1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په يوه قضيه کې د عمران خان حبس په تعلیق بدل کړل شو

۱۴۰۳ فروردین ۱۴, سه‌شنبه

د پاکستان ېوې محکمې د پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه د مېرمنې د مالي فساد جرم ۱۴ کلنه سزا په تعلیق حالت کې اچولې ده. محکمې له بنده د هغوی د آزادېدو امر کړی، خو د نورو قضيو په تړاو به لا هم په بند کې پاته وي.

https://p.dw.com/p/4eM6d
Pakistan | Protest der Unterstützer von Imran Khan
انځور: Fareed Khan/AP/picture alliance

د عمران خان په رهبرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند يو ویاند د دغه خبر په اعلانولو سره د دوشنبې په ورځ وويل چې په اسلام آباد کې عالی محکمې، د دولتي ډالیو د خرڅلاو په دلیل د فساد پر ضد د ېوې محکمې حکم ځنډولی دی. خو له دې سربېره، ښايي عمران خان لا هم په بند کې پاتې شي، ځکه چې د نورو تورنو له کبله هم په زندان کې دی.

 د هغه د ګوند ویاند وويل چې محکمې «مدافع وکيلانو یوازې محدود لاسرسۍ تضمین کړی او تصمیم په بېړه نيول شوی دی، پرتله له دې چې د دفاع امکان ورکړل شي تر څو [مدافع وکيلان] خپل ټول دلایل وړاندي کړي.»

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند ذولفقار بخاری وويل چې د اسلام آباد عالي محکمې د خان او د هغه د مېرمنې، بشرا بي بي مجازات د هغوی د مدافع وکيلانو تر یو اپيل وروسته وځنډول. محکمې په سند کې د دغې جوړې د آزادولو امر ورکړی، خو د پاکستان د قوانینو پر اساس، خان او میرمن به ېې آزاد نه شي. دلیل ېې دا دی چې د خان مېرمن په یوه بله قضیه کې بندۍ ده او خان هم پر ګڼو قضیو کې پر زندان محکوم شوی دی.

د عمران خان پلویانو تمه درلوده چې خان به په دغه قضيه کې برأت ترلاسه کړي. که چېرته د خان پر وړاندې ېوازې د مجازاتو احکام لغو شي او هغه په رسمي توګه برأت حاصل نه کړي، په دې صورت کې دغه سیاستوال نشي کولی بیا د رسمي مقامونو مسئولیت په لاس راوړلي.

د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند په پاکستان کې د ډېر محبوبیت څخه برخمن دی
د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند په پاکستان کې د ډېر محبوبیت څخه برخمن دیانځور: Fareed Khan/AP/picture alliance

پر عمران خان باندې تور دی چې د خپلې صدراعظمۍ پر وخت ېې دولتي ډالې ترلاسه کړي او د هغو ارزښت ېې له اصلي بیو ټيټ ښودلی او بیا يې په لوړو بیو پلورلي دي.

په پاکستان د ټولو ډاليو په هکله چې د صدراعظم له خوا تر لاسه کيږي، رسماً معلومات ورکړل شي. ډالې باید يوازې له يو مشخص ارزښت سره وساتل او یا باید په رسمي توګه پر یوې سلا شوې بېه واخیستل شي.

د پاکستان د کريکټ پر دغه پخواني ستوري، د پاکستان د فبرورۍ میاشتې انتخاباتو مخکې د «ستر خیانت، بډې او غیرشرعي واده» تورنه ولګول شول چې په نتیجه کې ېې د اوږدمهاله حبس پر سزا محکوم شو.

د سیاسي چارو شنونکو په آند، د دغو احکامو دلیل، د پوځ له ملاتړه د برخمن حکومت اندېښنه وه چې د پاکستان په وروستي انتخاباتو کې ېې د خان ګوند له مهم رول څخه درولوده.

عمران خان چې اوس هم د پاکستان نفوس په ډېره برخه کې خپل محبوبیت لري، په څه باندې ۲۰۰ قضیو کې دخيل پېژندل شوی دی. دغه تورونه پر هغه د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د پارلمان د عدم رایي په نتيجه کې تر ګوښه کېدو وروسته لګول شوي دي.

afpd/na/hm/mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل