1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

فرانسه ولې اوکراین ته خپل ټانکونه نه ورکوي؟

۱۴۰۱ بهمن ۹, یکشنبه

د فرانسې جمهوررییس، ماکرون تراوسه لا تصمیم ندی نیولی، چي ایا اوکراین ته به فرانسوي جنگي ټانکونه ورکوي. خو پرهغه باندي لا د جرمني د صدراعظم غوندي د ټانکونو ورکولو د ډیر ځنډ په سبب بین المللي انتقادونه ډیر شدید نه دي.

https://p.dw.com/p/4MqG9
Leclerc-Panzer zur Unterstützung von Nato-Kampfgruppe
انځور: Sgt Jerome Salles/Armee de Terre/Defense/EMACOM/AP/dpa/picture alliance

البته دا د ماکران د وروستي ماهرانه توضیحاتو سره ډیره اړه نه لري. په پاریس کي د بین المللي او ستراتیژیکي روابطو د انستیوت ددفاعي مسایلو کارپوه، گزپارد شنیڅلر په نظر « ټولو ډیر ژر جرمني ته گوته ونیوله» او د ټانکونو ځنډونکی، صدراعظم شولڅ د انتقادونو ښکار سو.

خو یوه سلسله اساسي دلایل هم موجود دي، چی ولي د فرانسوي لوکلېغ ټانکونو لیږل د ستراتیژیکي لحاظه ډیر اهمیت نلري. شنیڅلر وايي، «فقط ۲۲۰ لوکلېغ فعاله ټانکونه موجود دي. د هغو تولید په ۲۰۰۸ م کال کي متوقف سوی دی». خو بیا د الماني لیوپارد ۲ ټانکونو تعداد تر مجموعأ ۲۰۰۰ هم اوړي. په خبره یې د ا کار د هغوی «د پُرزو او سامان الاتو تهیه کول هم اسانه کوي». 

شمالی کوریا اوکراین ته د ټانکونو لیږد «بشري جنایت» بللی
له بلي خوا پداسي حال کي چي د ډیرو اروپايي هیوادونو پوځونه الماني لیوپارد ټانکونه استعمالوي، بیا لوکلېغ ټانکونه یوازي په فرانسه، اُردن او متحده عربي اماراتو کي په کار لویدلي دي. 

د ټانکونو د سپارلو په موضوع کي یوه مهمه نقطه د اوکرایني عسکرو روزنه ده. د شنیڅلر په خبره «دا کار ډیر مؤثریت لري، چي د یوه سیسټم څخه کار واخیستل سي». ځکه نو د یو څو فرانسوي لوکلېغ ټانکونو لیږل بیله سمبولیک اهمیت څخه بل شی نلري. خو داچي اوکراین، لوکلېغ ټانکونه هیڅ نه غواړي، لکه څنگه چي یې یو تعداد  فرانسوي سیاستمداران ادعأ کوي، هم صحیح خبره نده. تیره هفته لا د اوکراین د دفاع وزارت یوه ویدیو خپره کړه، چي د فرانسوي لوکلېغ ټانکونو توصیف یې کاوه. په ویدیو کي اوریدل کیږي، چي هغه «ډیر سپورټي او پارکینگ یې اسانه دی».

له اوکراين سره د ليوپارد ټانکونو مرسته
په حقیقت کي ۵۰ ټُنه دروند لوکلېغ ټانک کولای سي د حرکت پر وخت په څلور کیلومتره متره فاصله کي خپل هدف وولي. په اوس وخت کي فرانسې ۱۳ لوکلېغ ټانکونه په رومانیا کي په کار اچولي، تر څو هلته د ناټو د شرقي اړخ محافظت وکړي. 

داچي فرانسه پخپله ډیر لږ دا ډول جنگي ټانکونه لري، دلیل یې دادی، چي دغه هیواد پراټومي وسلو باندي ډیره تکیه کړې ده. ماکران په وارو وارو دا خبره تکراروي، چي «فرانسه مجهزه» ده او ټوله پوهیږي، چي په څه شي باندي.