1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقلیمي بدلون سرمشریزه کې د افغانستان استازولي‌ نه کیږي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبه

د طالبانو حکومت وايي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له اړخه تر ټولو زیانمن شوی هېواد دی، خو اقلیمي بدلون په اړه نړېوالې غونډې ته یې استازی نه دی وربلل شوی.

https://p.dw.com/p/4JGJK
UN-Weltklimakonferenz COP27 - Abdel Fattah al-Sisi, Präsident von Ägypten
انځور: Mohammed Salem/REUTERS

د طالبانو حکومت د چاپيریال ساتنې ادارې سرپرست مشر حافظ عزیز الرحمن نن چهارشنبې (د ۲۰۲۲ میلادي کال د نومبر ۹مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل: «له اقلیمي اړخه زیانونه پوله نه لري، نو ځکه دا مسله باید سیاسي نه شي.»

د نړۍ د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو کلنۍ سرمشریزه دا ځل د تېرې یکشنبې پر ورځ د نومبر پر ۵مه په مصر کې پيل شوې چې دوه اونۍ به دوام وکړي.

دې غونډې ته له نړۍ تر ۱۲۰ ډېر مشران وربلل شوي، خو د افغانستان په استازولۍ هلته هیڅوک هم ګډون نه لري. د COPE27  تر سرلیک لاندې دې غونډه کې په نړېواله کچه په اقلیمي بدلونونو، له دې امله په رامنځه شویو پېښو او اندېښنو بحثونه کیږي.

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون بنسټېزې اندېښنې څه دي؟

افغانستان په وروستیو څو کلونو کې موسمي ورښتونو او د هغې له امله سیلابونو خورا سخت وځاپه او سر بیره پر دې په افغانستان کې اوږدې وچکالۍ هم د دې هیواد وکړي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

افریقا چاپېریالي ستونزې
افریقا چاپېریالي ستونزېانځور: DW

اړوند: د م.م. د چاپيريال کانفرانس د ماشومانو لپاره هم مهمه موضوع ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا یو وروستی راپور ښيي، چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو او زلزلو څه باندې دوه میلیونه کسان زیانمن کړي دي.

سربیره پر دې، افغانستان وروستیو دوو لسیزو پرله پسې وچکالۍ هم سخت ځپلی دی. د طالبانو حکومت د چاپيریال ساتنې ادارې مشر وویل: «افغانستان په تېرو شلو کلونو کې له یوې بې سارې وچکالۍ سره مخامخ دی.»

اړوند: په نوي ډهلي کې د هوا د ککړتيا له کبله ښوونځي تړل شوي

د طالبانو حکومت په نړېواله کچه په رسمیت نه دی پيژندل شوی، نو ځکه د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته هم د افغانستان په استازولی څوک نه دي ور بلل شوي.

حافظ عزیز الرحمن نېوکه وکړه چې اقلیمي بدلونونه نړېواله او بشري موضوع ده چې له پامه غورځول یې نړېوال زیانونه پېښولی شي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د اګست ۱۵مې بدلون وروسته د ۸۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د اقلیمي بدلونونو او چاپيریال ساتنې ۳۲ مختلفې پروژې د سیاسي دلایلو له مخې ځنډول شوي دي.