1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو خبرداری

۱۴۰۲ مهر ۲۹, شنبه

یوناما وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دی. دغه ننګونې څه دي؟

https://p.dw.com/p/4XqDu
افغانستان تېر کال تر ټولو سخته وچکالي تجربه کړه
افغانستان تېر کال تر ټولو سخته وچکالي تجربه کړهانځور: Paula Bronstein/Getty Images

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي، افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو د مخنیوي لپاره بیړنۍ همغږۍ ته ټینګه اړتیا ده.

سیلابونه، وچکالي، د شګو او دوړو توپانونه او ځیني نور د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو مهمې بیلګي دي چې له امله یې تېر کال په هېواد کې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

یوناما وايي افغانستان تېر کال په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو سخته وچکالي تجربه کړه.

ټاکل شوې روانه اکتوبر او راتلونکې نوامبر میاشت کې د اکاډمیکې ادارې، واکمن چارواکي، د مدنې ټولنې استازي او د نړېوالو سازمانونو او خصوصي سکټور استازي د افغانستان په بامیان، هرات، ننګرهار، کابل، کندهار، کندوز او مزارشریف ښارونو کې په دې اړه پر ننګونو، فرصتونو او نوښتونو هراړخیزې خبرې وکړي ترڅو دغه ناورین ته حل ولټوي.

د یوناما رپوټ د یوناما د دفتر د غړې چاریټي واټسن له قوله لیکلي: « د اقلیم بدلون یوه لیرې پدیده نه ده؛ دا لا دمخه په ډاګه کیږي.»

د یوناما د مالوماتو له مخې، سره له دې چې افغانستان په نړیواله کچه د شنو خونو د ګازو په اخراج کې تر ټولو ټیټه ۰.۱ سلنه ونډه لري، خو بیا هم دا هېواد یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون د بحران له خطر سره مخ دی.