1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: دوو گوندونو د يوه ائتلافي حکومت پر جوړولو توافق وکړ

۱۴۰۲ اسفند ۲, چهارشنبه

په پاکستان کي د خلکو گوند او د نواز شريف مسلم ليگ گوندونو، له شاوخوا ۱۰ ورځو خبرو اترو وروسته د يوه ائتلافي حکومت پر جوړيدو هوکړه وکړه. په دغې هوکړې کي شهباز شريف د لومړي وزارت مقام ته نومول سوی دی.

https://p.dw.com/p/4cfvj
Pakistan,Islamabad | Pressekonferenz von Bilawal-Bhutto Zardari
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

په پاکستان کي د پخواني لومړي وزير شهباز شريف، په مشرۍ يو ائتلافي حکومت جوړيږي. لکه څرنگه چي دواړو گوندونو د سه شنبه په ورځ اعلان وکړ، د نوازشريف له مسلم ليگ گوند سره د پاکستان د خلکو د گوند ژورې خبري اترې پس له لسو ورځو پای ته ورسيدې. دغو دواړو گوندونو په ټاکنو کي په ترتيب سره ۵۴ او ۷۹ چوکۍ ګټلي دي.

پخوانی خارجه وزير بلاول بوتو زرداري، چي د پاکستان د پاکستان انتخابات، د عمران خان خپلواک نوماندان مخکښ ديد خلکو گوند د اصلي کانديد په توگه دغو سياليو ته داخل سوی وو، ويلي دي چي دواړه گوندونه د امکان ترحده په لنډ وخت کي د يوه حکومت د جوړيدو غوښتونکي وه.

Pakistan,Islamabad | Pressekonferenz von Bilawal-Bhutto Zardari
د پاکستان په اسلام آباد کی د بلاول بوتو زرداری مطبوعاتي کنفرانسانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

هغه په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي ټينگار وکړ چي  پر دې هوکړه سوې ده چي د مسلم ليگ له گوند څخه د پاکستان پخواني لومړی وزير شهباز شريف د صدراعظمۍ له پاره معرفي سي.

د دغې هوکړې له مخي، د بلاول بوتو پلار آصف علي زرداري، د ولسمشر په توگه پيشنهاد سوی دی.

د پاکستان وګړي د رواني ميلادي مياشتي په لومړيو وختونو کي د رايو صندوقونو ته ولاړل او هيڅ کوم گوند ونه سوای کولای د حکومت د جوړولو له پاره کافي رايي په لاس راوړي. د فبرورۍ پر اتمه په دغو ټاکنو باندي د زورزياتيو پيښو سيوري غوړولی وو.

پاکستان کې د نوي حکومت راتلل او افغانستان سره اړيکو ېې اغیزې

د پاکستان د پخواني او بندي سوي لومړي وزير عمران خان په ملاتړ کانديدانو تر ټولو ډېري چوکۍ په لاس راوړي دي. د عمران خان د «تحريک انصاف» گوند ته اجازه نه وه ورکړل سوې چي د يوه گوند په توگه په انتخاباتو کي گډون وکړي.

په پاکستان کي ولسمشر د ملي مجلس له خوا په ساده اکثريت سره د پنځو کلونو له پاره ټاکل کيږي.

دپاکستان د اساسي قانون له مخي د فبرورۍ مياشتي تر ۲۹مي پوري بايد د پارلمان غونډه جوړه او د نوي لومړي وزير د ټاکلو له پاره رايه اخيستنه ترسره سي.

په ۲۰۲۲م کال کي د پارلمان د نه باور رايو په نتيجه کي د پخواني لومړي وزير عمران خان، تر گوښه کيدو وروسته، يو موقت حکومت دغه هيواد اداره کوي.

GP/NZ/AG