1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

ډبلیو اچ او: اروپا کې ۵۹ سلنه بالغان له حده ډېر چاغ دي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۳, سه‌شنبه

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د اروپا د ۲۰۲۲م کال د چاغوالې رپوټ له مخې په اروپا کې تر نیمايي ډیر لويان له حده ډېر چاغ دي. زياته شوې چې په نارينه وو کې د چاغښت ستونزه د ښځو په پرتله ډېره ده.

https://p.dw.com/p/4Alq2
Symbolbild Ernährung & Übergewicht
انځور: Dominic Lipinski/empics picture alliance

 د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د دوی معلومات ښيي چې په اروپايي سیمه کې شاوخوا ۵۹ سلنه بالغان اضافه وزن 

په رپوټ کې ویل شوي چې په دغې کټګورۍ کې د ښځو په پرتله د نارینه وو شمیر ډير دی. په نارینه کې دغه ستونزه ۶۳ سلنه او په ښځو کې ۵۴ سلنه ښودل شوې ده.

د ۷ او ۹ کلونو تر منځ عمر درلودونکو هلکانو کې هم له حده زیات وزن ستونزې موجودیت ښودل شوی دی. دغه فيصدي په هلکانو ۲۹ سلنه او د همدغه عمرونو نجونو کې ۲۷ سلنه ده. د حده زیات چاغوالي دغه نسبت، په تنکیو ځوانانو کې ۲۵ سلنه او د پنځو کلونو د ښکته عمر ماشومانو کې ۵ سلنی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې خلک تر ډیره د کرونا وبا پر مهال په یو غیرمنظم شکل له حده زیات چاغښت څخه اغیزمن شوي چې په دې منځ کې د ډير لوړ وزن لرونکو افرادو بستري کیدلو او مړینو ‌‌‌‌‌ذکر هم شوی دی.

ابتدايي معلومات ښيي چې د چاغوالي پيښې د کرونا وبا له کبله په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې د مخ په ډيریدو په حال کې دي.

Symbolbild I Fettleibigkeit I Adipositas I Übergewicht I Diabetis I Obesity I UK
په رپوټ کې ویل شوي چې په دغې کټګورۍ کې د ښځو په پرتله د نارینه وو شمیر ډير دیانځور: picture-alliance/A. Cooper

په اروپايي سیمه کې له حده ډير چاغښت تر ډيره په افرادو کې د معلولیت او مرګ سبب ګرځيدلي شي او دا کیدای شي په راتلونکو لسیزو کې په ځينو هیوادونو کې د سګرټو پر ځای د سرطان ناروغۍ د اخته کیدو پر يو مهم اصلی عامل باندې بدل شي.

 له حده زیات چاغښت کولای شي د سرطان او مزمنو تنفسي ناروغیو لکه نفس تنګۍ او مغزي سکتې او نورو ناروغیو عامل واقع شي. همدارنګه د ملا درد، د سږو، پوښتورګو او عصبي ستونزې یادونه هم شوې چې له حده زیات چاغوالی ېې عامل واقع کیدی شي.

د ډبلیو اچ او رپوټ وايي چې په حاضر وخت کې د اروپا په سیمه کې په افرادو کې د له حده زیات وزن درلودلو ستونزه، د وېنې د لوړ فشار، غذایی ریسک او تنباکو وروسته د غیرساري ناروغیو د ریسک څلورم فکتور دی.

اروپايي سیمه له ۵۳ هیوادونو څخه متشکله ده چې په هغو کې له اروپايي اتحادېې ورهاخوا ترکیه، روسیه او اوکراین هم شامل دي. د روغتیا نړیوال سازمان په حواله، تر اوسه یو هیواد هم په دې نه دی توانیدلی چې وشي کړای تر ۲۰۲۵م کال پورې له حد څخه د زیات چاغښت ستونزې د پراخيدو مخه ونيسي.

(dpa)mks/bs

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: