1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

يوې نوي څېړني د سرطان اصلي عوامل په ګوته کړي

۱۴۰۱ شهریور ۱, سه‌شنبه

يوه تازه څېړنه ښيي چې د ژوند د طرز د خطر فاکتورنه لکه د سګريتو او الکولو څښل او چاغښت په ۲۰۱۹م کال کې د سرطان له کبله د کابو نيمايي مړينو اصلي عوامل ول. د سګريټو کارول د سرطان د کابو ۳۳،۹ سلنه مړينو اصلي لامل وو.

https://p.dw.com/p/4Ftvq
Symbolbild | Rauchen
انځور: Noah Wedel/Kirchner-Media/picture alliance

د بريتانوي ژورنال لانست له خوا ترسره شوې دغه تازه څېړنه ښيي چې د سرطان د مرګونو مخه د خطر د فاکتورنو لکه د تمباکو او الکولو له کارولو څخه د لاس اخیستو او چاغښت د کنترول له لارې، نیول کيدلی شي.

څېړنې په ټوله نړۍ کې په ۲۰۱۹م کال کې د سرطان له کبله ۴۴،۴ سلنه مړينې د خطر فکتورونو په يوې ډلې پورې منسوبې کړي دي چې د انسانانو په عادتونو او يا چلن پورې اړه لري.

څېړونکو ۳۴ د خطر فکتورونه موندلي دي چې د سګريټو او الکولو کارول او چاغښت یې په سر کې دي. د سګريټو کارول د سرطان د کابو ۳۳،۹ سلنه مړينو اصلي لامل وو.

د دې څېړنې په ترڅ کې په سرطان د اخته لس ميليونه کسانو قضیې چې په ۲۰۱۹م کال کې د سرطان په بېلا بېلو ډولونو مړه شوي ول، مطالعه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: اروپا کې ۵۹ سلنه بالغان له حده ډېر چاغ دي

د څېړنې يوه ليکوال کرستوفر مورې، وويل: «د سرطان له کبله مرګونه د عامې روغتيا د برخې يوه مهمه ننګونه ده چې په ټوله نړۍ کې مخ پر پراخیدو ده.»

په لږ عاید لرونکو هيوادونو کې پایلې بل ډول دي

په څېړنه کې دا هم جوته شوې ده چې د سرطان له کبله مړينې د هېوادونو په موقعيت او د مريض د استوګنې په سيمه کې د نفوسو د خصوصياتو په شاخص پورې هم اړه لري.

په لږ عايد لرونکو هيوادونو کې د سګريټو څکول، غير محفوظ جنسي اړيکي او د الکولو کارول د سرطان د مريضانو د ژوند موده ډېره اغېزمنوي.

په سويلي آسيا، منځني ختیځ، شمالي افريقا او د جنوبي افريقا په صحرا کې د میتابوليزم د برخې خطرونو هم ډېر مهم دي. دغه ټولې سيمې د نفوسو د مشخصاتو په شاخص کې ټيټه درجه لري.

د څېړنې په موندنو کې ويل شوي دي چې په داسې حال کې چې پايلې یې د چلن د فکتورنو په کنترول سره د سرطان څخه د مړينو د پام وړ شمير قضيو مخه نيولی شي خو نور فکتورونه بيا په آسانۍ سره نه شي اداره کيدلی.

څېړنه په وخت د تشخيص او اغیزناکې درملنې له پاره د هڅو ملاتړ سپارښتنه کوي.

ب. ص/ ن .ز (AFP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: