1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ناټو پر وړاندي د روسيې د جعلي خبرونو کمپاین»

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ بهمن ۲۶, چهارشنبه

کرملین په اوکراین کي د روسيې له جګړې سره همهاله په پراخه سطحه د ناټو پر وړاندي تبلغاتي جګړه شروع کړې ده.

https://p.dw.com/p/4NWGz
NATO l Lettland,  NATO-Militärübung "Winter Shield" 2021 in Adazi, Logo
انځور: Gints Ivuskans /AFP

دویچه ویلي له کارپوهانو پوښتلي چي د روسيې د پروپاګند یا تبلغاتو ماشین څرنګه کار کوي.

له هغه وخته، چي په اوکراین کي د اعتراضونو غورځنګ راپیل سوی او په ۲۰۱۴م کال د کریمیا ټاپو وزمه له روسیې سره تړله سوې ده، نو روسيې هڅي پیل کړي چي د بې بنسټه اطلاعاتو په خپرولو سره د خلکو عمومي ذهنونه په خپله ګټه وڅرخوي. 

که څه هم چي پر اکراین د روسیې د حملې له پیل وروسته په هيواد او تر هغه دباندي د دغو پراخو هڅو کچه معلومول ستونزمن کار دی، خو کارپوهانو دویچه ویله ته ویلي چي د تبلیغاتو او پروپاګند لمن پراخه سوې ده. 

اړوند: پوتین: تر هغې چې اوکراین جګړه بس نه کړي په اوکراين کې کمپاین ادامه لري

د اوکراین له جګړې څخه ترمخه داسي تبلیغ کیدی چي ګویا ناټو د دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته نه یوازي روسیه ګواښي، بلکي غواړي، چي برید هم پر وکړي. 

کرملین دغو خبرو ته لمن وهي 

له هغه مخکي چي روسيه د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کي پر اوکراین یرغل وکړي، کارپوهانو ویل، چي د دغه جګړې له پاره روسیه د توجیه لټولو په موخه داډول خبري ترویج او خپروي. 

په امریکا کي د اتلانتیک شورا چي د نړيوالو چارو څېړنیز مرکز دی، په دغه مرکز کي یو څېړونکی او همکار رومان اوساد چوک وايي: «زه ویلای سم چي دا [ درواغجني ادعاوي] په ۲۰۱۴م کال کي د انقلابي ډګر څخه وروسته را شروع سوي دي»

همدارنګه د اروپايي ټولني د ډیپلوماټیکو خدمتونو د ستراتیژیکو اړیکو مشر، لوټس ګولنرهم وايي، د روسیې له خوا په ډیرو ترویج سویو خبرو او بیانونو کي يې علت او معلول سرچپه دی. 
هغه وايي: « دا پروپاګند تل پردې راڅرخي چې په رښتیا روسیه څومره ګواښل کیږي، تر کلابندۍ لاندي ده او د اوکراین له اړخه ګواښ ورته متوجه دی، نو ځکه باید له ځانه دفاع وکړي او جګړه یو خنډ دی.»

اړوند: شولڅ: پوتين ما او یا آلمان ته ګواښ نه دی کړی

د بېلګي په ډول د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین پر اوکراین له یرغل څخه یوڅو ورځي ترمخه په یوې ټلویزیوني وینا کي ادعا وکړه چي ناټو او د هغوی نظامي زیربناوي د روسيې پولو ته نژدې سوې دي.

په دې اړه ځیني واقعیتونه هم سته، د بېلګي په ډول: دمخکني شوروي اتحاد له ماتي وروسته د ختیځي اروپا ۱۴ هیوادونه له ناټو سره یوځای سول چي څلور هیوادونه يې له روسيې سره پر پوله پراته دي. 

اوکراین/ د میدان پلاتز په نوم احتجاج
اوکراین/ د میدان پلاتز په نوم احتجاجانځور: Aris Messinis/AFP/Getty Images

په ۲۰۰۸م کال کي اوکراین په ناټو کي د عملي غړیتوب غوښتنه وکړه او پر دغه هیواد د روسیې له برید وروسته يې په ناټو کي د شاملیدو د غوښتني نوښت چټک سوی دی. 

ناټو د نظامي ځواکونو د چټکي پیاوړتیا په موخه د هوايي ډګرونو پر سمبالښت سربېره د ختیځي اروپا په غړو هیوادنو کي لوژیستیکي تدابیر لري.

دا ګام وروسته له هغه اخیستل کېږي، چي په ۲۰۱۴م کال کي روسیې د اوکراين د کریمیا خاوره په ځان پوري وتړله او دا د نړيوالو قوانینوڅخه ښکاره سرغړونه وه.

دا د ۱۹۹۷م کال د ناټو- روسیې د هغه تړون څخه هم سرغړونه ده چي پر بنسټ يې په ملحقو هیوادونو کي تلپاته کیدونکو نظامي ځواکونو ته اجازه نه سته، خو دغه تړون د روسیې له پاره

د ناټو د ګواښ په اړه د پوتین د ادعا مخه ونه نیوله.

اړوند: فرانسه ولې اوکراین ته خپل ټانکونه نه ورکوي؟

پوتین همدارنګه اوکراین په الحاق سویو جمهوریتونو دونیڅک او لوهانسک کي د روسي ژبو په نسل وژنه تورن کړی او روسيې دغه سیمي د نړيوالو قوانینو څخه له ښکاره سرغړوني سره بیاهم له خپلي خاوري سره وتړلې. 

په داخل اودباندي کي د روسیې پروپاګند خپریږي

دغه ناسمو ادعاوو لومړی په روسیه کي د ننه مخاطبان تراغېر لاندي راوستل، مګراوس دغه بې بنسټه خبرو لویدیځ ته هم سرایت کړی دی. 
هغه څېړنه، چي د ۲۰۲۲م کال په اکټوبر په میاشت کي د «څارني، تحلیل او استراتیژيو مرکز» له خوا په المان کي ترسره سوه، پکښي ۱۹ سلنه پوښتل سوي خلک په المان کي له دې موضوع سره همږغي دي چي پر اکراین د روسيې یرغل د ناټو د تحریک سبب ګرځېدلی دی، ۲۱ سلنه نور یوه اندازه له دې خبري سره موافق دي او ۴۰سلنه المانیان، چي په دې سروې کي يې برخه اخیستې ول، تر یوې اندازې پوري په دې خبره باوري ول. 

د آلمان Bundeswehr Leopard 2 ټانک
د آلمان Bundeswehr Leopard 2 ټانکانځور: Sean Gallup/Getty Images

يولیا سمیرنووا، چي په لندن کي د ستراتیژیکو خبرو اترو د انسټیټوټ لوړ پوري شننونکی اود جګړې پر مهال د ناسمو معلوماتو مطالعه کوي وايي: «دا شمېره ډېره لوړه ده، کیدای سي دا د ناټو پر وړاندي د غلطو معلوماتو د کمپاین او د موجودو باورنو د چلند نتیجه وي.»

ناټو او اوکراین یرغلګر معرفي کیږي

د برید پر مهال داسي راپورونه ول چي په اوکراین کي د امریکا د بېولوژیکي وسلو لابراتوارونه سته، خو دا ادعاوي وروسته ناسمي وختلې. 
د روسيې د باندنیو چارو وزارت په دې اړه د «شواهدو» د خپرولو ادعا هم وکړه، خو وروسته معلومه سوه چي دا زاړه عکسونه د روسیې د اټومي بټۍ او د سلونیا د لوګیو کشفونکو څخه ول.

اړوند: شمالی کوریا اوکراین ته د ټانکونو لیږد «بشري جنایت» بللی

له اکراین سره د لوېدیځو هیوادونو مالي مرستي، د وسلو لېږد او د روسیې پر وړاندي بندیزونه، هغه څه دي چي د روسیې د پروپاګند دستګاوي د پوتین د دې ادعاوو د غښتلي کولو له پاره ورڅخه کار اخلي، چي ګواکي اوکراین د ناټو هیوادونو د جګړیزو ځواکونو له خوا تقویه او نوي وسلې دغه هیواد ته لېږي.

د روسیې دولتي رسنۍ همدارنګه ادعا کوي چي د ناټو ځواکونه په ځینو سیمو کي په پټه د لوېدیځو افسرانو په قومانده په جنګ کي فعاله ونډه اخلي. روسیه د ثبوت په ډول یوشمېر ویډیوګاني او عکسونه د اوکراین جګړې رضاکارانو ته ښکاره کوي ترڅو هغوی لا جګړې ته وهڅوي.

د انفوګرافیک ناتو پراخول EN
د انفوګرافیک ناتو پراخول EN

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي او پوتین ته نژدې کس نیکولای پتروشیف، پروسږکال ویلي ول: «په حقیقت کې هغه څوک چې زموږ پر ضد جګړه کوي، چي د ناټو بلاک دی، غړي یې کیف ته درنې وسلې او مهمات لېږي، اوکراین ته استخباراتي معلومات ورکوي. دوی د اوکراین پوځي مسلکي کسان هم روزي.»

وروستۍ افواهاوي د ټانګانو پر ورلېږلو راټولي دي

د ۲۰۲۲م کال په می میاشت کي د ټولنیزو رسنیو یوشمیر کارونکو دا ناسمه ادعا خپره کړه چي ګویا د اروپايي ټولني غړي غواړي، د اوکراین موضوع ته داخل سي. 

په دې وروستیو کي د بي بي سي له لوګو «نخښي» سره یوه داسي ویډیو خپره سوه چي پکښي ادعا کیږي، یو پولنډی پوځي جنرال خپلو ځواکونو ته د «بشپړچمتووالي» امر کوي، مګر دا ویډیو جعلي وه. بي بي سي د دغسي ویډیو جوړول نه مني او وايي، د یادي ویډیو د جوړولو پرمهال د دوی په لوګو کي لاسوهنه سوې ده.

د پولنډ مشران هم پر مسکو تور لګوي چي د هیواد پر ضد يې غلط معلومات خپروي. 

اړوند: روسیې خارکيف او خیرسون په توغنديو ویشتلي

په ټولنیزو رسنیو کي د آلمان ورستۍ پرېکړه چي اوکراین ته ټانکونه لیږي سم دستي داسي وګڼله سوه چي ګواکي د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ په دې سره څرګندوي چي ناټو له روسیې سره په جګړه بوخته ده.

ان د دې پرېکړي ترمخه لا هم داسي ویډیوګاني چي ادعا کیږي اکراین ته لیوپار۲ ټانګونه لېږل کیږي په ژوندۍ بڼه ښوول سوي وې.

په اتلانتیک شوراکي څېړونکی او همکار رومان اوساد چوک وايي، د ده له پاره دا تصادفي خبره نه ده چي د ټانګ ور لیږولو ویډیوګاني دي په پراخه کچه خپرې سي. 

هغه وايي، «دا د روسیې له پاره یومثال دی چي ووايي، وګورئ! اروپا ترمخه لا زموږ سره جګړي ته چمتو سوې ده.»

زموږ له ارشیف څخه، 

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت