1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د پت په نوم د وژل شوو نجونو اصلی تورن عامل ونيول شو

۱۳۹۹ خرداد ۲, جمعه

پاکستاني پوليسو د پت په نوم د وژل شوو نجونو اصلي تورن کس ونيوه. دغه کس د دوو هغو نجونو د قتل د عامل په تور نيول شوی چې په يوه ويډيو کې له يوه ځوان هلک سره راڅرګندې شوې وې.

https://p.dw.com/p/3cbGl
Pakistan Massenflucht aus Nord-Waziristan vor Offensive gegen Islamisten
انځور: Reuters

له اسلام آباد څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د محمد اسلم په نوم د نيول شوي کس په اړه ويل شوي چې د دوو وژل شوو نجونو د ماما زوی دی. د وژل شوو نجونو عمرونه ۱۶ او ۱۸ کاله ښودل شوي دي.

د پولیسو يوه افسر، محمد ابراهيم، وويل چې تورن خپلې دغه دوه خپلوانې تیره اوونۍ د افغانستان پولې ته څيرمه په شمالي وزيرستان کې په ډزو وژلي دي.  

ابراهيم زیاته کړه چې تر دې وړاندې د دغې قضيې په تړاو لږ تر لږه څلور تنه نور تورن کسان هم د پولیسو له خوا نيول شوي دي چې په ډله کې يې د يوې وژل شوې نجلۍ پلار او د بلې ورور هم شامل دي. د افسر ابراهيم په وينا دغو کسانو په قتلونو کې پر خپل لاس لرلو اعتراف کړی دی.

په دې اړه نور:

شمالي وزیرستان: د پت په نوم وژنې قضیه کې څلور کسان نیول شوي

باور پر دې دی چې په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو د دغو قتلونو لامل واقع شوې ده. په دغه لنډه ويډيو کې چې له کوره بهر اخيستل شوې، يو ځوان هلک له درو نجونو څخه د مچي کولو په حال کې ښودل کيږي. دغه پيښه په داسې يوه ځای کې شوې چې يو وخت د طالبانو او القاعده ډلې تر ټولو پياوړې سيمه وه.

د پوليسو يوه بل افسر محمد نواز وويل چې دريمه نجلۍ ژغورل شوې او هغه تر اوسه ژوندۍ ده.

د ځايي پوليسو مشر صفي الله ګنډاپور وويل چې د قتلونو اصلي تورن عامل د چهارشنبې په ورځ هغه مهال چې غوښتل يې ګاونډي هيواد افغانستان ته واړوي، ونيول شو.

د بشري ډلو په حواله، په پاکستان کې هر کال شاوخوا زر ښځې د پت په نوم او يا هم د ناموسي قتلونو په قضيو کې وژل کيږي.

پاکستاني چارواکو او مدني فعالانو د روانې اوونۍ په سر کې ويلي وو چې د کرونا د مخنيوي په موخه د لګول شوو ټولنيزو محدوديتونو پر وخت، په دغه هيواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالو کچه لوړه شوې ده.