1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: څو اوکراین جګړه بس نه کړي روسي عمليات به ادامه ولري

۱۴۰۰ اسفند ۱۵, یکشنبه

د روسيې ولسمشر، ولاديمیر پوتين، د یکشنبې په ورځ وويل چې په اوکراین کې به يې کمپاین د پلان له مخې تر هغه وخته ادامه ولري چې اوکراین جګړه بس کړي وي.

https://p.dw.com/p/485mL
Russland | Vladimir Putin und Recep Tayyip Erdogan
آرشیفانځور: Vladimir Smirnov/AP/picture alliance

پوتین دغه خبره له خپل ترکي سیال، رجب طیب اردوغان سره په يوه ټيلفوني اړيکه کې کړې ده. اردوغان د اوربند رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې ده.

ترکي ولسمشر ويلي دي چې یو اوربند ته د رسیدلو له پاره د عاجلو ګامونو پورته کول اړین دی. هغه همدارنګه د بشري دهلیزونو رامنځ ته کول او د سولې یو تړون لاسلیک کول مهم بللي دي.

روسي رسنیو ويلي دي چې پوتین د يکشنبې په ورځ د فرانسې له ولسمشر، امانويل ماکرون سره هم نژدې دوه ساعته خبرې وکړې. ماکرون له پوتين سره په منظمه توګه په اړيکه کې دی خو تر اوسه نه دی توانیدلی چې مسکو ته د اوکراین شخړې په تړاو قناعت ورکړي. پر اوکراین د روسيې د یرغل نن یوولسمه ورځ ده.

دا په داسې حال کې ده چې مريپول له ښار څخه چې سخت بمباري شوی، د تخلیې پروګرام په کې د دوو پر له پسې ورځو له پاره له ناکامۍ سره مخ شوی دی. په سیمه کې چارواکي وايي چې د شاوخوا ۴۰۰ زره اوسیدونکو د ایستلو پروګرام لري. دوی وايي دغه خلک د جګړې له امله د اوبو، بریښنا او ګرمولو وسایلو پرته بند پاتې دي.

 په عین وخت کې ملګرو ملتونو سازمان په اروپا کې د دوهمې نړېوالې جګړې راوروسته د مهاجرت بحران خبره کړې چې په ډيري چټکۍ د رامنځه ته کيدو په حال کې دی.

زیاته شوې ده چې د اوربند طرحه د ماتې سره مخ شوې، ځکه دواړو خواو د يکشنبې په ورځ یو بل د هغې په ماتولو پړ وګڼل.

د آلمان خبري آژانس د کریلمين یوې اعلامېه له قوله لیکي چې، پوتین اردوغان ته ويلي دي چې هغه اوکراین او بهرنيو متحدينو سره مذاکراتو ته تیار دی، خو د خبرو اترو ځنډولو هر کوښښ به ناکامه سي.

کیف بیا لويديځ ته پر روسیې د بندیزنو لګولو غوښنه کړې ده. کیف همدارنګه د وسلو او روسي جنګي جیت الوتکو غوښتنه کړې ده. د امریکا خارجه وزير انتونی بلینکن ويلی دي چې واشنګټن په «ډیره ډیره فعاله» توګه له پولند سره د جنګي الوتکو په برابرو کې کار کوي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.