1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

مريم نواز شريف د پنجاب ايالت لومړۍ ښځينه اعلی وزيره شوه

۱۴۰۲ اسفند ۷, دوشنبه

مريم نواز شريف، د پنجاب ايالت اعلې وزيرې او سيد مراد علي شاه، په پرله پسې دريم ځل د سند ایالت د اعلی وزير په توګه وټاکل شول. د تحريک انصاف ګوند بيا د ديموکراسۍ له پاره له يوې تورې ورځې څخه خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4cuF8
پاکستانۍ سياستواله مريم نواز شريف
پاکستانۍ سياستواله مريم نواز شريفانځور: Rana Sajid Hussain/Pacific Press/picture alliance

په پاکستان کې د فبرورۍ میاشتې د اتمې نیټې د عمومي ټاکنو وروسته په پنجاب او سند ایالتونو کې اعلی وزيران وټاکل شول. په پنجاب کې د پاکستان مسلم ليک نواز شريف ډلې او د متحدو ګوندونو کانديده مريم نواز شريف او په سند کې د پاکستان پيپلز ګوند سيد مراد علي شاه په آسانۍ سره د اعلی وزيرانو په توګه انتخاب شول.

مريم نواز شريف د ۲۲۰ رايو په ترلاسه کولو سره د پنجاب ایالت او په پاکستان کې په لومړي ځل د يوه ايالت لومړۍ ښځينه اعلی وزيره شوه. په سند کې بيا مراد علي شاه د ۱۱۲ رايو په ترلاسه کولو سره په پرله پسې دريم ځل د اعلی وزير څوکۍ ته غوره شو. د مراد علي شاه په مقابل کې د ام کيو ام پاکستان ګوند څخه علي خورشيدي ۳۶ رایې ترلاسه کړې.

د پنجاب د اعلی وزير د انتخاب له پاره نن، دوشنبه د ايالتي پارلمان غونډه ترسره شوه چې په ترڅ کې یې سني اتحاد کونسل او د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آی) ګوندونو څخه جوړ د اپوزيسيون اتحاد رايې اچونه تحريم کړه.

«د ټولو اعلی وزيره»

مريم نواز شريف همدا د دوشنبې په ورځ تر ټاکل کیدو وروسته د پنجاب ایالت د اعلی وزېرې په توګه لوړه وکړه. د پنجاب ایالت ګورنر بليغ الرحمان، له نوموړې لوړه واخيسته. په دې ترڅ کې د نوموړې پلار نواز شريف او تره شهباز شريف هم د هغې ترڅنګ وو. مريم نواز شريف تر ټاکل کيدو وروسته په خپله وینا کې د اپوزيسيون له لوري د رایې اچونې پر تحريم کولو خواشيني څرګنده کړه. نوموړې وويل: «زه د هغوی ټولو اعلی وزيره يم چې زه یې ټاکلې يم او د هغوی اعلی وزيره، لور او خور هم يم چې ماته یې رايه نه ده راکړې.»

نوموړې چې د ټاکل کیدو پر وخت یې د خپلې مرحومې مور يو انځور هم له ځان سره راوړوی وو، وويل چې د دوی پر کورنۍ ډېر مشکل وختونه راغلي او ډېره اوږده موده له مشکلاتو سره مخامخ ول.

نوموړې وويل چې که څه هم چې زموږ له پاره مشکلات او مصيبتونه ډېر ول او پر موږ ظلم وشو، خو موږ د الله پاک شکر ادا کوو چې دلته موجود زموږ هر پلوي او موږ د يوه ګوند په توګه، يوه هم میدان نه دی پريښې.

پاکستان کې د نوي حکومت راتلل او افغانستان سره اړيکو ېې اغیزې

هغې وويل چې پر ټولو مشکلاتو سربیره هم د هغې په زړه کې له هيچا څخه د غچ اخيستو کوم احساس نشته.

د راتلونکي لومړيتوبونه

د نفوس له پلوه د پاکستان د تر ټولو ستر ایالت د واکمنې په توګه د راتلونکي پلان په وړاندې کولو سره مريم نواز شريف وويل چې هغه به په ۲۰۱۵م کال کې جاري کړل شوې «صحت کارډ» يو ځل بيا اجرا کړي. نوموړې د عامو ناروغيو د آزموينې او پر موټر وی يا لویه لاره باندې د هوایي امبولانسونو د خدماتو پېلولو اعلان وکړ.

مريم نواز شريف وويل چې د ښځو د ځورولو پېښې به په هیڅ صورت کې نه زغمل کيږي او ترڅنګ به یې د ترانسجندر يا نر ښځيانو د ښېګڼې له پاره هم ځانګړي ګامونه پورته شي. هغې وويل چې هغه د ۱۲۰ میليونو وګړو اعلی وزيره ده او يو خوندي پنجاب یې خوب دی.

«توره ورځ»

د پنجاب د اعلی وزير د ټاکلو له پاره د رایې اچونې په اړه په خپل غبرګون کې د پاکستان تحريک انصاف يا پي ټي آی ګوند په ټاکنو کې د درغليو تورونه تکرار کړل او د اعلی وزير ټاکل یې رد کړل. د ياد ګوند مشر رانا آفتاب له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې نن په هېواد کې د ديموکراسۍ له پاره يوه تر ټولو توره ورځ ده.

هغه وويل: «موږ د پنجاب د اعلی وزير ټاکل کيدل ديموکراتيک او پر اساسي قانون برابر نه ګڼو.»

رانا آفتاب وويل چې د پي ټي آی غړي د نيول کیدو له ويرې پټ شوي دي. تر دې د مخه د پاکستان تحريک انصاف وياند ويلي ول چې د پوليسو له خوا د ګرځبندیز په نافذ کولو سره د دغه ګوند د اعلی وزير د څوکۍ له پاره د کانديد او غړيو په غونډه کې له ګډونه راګرځول له اساسي قانون څخه سرغړونه او د شرم وړ کار دی.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ویله اردو)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب