1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

عمران خان له سيالو ګوندونو سره د ائتلاف جوړول رد کړل

۱۴۰۲ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان د دغه هېواد له نورو دوو سترو سياسي ګوندونو سره د ائتلاف جوړولو خبره رد کړه. امريکا هم په دې منځ کې په ټاکنو کې د بې نظميو په تړاو د پلټنو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4cLoB
د پاکستان پخواني لومړي وزيران عمران خان او محمد نواز شريف
د پاکستان پخواني لومړي وزيران عمران خان او محمد نواز شريفانځور: Daniel Leal/Arif Ali/AFP/Getty Images

عمران خان په اډياله زندان کې چېرې چې نوموړې له څه مودې راهېسې بندي دی، پر دوو سترو ګوندونو پاکستان مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند باندې د فساد تورونه ولګول.

نوموړي يو شمیر خبريالانو ته چې اسلام آباد ته څېرمه پراته په دغه زندان کې یې د استماعيه غونډې په اړه رپوت ورکاوه، وويل: «موږ به نه هم له پاکستان مسلم ليګ (ن) او نه هم له پيپلز ګوند سره [خبرو] ته کيښنو.»

په داسې حال کې حکومت د رایې اچونې په ورځ د انترنټ او موبابل شبکو خدمات اخلال کړي ول، په ټاکنو کې د درغلۍ او په  نتايجو کې د لاسوهنې پراخه تورونه موجود دي.

له دې کبله په پاکستان کې تر ټاکنو وروسته چې نتيجه یې ډېره واضح نه ده، د حکومت جوړولو په اړه بن بست ښايي نن، سه شنبه هم پای و نه مومی، ځکه تر اوسه ستر سياسي ګوندونه د يوه ائتلافي حکومت په تړاو کوم توافق ته نه دي رسېدلي.

د پخواني لومړي وزير نواز شريف د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند چې په ټاکنو کې یې تر نورو ډېرې څوکۍ ګټلي دي، ويلي دي چې د پاکستان پيپلز ګوند سره یې د يوه ائتلاف د رامنځته کولو له پاره خبرو اترو ته دوام ورکړی دی.

په دې منځ کې د پاکستان جيو نیوز رسنۍ د سرچينو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د پيپلز ګوند ويلي دي چې له سيالې ډلې پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند څخه به ملاتړ وکړي خو د کابينې برخه به یې ونه ګرځي.

د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند يوه مشر شهباز شريف، د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان پلوي خپلواک کانديدان ننګولي دي چې حکومت دې جوړ کړي او خپل اکثريت دې ثابت کړي. هغه ويلي دي چې که چېرې دوی دا کار نه شي کولی نو نور ګوندونه بې وکړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان تر دې مخه ويلي ول چې د «پاکستان تحريک انصاف» يا پي ټي آې ګوند يو پلاوی به نن، سه شنبه په زندان کې له عمران خان سره وګوري چې تر دې وروسته به په دې اړه پريکړه وکړي چې ياد ګوند له چا سره يوځای شي. بل لوري ته د پاکستان پيپلز او مسلم ليګ (ن) ګوندونو په داخل کې هم د مشورو لړۍ دوام لري.

خو له عمران خان سره ليدنې کتنې د مخه هم د پي ټي آې ګوند د ټولنیزو رسنيو په ايکس پاڼه کې د ګوند د مشر ګوهر خان له قوله ويلي ول چې «تحريک انصاف به د مسلم ليګ (ن)، پيپلز ګوند او يا د «مهاجرو د ملي غورځنګ» ام کيو ام ګوند سره یوځای نه شي. دا چې موږ به د کوم ګوند سره همکاري کوو، دا پريکړه به له عمران خان سره د ليدنې وروسته تر ماښامه پورې وشي.»

د امريکا له خوا د بې نظميو په اړه د پلټنو غوښتنه

بل لوري ته د امريکا متحده ایالاتو د کانګرس غړيو د بايډن پر ادارې ټینګار کړی دی تر څو چې د بې نظميو په اړه پلټنې نه وي بشپړې شوي، تر هغه وخته دې د پاکستان د انتخاباتو پايلې نه منل کیږي.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند مېتهيو ملر
د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند مېتهيو ملرانځور: Nathan Howard/AP Photo/picture alliance

امريکا متحده ايالاتو ويلي دي چې د اروپايي ټولنې، بريتانيا او نورو هېوادونو په څېر په عمومي او همدا راز په فردي توګه د پاکستان په تازه ټاکنو کې د ترسره شويو بې نظميو په اړه یې خپلې انديښنې شريکې کړي دي او «موږ د پاکستان حکومت ته هم ويلي دي چې په ټاکنو کې د خلکو پريکړې ته بايد درناوې وکړي.»

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند مېتهيو ملر، د دوشنبې په ورځ د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې په پاکستان کې په ټاکنو کې د احتمالي بې نظميو او درغليو اندېښنه څرګنده کړې ده.

کله چې له نوموړي څخه په دې اړه د آزادو پلټنو د غوښتنې په اړه وپوښتل شول نو هغه وويل: «زه نه پوهيږم چې هغه به [د پاکستان حکومت] په دې اړه کومه اداره او يا کوم سیسټم وړاندیز کوي څو خپلواکې پلټنې ترسره کړي.»

د پلټنو له پاره فشار واردولو په موخه پر نورو انتخابونو غور

امريکا د انتخاباتو اړوند تاوتريخوالي پېښو ترڅنګ د انترنټي او موبایل شبکو اخلال هم وغندی چې ټاکنیزه پروسه یې ډېره اغیزمنه کړې ده.

دې امريکايي چارواکي ومنله چې د ټاکنو په ترڅ کېپر انترنټ او د ګرځنډه تليفونونو بندیز د ټاکنو پر پروسه منفي اغیزه کړې ده.

ملر، د مداخلې او درغلو د ادعاو په تړاو د بشپړو څیړنو پر اهميت ټينګار کړی دی او ويلي یې دي چې «موږ به په راتلونکو ورځو کې د دې څارنه جاري وساتو».

په واشنګټن کې حکومت دا هم ويلي دي چې امريکا له مقرراتو څخه د سرغړونو د پلټنو له پاره د نورو انتخابونو په اړه هم فکر کولی شي. ملر، وويل چې ځيني امريکايي قانون جوړونکي د بايډن پر ادارې ټینګار کوي چې په انتخاباتو کې د بې نظميو په اړه د پلټنو تر بشپړېدو پورې دې د فيبرورۍ د اتمې نیټې د ټولټاکنو نتايجو نه مني.

په دې منځ کې د پاکستان موقت لومړي وزير انوار الحق کاکړ، تر ټاکنو وروسته په خپله لومړۍ مطبوعاتي غونډه کې ويلي دي چې د يوه بل هېواد په وينا به په انتخاباتو کې د احتمالي درغليو په اړه پلټنې ونه کړي. هغه وويل چې اروپايي ټولنه، بريتانيا او امريکا زموږ ملګري هېوادونه دي خو زموږ په داخلي چارو کې مداخله نه شي کولی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب