ترڅ کې په اوسط ډول د ۱۱،۵ او ۱۶ کيلوګرامو ترمنځ وزن اخلی. دا وزن داسې سره رايوځای کيږي: د زيږون پر وخت د ماشوم وزن په اوسط ډول ۳۵۰۰ ګرامه يا درې نيم کیلو وي، پلاسنتا يا ملانۍ تقریباً ۶۵۰ ګرامه او رحم کابو ۱۳۰۰ ګرامه وزن لري. اضافي وينه څه نا څه ۱۲۵۰ ګرامه وي.

د رحم په کڅوره کې اوبه کابو يو کيلو، نوره اضافي جمع شوې چربي تقريباً ۱۷۰۰ ګرامه او د نورو را ټولو شويو مايع وزن څه نا څه دوه کيلوګرامه وي.

دا ټول چې سره راټول کړل شي نو تقريباً ۱۱ کیلو او ۴۰۰ ګرامه کيږي. له همدې کبله مېندو ته توصيه کيږي چې د مېندوارې په ترڅ کې حد اکثر ۱۲ کیلو وزن بايد واخلي. له شل کيلو د ډېر وزن اخيستو علت زياتره وخت غير مناسب او يا ډېر خواړه دي. همدا علت دی چې ښځې بايد د مېندوارې په دوران کې خپل وزن په منظم ډول وڅاري.

ب. ص/ ن. ز (Alexander Freund)

زموږ له آرشيف څخه:

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل