1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان لویدیځ کې یو ځل بیا زوروره زلزله شوې

۱۴۰۲ مهر ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان لویدیځ کې یو ځل بیا د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زوروره زلزله وشوه. دغې سیمه کې همدا تیره اونۍ زلزلې له ۲۰۰۰ ډیر کسان ووژل.

https://p.dw.com/p/4XNwA
Afghanistan Erdbeben in Herat Provinz
هرې کورنۍ څو غړي له لاسه ورکړيانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د افغانستان لودیځ چاهک سیمه کې نن سهار چهارشنبې د اوکتوبر پر یوولسمې بیا زوروره زلزله  شوې.دغلته تیره اونۍ یویې بلې زلزلې له ۲۰۰۰ ډیر کسان ووژل او ډیر کلي یې ويجاړ کړل.

د امریکا د ځمکې پیژندنې سازمان د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې وروستۍ زلزله د  هرات ولایت  له مرکز څخه ۲۸ کیلومتره ليرې د ۱۰ کیلو متره په ژوروالي شوې.

د طالبانو د معلوماتو وزارت ویاند عبدالواحد ریان ویلي په دغې زلزله کې شاوخوا ۸۰ کسان ټپیان شوي دي او د هرات تورغونډۍ لویه لاره یې هم تړلې ده.

نوموړي ویلي دغې زلزلې د هرات په چهاک کلي کې ۷۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

په وينا يې په چاهک کلي کې خلکو ته مرګ ژوبله ځکه نه ده اوښتې چې د تیرې زلزلې له امله یې خپل کورونه پریښي او په خیمو کې اوسیدل.

د تیرې شنبې ورځ څو زلزلې چې د ریشتر په کچه ۶،۳ درجې وې د هرات ولایت د مرکز په ۴۰ کیلومترۍ کې وشوه.

د طالبانو د معلوماتو له مخې په دغه  زلزله  کې له ۲۰۰۰ ډیر کسان وژل شوي او په زرګونه ټپیان شوي دي خو کره شمیرې لا هم نشته.

دغلته خلک لا هم له خاورو د خلکو په رایستلو او د جنازو په خښوولو بوخت دي.

خلک وایي د نایب رفیع په نوم کلي کې چې ۲،۵۰۰ اوسیدونکي درلودل پرته له هغو نارینو چې د کار لپاره بهر تللي و ټول وژل شوي.

په زلزله ځپلو سیمو کې ډیر مړي په ډلیزو قبرونو کې خښ شول.

Afghanistan Herat | Schäden nach Erdbeben
په زلزله ځپلو سیمو کې ډیر مړي په ډلیزو قبرونو کې خښ شول.انځور: ALI KHARA/REUTERS

د هرات ولایت اوسیدونکی میر آغا چې له سلګونو رضا کارانو یو دی چې له خاورو د خلکو په رایستلو کې مرسته کوي نوموړی وایي : « دا ډیره سخته ده چې د یوې کورنۍ غړی له خاورو پیدا کړې او څو دقیقې وروسته یې بیرته په یوه قبر کې تر خاورو لاندې کړې.»

طالبان وایي په ۲۰ کلیو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه له منځه تللي.

په زلزله ځپلې سیمه کې یوازې یودولتي روغتون فعال دی.

د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو ویاند مرستیال فرهان حق وویل د هرات زنده جان ولسوالۍ تر ټولو ډیره اغیزمنه شوې له ۱۳۰۰ډیر خلک وژل شوي او نیږدې ۵۰۰ کسان لا هم لادرکه دي.

نوموړي وویل د ملګرو ملتونو سازمان د سټلایټ انځورونه ښیې چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې هم د ویجاړۍ کچه لوړه ده.

نوموړي زیاته کړه « په بشري برخه کې زموږ همکاران خبرداری ور کوي چې له دغې زلزلې وروسته اغیزمن شوي ماشومان له سخت رواني حالت سره مخ دي »