1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې وچکالي؛ خلک په خپل مټ د اوبو بند جوړوي

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۲ شهریور ۲۳, پنجشنبه

د وچکالۍ په پایله کې د افغانستان د مرکزي سيمو يو شمیر کلي د خلکو د کډه کيدو له کبله په خالي کيدو دي. د اقليمي بدلون له پايلو سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د بې غورۍ له کبله په ځينو سيمو کې ځايي خلک لاس په کار سوی.

https://p.dw.com/p/4WKH3
د باميان په شيبر ولسوالۍ خلک د يوه بند په جوړولو بوخت دي
د باميان په شيبر ولسوالۍ خلک د يوه بند په جوړولو بوخت ديانځور: Abdul Hamid Mirzaee/DW

د باميانو ولايت د شيبر ولسوالۍ د خاک موشک د کلي اوسېدونکی سميع الدين صفري، چې د کرنې له لارې یې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوله اوس د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په فکر کې دی.

دا چې کرنه او مالداري د دغه سيمې د خلکو د عايد يوازنی سرچينه ده نو د اوبو د کمښت له امله یې د عايد وسيله له لاسه ورکړې ده او ډېری یې ښارونو ته کډه سوي دي.

سفری د خپل کلي وضعیت داسې بیانوي: «۱۵ کاله وړاندې زموږ په کلي کې ۱۴ کورنۍ اوسېدلي. د وچکالۍ له امله ټول کډه سوي او اوس یوازې دوه کورنۍ پاتې دي. موږ په مشکل سره د څښاک اوبه پیدا کوو.»

د شيبر ولسوالۍ د«قوشنگی» کلي اوسېدونکي وايي، پخوا به هرې کورنۍ له خپلو کرنيزو ځمکو له زرو څخه تر دوه زره کیلو پورې کچالو حاصلات راټولول، خو اوس يې ټول کرنيز حاصلات او ونې د وچکالۍ له امله  له منځه تللي دي.

د دې کلي یو اوسېدونکی ستار وايي: «په تېرو کلونو کې مې له خپلې ځمکې څخه ۲۰۰۰  کیلو کچالو او ۲۰۰ کیلوغنم ترلاسه کول. خو اوس هر څه وچ دي او سږ کال یې له خپلې کرنيزې ځمکې څخه یواځې شل کیلوغنم ترلاسه کړي او د وچکالۍ له امله یې کچالو نه دي کرلې.»د شیبر ولسوالۍ مشران وايي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د «قشنګي، خاک موسیک، ډاکې او قلعه نو» د کلیو ۹۰ سلنه اوسېدونکي د افغانستان لویو ښارونو او بهرنیو هېوادونو ته کډه سوي دي

.

د چرګانو فارمونه څرنګه د افغانانو له اقتصاد سره مرسته کوي؟

د اقلیمي بدلون د پایلو سره د تطابق لپاره د خلکو اقدامات

په افغانستان کې نه یوازې دا چې د اقلیم د بدلون له پایلو سره د مقابلې لپاره دولتي اقدامات نه دي سوي، بلکې د نړیوالو له لوري د یوه په رسمیت پېژندل سوي حکومت د نشتوالي له امله په دغه هېواد کې بې وزلي مخ په زیاتېدو ده او حتی د خلکو لپاره د خوړو برابرول هم یوه لویه ستونزه ګرځېدلې ده.

په ځينو سيمو کې ځايي خلکو د وچکالۍ له پايلو سره د مقابلې لپاره د اوبو د زېرمو جوړولو په څېر تدبيرونه نيولي دي.

دغه راز د باميانو ولايت د شيبر ولسوالۍ اوسېدونکو هم په شخصي لګښت او د خلکو په مرسته د اوبو د زېرمه کولو د بند د جوړولو کار پيل کړى، څو له خپلو کليو وتلو ته اړ نه سي.

د دې پروژې مسوول انجنیر محراب فایز وايي، دا بند د بابا غره په لمنو کې د سر قشنګي په سیمه کې یو بند جوړېږي چې ۵۰ سلنه چارې یې بشپړې سوې دي.

نوموړی د دغه بند په اړه وايي: »د دغه بند لګښت ۱۵۰ زره ډالره اټکل سوی او دغه بند د استاد انور او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په مالي مرسته جوړېږي چې په بهر کې اوسېږي او تر اوسه څه باندې پنځوس زر ډالره پري مصرف سوي دي.»

په ژمي کې معمولاً د بابا په غره کې ډېره واوره ورېږي، خو په پسرلي کې واوره ويلي کيږي او اوبو ضايع کيږي. د دغه بند د جوړېدو موخه به  په ژمي او پسرلي کې د واورې د اوبو زېرمه کول وي.

انجنیر محراب فایز، دویچه ویله ته وویل چې په دغه بند کې به د کال اته میاشتې د واورې او باران اوبه زیرمه کیږي او دغه اوبه د نورو څلورو میاشتو لپاره د کرنیزو ځمکو او ونو د خړوبولو لپاره کارول کیږي. هغه زياتوي: «دا بند د ۲۰۰ زره متره مکعب اوبو ظرفیت لري. او په پام کې ده چې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي.»

افغانستان، بامیان ولایت | د کرنیزو بندونو جوړول
افغانستان، بامیان ولایت | د کرنیزو بندونو جوړولانځور: Abdul Hamid Mirzaee/DW

ځايي اوسېدونکي هيله لري، چې د اوبو د دغه بند په جوړېدو سره به د دوی کرنيزو ځمکو ته د اړتيا وړ اوبه برابرې سي، څو د ژوند لپاره له خپلو سيمو وتلو ته اړ نه سي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د بې وزلۍ له زیاتېدو سره یو شمېر خلکو په بهرنیو هېوادونو کې د مرستو راټولولو کمپاینونه پیل کړي او هڅه کوي چې په خپلو کلیو او سیمو کې د عامه ګټو پروژې لکه پلونه، پلچکونه، ښوونځي، کلینیکونه د کرنې او بریښنا لپاره بندونه جوړ کړي.

په افغانستان کې د یوه په رسميت د پیژندل سوي حکومت نشتوالی د دې لامل سوی چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پراختیايي مرستې بندې سي او پرمختیايي موسسې له دغه هېواده څخه ووځي.

د ټولنيزو چارو کارپوه عزيز محبي، د طالبانو پر اداره نيوکه وکړه چې له خلکو سره د همکارۍ پر ځاى خنډونه جوړوي: «طالبان د دې پر ځاى چې خلکو ته خدمت وکړي، له بې وزلو خلکو څخه عشر او زکات اخلي، د دې پر ځاى چې مهمې پروژې پلې کړي، د هغوى په کارونو کې خنډونه اچوي. دوی د خلکو لخوا تمویل سويو پروژو څخه ماليه اخلی.»

په افغانستان کې د طالبانود دوه کلنې واکمنۍ په موده کې بې وزلي او بېکاري زیاته سوې او د کارموندنې کوم پروګرام نشته. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د هېواد ۲۸ میلیونه وګړي خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې سخته وچکالي او ډېر لږ حاصلات

په تېره لسیزه کې وچکالۍ په افغانستان کې د اقلیم د بدلون تر ټولو ښکاره پایلې په توګه زور اخیستی، چې دا یو داسې هېواد ته لوی ګوزار دی چې ډېری خلک یې د کرنې له لارې خپل ژوند پرمخ وړي.

د باميانو پوهنتون کې د کرنې پوهنځي استاد دولت شاه پويش، وويل چې د اقليمي بدلون له امله د بې وخته اورښتونو، سيلابونه او وچکالي د دي لامل سوى دى.

 هغه زیاته کړه: په افغانستان کې د اقلیم بدلون د دې لامل سوی چې خلک د افغانستان لویو ښارونو او حتی بهرنیو هېوادونو ته کډوال سي. «خلکو خپل کاروبار له لاسه ورکړی او ګرد او د ريږ باديدل زیات سوی دی.»

افغانستان د هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې د شنو خونو د ګازو په اخراج کې ډېره ونډه نه لري، خو د اقلیم د بدلون له امله سخت اغېزمن سوی دی. پویش په همدې دليل وايي چې صنعتي هیوادونه، نړیوال سازمانونه او د ملګرو ملتونو د چاپیریال اداره باید د اقلیم د بدلون له امله د خلکو د زیانونو د مخنیوي لپاره عمل وکړي.

سږ کال اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې افغانستان په نړۍ کې د طبيعي پېښو له خطر سره د مخامخ هېوادونو په نوملړ کې څلورم ځای لري. په افغانستان کې د دې اتحادیې استازي ویلي دي چې د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته سویو خطرونو د کمولو او د خلکو د ملاتړ لپاره به کار وکړي.

محمد اسحق اکرمي /صفت الله ذاهدي