1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څېړنه: بوره لرونکي مشروبات د سرطان خطر زياتوي

۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبه

د يوې نوې څېړنې په حواله که څه هم چې ساينس پوهان نيغ په نيغه داسې نه شي ویلی چې بوره لرونکي شربتونه د سرطان باعث کيږي خو مصنوعي بوره لرونکي مشروبات او همدا راز د میوو شربتونه د سرطان خطر زياتوي.

https://p.dw.com/p/3Lu6O
Zuckersteuer
انځور: picture-alliance/empics/A. Devlin

د بریتش ميديکل ژورنال، له خوا د پنجشنبې په ورځ خپره شوې يوه څېړنه ښيي چې د بوره لرونکو مشروباتو کارول په سرطان د اخته کيدو له لوړ خطر سره تړاو لري. په فرانسه کې څېړونکو د دې څېړنې گډونوال چې بوره او يا مصنوعي خوږه یې کاروله او همدا زار یې د میوو هغه شربتونه کارول چې هيڅ بوره یې نه لرله، د نهه کلونو له پاره هره ورځ وڅارل.

تر دې مودې وروسته وموندل شول چې هره ورځ د ۱۰۰ میلي لیتره هغو نوشابو څښل چې بوره پکښې وي، په سرطان د اخته کېدو خطر ۱۸ سلنه زياتوي. څېړونکې ډلې تر ۱۰۰ زرو زيات لويان چې په منځنۍ کچه یې ۴۲ کاله عمر درلود او ۷۹ سلنه یې ښځې وې، د دې څېړنې په ترڅ ارزولې دي.

د څېړنې  موندنې په دې معنی دي چې په راټولو شويو ارقامو کې ورته والی ليدل کيږي خو د علت او اغیزې ترمنځ یوه مشخصه اړيکه او يا ارتباط نه شي ثابتیدای له همدې کبله ساينس پوهان نه شي ویلی چې بوره لرونکي شربتونه د سرطان علت گرځي.

د دې څېړنې ليکونکي بیا هم دا وړاندیز لري چې پر بوره لرونکو توليداتو به د ماليې لوړول د سرطان د کچې پر ټیټوالي اغیز ولري. د بريتانيا د سرطان د څېړنې مرکز څخه گراهم ويلر وایي: «دا ستره، په ښه شان سره تنظيم شوې څيړنه موجود شواهد ،چې بوره لرونکي مشروبات ښايي د سرطان د خطر د لوړيدو سره اړيکي ولري، لا پسې قوي کوي.» 

د میوو شربتونه چې هیڅ بوره نه لري او همدا راز بوره لرونکي مشروبات دواړه د سرطان د خطر زياتولو سره ورته يا يو ډول تړاو لري، په داسې حال کې چې هغه شربتونه چې بوره نه لري، هیڅ ډول ارتباط یې نه دی مشاهده شوی. 

په ټوله نړۍ کې بوره لرونکي مشروبات ډېر زيات کارول کيږي چې له چاغښت سره هم ډېر تړاو لري او چاغښت خپله بيا په سرطان د اخته کېدو چانس ډيروي.

bs/sm (Reuters, AFP)

زموږ له آرشیف څخه: