1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د ولسمشرۍ نوماندان: محمود خان اڅکزی د زرداري پر وړاندې

۱۴۰۲ اسفند ۱۳, یکشنبه

د سُني اتحاد کونسل د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي چې یو پښتون ملتپاله سیاستوال دی د نوماندۍ اسناد سترې محکمې ته سپارلي دي.

https://p.dw.com/p/4d6zh
Pakistan Mahmood Khan Achakzai
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزیانځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د دولتي خپرندویه ادارې «ریډیو پاکستان» د یوه رپوټ په حواله د سُني اتحاد کونسل د دغه هیواد د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي چې یو پښتون ملتپاله سیاستوال دی د نوماندۍ اسناد سترې محکمې ته سپارلي دي.

سني اتحاد کونسل د پاکستان په وروستیو ټاکنو کې د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پورې تړاو درلودونکو بریالي شوو آزادو نوماندانو څخه تشکیل شوی دی.

Asif Ali Zardari
د پاکستان پيپلز ګوند مشر او د دغه هیواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداريانځور: Getty Images

بل لور ته د پاکستان مسلم لیګ «ن» او پاکستان پيپلز ګوندونو تر منځ له سیاسي اتحاد وروسته د ولسمشر د ټاکلو په برخه کې د «ن» لیګ له خوا د پيپلز ګوند د مشر او د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د ملاتړ پریکړه شوې ده. له دې مخکې دواړه ګوندونه د فبرورۍ په اتمه له ټاکنو وروسته په ایتلافي حکومت سلا شوي وو.

 د «ریډیو پاکستان» په حواله د زرداري د نوماندۍ اسناد یا فورمې هم په پلازمېنه اسلام آباد کې سترې محکمې ته سپارل شوي دي. په پاکستان کې د ولسمشر انتخاب د مارچ په ۹ نیټه کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل