1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ټاکنو پایلې په ځنډ سره خپریږي

۱۴۰۲ بهمن ۲۰, جمعه

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند، تحریک لبیک پاکستان او پاکستان پیپلز ګوندونو د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ په هکله خپله اندیښنه هم څرګنده کړې ده. د پاکستان بېلابېلو ټاکنیزو حوزو د پایلو اعلانول پیل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4cDeW
پاکستان کې د عمومي ټاکنو پایلې په ځنډ سره خپرېږي.
پاکستان کې د عمومي ټاکنو پایلې په ځنډ سره خپرېږي.انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون دغه هېواد کې د عمومي ټاکنو د پایلو اعلان له ټاکلي وخت څو ساعتونه وروسته پیل کړی، ځینو ګوندونو په دې تړاو خپله اندیښنه هم څرګنده کړې ده.

د پاکستاني رسنیو د وروستیو مالوماتو له مخې په دغه هېواد کې د عمومي ټاکنو د غیررسمي پایلو له مخې، تر دې دمه پنجاب ایالت کې د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ن ګوند،خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ملاتړي آزاد کاندیدان او په سند ایالت کې د بلاول زرداري په مشرۍ د پاکستان د خلکو ګوند مخکښ دي.

پاکستان کې له ۲۷۲ څوکیو څخه اوس د ملي اسمبلۍ ۲۶۵ هغو له پاره ټاکنې شوي، چې یو سیاسي ګوند د بریا له پاره ۱۳۳ څوکیو ګټلو ته اړتیا لري. پر دې سربیره ۶۰ ځوکۍ د ښځو له پاره ځانګړي شوي چې د هر ګوند د بریا د تناسب له مخې هغومره څوکۍ ورکول کیږي او لس څوکۍ بیا لږکیو ته ځانګړې شوي دي.

د ټاکنو د پایلو اعلان کې د ځنډ وضاحت

یو شمېر سیاسي ګوندونو د ټاکنو د پایلو اعلان کې د ځنډ له امله اندېښنه څرګنده کړې. د کورنیو چارو فدرالي وزارت ویلي، چې د پایلو پروسس کولو کې ځنډ د بشپړ امنیت د تأمین له پاره اخیستل شوي احتیاطي اقدامات وو.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له لوري خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، د دغې کمیسیون مشر سکندر سلطان رجا د ټلیفون پر کرښه لوړپوړو مدیرانو، افسرانو او د ولسوالیو مسئولینو ته امر کړی، چې پایلې ژر اعلان کړي. د یادونې وړ ده، چې د کمیسیون له لوري لومړۍ غیررسمي او غیرقطعي پایلې د ټاکنو له پیل څخه نهه ساعته وروسته اعلان شوې.

پاکستان کې د عمومي ټاکنو پایلې په ځنډ سره خپرېږي.
پاکستان کې د عمومي ټاکنو پایلې په ځنډ سره خپرېږي.انځور: Navesh Chitrakar/REUTERS

د بریا ادعاوې

سره له دې، چې تر اوسه د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي؛ خو بېلابېلو سیاسي ګوندونو د راتلونکي حکومت جوړولو او خپلو سیالانو ته د ماتې ورکولو ادعاوې کړي دي.

د مسلم لیګ ن ګوند مشرې او د پاکستان د اطلاعاتو پخوانۍ وزیرې مریم اورنګزیب ویلي، چې ګوند به یې په مرکز او پنجاب ایالت کې حکومت جوړ کړي او د خلکو د خدمت یوه نوې دوره به پیل کړي.

د پاکستان د خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې د ټاکنو پایلې ډېرې ورو اعلانېږي. هغه پر ایکس شبکه د ټاکنو لومړنۍ یا قسمي پایلې هیله بښونګې وبللې او ویې ویل، هغو ازادو نوماندانو چې له دوی یې ملاتړ کړی، ښه پایله لري او زیاته کړې یې ده:«راځئ وګورو چې وروستۍ پایلې څه دي؟»

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي:« په ټاکنیز بهیر کې د دولت د تر ټولو خرابې لاسوهنې او تر ټاکنو دمخه په درغلۍ سربېره هم د دغې ګوند مشر عمران خان په اساسي قانون او جمهوریت خپل غیرمتزلزل باور ښوولو سره پاکستان ته یوه نوې لاره ښوولې.»

دغې ګوند د عمران خان په وینا په ټاکنو کې د پراخ ګډون له امله له خلکو مننه کړې.

خو د پاکستان د ټاکنو کمیسیون له لوري د وروستیو پایلو له اعلان سره به ولیدل شي، چې کوم سیاسي ګوند د دغو ټاکنو ګټونکی اعلانېږي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل