1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نیمو ټاکنیزو حوزو د رایو شمېرلو کې د خان پلویان مخکښ دي»

۱۴۰۲ بهمن ۲۰, جمعه

پاکستان کې د عمومي ټاکنو د رایو شمېرل لا هم دوام لري؛ خو د نیمو ټاکنیزو حوزو د رایو له پایلو ښکاري چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند ملاتړي نوماندان مخکښ دي او د قومي اسمبلۍ ډېرې څوکۍ یې ګټلي دي.

https://p.dw.com/p/4cEZq
Pakistan Wahlhelfer zählen Stimmzettel während der Parlamentswahl
انځور: NAVESH CHITRAKAR/REUTERS

پاکستان کې د عمومي ټاکنو له پيل ۲۴ ساعته وروسته هم د رایو شمېرل دوام لري، چې دا په دې هېواد کې غیرعادي چاره ده. چارواکیو د دې ځنډ لامل د ټاکنو پر ورځ د ټیلیفوني خدماتو درول یې لامل ښودلی دی.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې د نیمو حوزو د رایو له شمېرلو ښکاري، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اړوندو نوماندانو ډېرې څوکۍ ګټلي دي. د تحریک انصاف ګوند ملاتړو نوماندانو په ازاد ډول ټاکنو کې ګډون کړی، ځکه پاکستان کې تحریک انصاف ګوند او عمران خان چې اوس زندان کې دی، له ټاکنو منع شوي وو.

ټاکنو کمېسیون ویلي، چې خان پلوه نوماندانو ۴۸ څوکۍ ګټلي دي. خو پاکستاني جیونیوز ټلوېزیون د جمعې له ماسپښین وروسته خبر ورکړی، چې د عمران خان پلویانو ۷۴ څوکۍ ګټلي دي.

د دې رپوټ تر لیکلو پورې د نواز شریف ګوند مسلم لیګ ن نوماندانو ۴۲ څوکۍ تر لاسه کړي دي.

همداراز، د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ دپاکستان د خلکو ګوند یا پي پي پي ۳۴ څوکۍ ګټلي دي. د پاکستان عمومي ټاکنو کې د بېلابېلو ګوندونو نوماندانو د پنجشنبې پر ورځ د ۲۶۵ څوکیو له پاره سیالي وکړه.  شنونکيو ویلي، چې ښايي دا ټاکنې مشخص ګټونکی ونه لري.

د ټاکنو درشل کې د دغې هېواد مختلف ایالتونه د پام وړ وسله والو بریدونو شاهد وو، چې ډېر یې خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي. له ټاکنو مخکې او ټاکنو پر ورځ چارواکیو د سختو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی و.

rsch/ af (AP, Reuters, AFP, DPA)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل