1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

پاکستان: يوه پلار د يوې ويډيو پرسر خپله لور وژلې ده

۱۴۰۲ آذر ۷, سه‌شنبه

د پاکستان پوليسو يو سړی د خپلې اتلس کلنې لور د قتل په تور نيولی دی. ويل شوي چې په ټولنیزو رسنيو کې د دغي نجلۍ داسې ويډيو نشر شوې وه چې هغه پکې د يو شمير هلکانو سره د نڅا په حال کې ليدل کيږي.

https://p.dw.com/p/4ZVwf
آرشيف انځور: د پاکستان پوليسو يو کس د خپلې لور د قتل په تور نيولی دی
آرشيف انځور: د پاکستان پوليسو يو کس د خپلې لور د قتل په تور نيولی دیانځور: Rana S. Hussain/Pacific Press/IMAGO

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهستان سيمې د پوليسو مشر مختار احمد د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د نوامبر ۲۷) د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې ياده نجلۍ چې ښايي ۱۶ يا ۱۷ کلنه وي، په خپل کور کې په ډزو وژل شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې يوه بله پېغله چې هغه هم په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ويډيو کې ليدل کيږي، پوليسو ژغورلې ده.

د پوليسو دغه افسر ويلي دي چې د نجلۍ د وژلو حکم د سيمه ایزې جرګې له لوري ورکړل شوی وو. د قومي مشرانو دغه ډول جرګې له پيړيو راهېسې دود دي.

مختار احمد وويل چې پوليسو د جرګې د ګډونوالو او همدا راز د سيمې د ملايانو د نیولو له پاره چاپې وهلي دي.

د خيبر پښتونخوا سرپرست لومړي وزير سيد ارشاد حسين شاه ويلي دي چې پوليسو ته یې د دې پېښې د عاملينو د نیولو حکم کړی دی.

په دې منځ کې ويل شوي دي چې دويمه نجلۍ بيرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوې ده.

د ايچ آر سي پي په حواله په پاکستان کې هر کال د زرو په شا او خوا کې ښځې د خپلو کورنيو له لوري وژل کيږی
د ايچ آر سي پي په حواله په پاکستان کې هر کال د زرو په شا او خوا کې ښځې د خپلو کورنيو له لوري وژل کيږیانځور: Rana S. Hussain/Pacific Press/Zuma/picture alliance

د پاکستان د کوهستان غرنۍ سیمه چې له چين سره سرحد ته څېرمه پرته ده، په ۲۰۱۱م کال کې هم د يوې ورته پېښې له کبله په نړيواله کچه د خبرونو سرليک شوه. هغه وخت هم څلور نجوني له دې کبله ووژل شوې چې په ټولنیزو رسنیو کې له هلکانو سره يوځای راڅرګندې شوې وې.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون «ايچ آر سی پي» په حواله په پاکستان کې هر کال د زرو په شا او خوا کې ښځې د کورنۍ د غړيو له خوا د «ناموس ژغورنې» په نوم وژل کیږي.

د ايمسنتي انترنيشنل په حواله په دې ډول پېښو کې د قانون د يوې لانجمنې فقرې يا مادې پر بنسټ قاتل ډېر وخت نه مجازات کیږي او د مقتول د کورنۍ له خوا د يوه جوړ جاړي له مخې بخښل کيږي.

د ايچ آر سي پي په حواله پاکستان په ۲۰۱۶م کال کې يو قانون تصويب کړی وو څو یې له مخې دغه فقره په جزوي توګه لغوه کړل شي خو دې کار هم ډېره ګټه نه ده کړې.

ب. ص/ ن. ز (DPA)