1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ فرانسیس د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو غوښتنه وکړه

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ مهر ۲۰, پنجشنبه

د عیسويانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس پر خپل رسمي پخوانۍ ټویټر او یا اکس لیکلي چې: « زه ټولو نیکو خلکو ته بلنه ورکوم څو په افغانستان کې له زلزلې څخه زیانمن شویو کسانو سره مرسته وکړي.»

https://p.dw.com/p/4XQuV
د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس
د عیسویانو مشر پاپ فرانسیسانځور: The Vatican Media/AFP

پاپ همدا راز کاږي چې د ورورګلوۍ په روحیه د خلکو د کړاوونو په کمولو او اروپايي اتحاديې د ۳،۵ ميليونو يورو په مقدار دبېړنيو مرستو د لېږلو ژمنه وکړه. دغه خبره په یوه بيان کې راغلې ده چې له مخې يې له هغو بشري سازمانونو سره د مرستو کچه ۲،۵ ميليونه يورو زياته شوې چې د افغانستان په لويديځ کې په ځپل شوې سيمه کې د ژغورنې پر عملياتو بوخت دي

ويل شوي چې سربېره پر دې په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې فعالو بشري سازمانونو سره ټول ټال ۸۹ ميليونه يورو هم په نظر کې نيول شوې دي. په اوس وخت کې د سرپناه، طبي موادو او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې ډېرې دي ځکه چې دغه سيمه وچکالۍ هم ځپلې ده.

د ابو ظبۍ د زايد بن سلطان النهيان بشري او خيريه بنسټ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت سره په همکارۍ د خوراکي او طبي توکو تر څنګ نور امکانات هم برابر کړي دي.

پاکستان، ايران او چين د خوراکي موادو، کمپلو، طبي شيانو، خېمو او پيسو د لېږلو ژمنه کړې ده. د پاکستان لومړي وزير، انوار الحق کاکړ ويلي چې کابل په تېره د طبي کارکوونکو، ګرځنده روغتونونو، خېمو او کمپلو غوښتنه کړې چې دغه مواد د نورو مرستو ترڅنګ اوس په لاره دي

د بیړنیو پیښو سره د طالبانو د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق د دویچه ویلې سره په مرکه کې ویلې چې تر اوسه ددغو زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره یو شمیر هیوادنو لکه جاپان، چین، ایران او اروپایې ټولني ټټر وهلی دی.

که څه هم د طالبانو لخوا دغو ځایې زیانمن شوې خلکو ته مرستې رسیدلې خو د خلکو تمه او هیله بیا له ولسې مرستو ده چې اوسمهال د هیواد د ننه او بهر د مرستو د راټولولو کمپاین روان دی.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai