1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان:د راولپنډۍ پر محبس د برید په شک درې افغانان نیول شوي

۱۴۰۲ اسفند ۱۷, پنجشنبه

د پاکستان پولیسو او له ترهګریرۍ سره د مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ د اډیاله پر مرکزي محبس د برید هڅه ناکامه کړې ده. دوی د پيښې په ارتباط د «درو افغانانو» د نیولو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4dGcY
Pakistan | Polizeieinsatz gegen die Taliban in Bannu
انځور: Karim Ullah/AFP/Getty Images

د «ډان» په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د راولپنډۍ پولیسو ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې پولیس او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې د اډیاله پر مرکزي محبس د برید هڅه ناکامه کړې ده او «درې ترهګر یې چې د افغانستان پورې اړه لري نیولي دي».

د اډیاله محبس په راولپنډۍ کې یو مزدحم زندان دی چېد پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم اوسمهال په دغه محبس کې بندي دی.

د دغه رپوټ په حواله د راولپنډۍ پولیسو ویلي دي چې له نیول شوو ترهګرو سره یې سپکې او درنې وسلې ضبط کړي دي. د پولیسو په خبره په نیول شوو وسلو کې درانه ماشیندارې او چاودیدونکي توکي شامل دي. سربیره پر دې لاسي بمونه، په لاس جوړ بمونه او د محبس نقشې هم له دوی سره نیول شوي دي.

د پولیسو یوه چارواکي سید خالد همداني ویلي دي چې د قانون پلي کوونکي ټول بنسټونه اوس په زندان کې دننه او بهر د پلټنې په عملیاتو اخته دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې له چاودیدونکو توکو، وسلو او لاسي بمونو سره په راولپنډۍ کې د درو افغانانو نیول کیدل «په ترهګرۍ کې د افغانستان د خطرناکې مداخلې پر زیاتیدو» دلالت کوي.

اڅکزي ویلي: سره له دې چې د سرحد په اوږدو کې د ترهګرۍ د کنترول له پاره له افغان طالبانو څخه د همکارۍ غوښتنه شوې ده، خو دغه غوښتنه د دوی له خوا له پامه غورځول شوې ده.

Pakistan l Ausschreitungen während der Verhaftung von Imran Khan
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم اوسمهال په اډیاله محبس کې بندي دیانځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

هغه لیکلي دي: «موږ باید د ترهګرۍ په اړه د امریکا متحده ایالاتو له اندیښنو سره همغږې شو، څو د طالبانو د هر ډول قانوني په رسمیت پيژندل کیدو مخه ونیسو.»

هغه ویلي دي د هویتي اسنادو په نه پام کې نیولو سره، باید د ټولو افغان مهاجرو بیرته ستنونه باید په نظر کې ونیول شي، څو طالبانو ته د یوه ستراتیژیک اقدام په توګه روښانه پيغام ورکړل شي.

اڅکزي همدارنګه لیکلي دي: «د طالبانو د کورنیو غړي باید بیرته د دوی هیواد ته واستول شي او ټول غیر قانوني مالونه یې باید ضبط شي.»

دغه پاکستاني چارواکي لیکلي دي چې له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې د طالبانو ټول سیمه ایز استخباراتي دفترونه باید هدف وګرځول شي، څو له ترهګرو سره یې اړیکې پرې شي.

دا د پاکستان د هغو ادعاو د لړۍ تر ټولو تازه مورد دی چې وایي افغانان د دغه هیواد په نا امنۍ کې لاس لري چې لادمخه د اسلام آباد او طالبانو ادارې د اړیکو د خړپړ کیدو سبب شوي دي.

تیر کال د پاکستان حکومت په دې استدلال چې افغانان د پاکستان په چاودنو کې لاس لري، د ۱،۷ میلیونه بې اسناده افغان مهاجرو د اخراجولو اعلان کړی وو.

د طالبانو د ادارې اصلي ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان چارواکو د دې ادعا په اړه د دویچه ویله د پوښتنې په اړه څه ونه ویل، خو په تیرو وختونو کې د طالبانو ادارې د پاکستان دغه شان ادعاوې رد کړي دي.

د پاکستان حکومت په وار وار د طالبانو له ادارې څخه غوښتي دي چې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې دې اقدام وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې دغه یاغیان په پاکستان کې دننه د بریدونو له پاره د افغانستان له خاورې څخه استفاده وکړي.

خو د طالبانو ادارې د دغو غوښتنو په ځواب کې تل ویلي دي چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د کوم بل هیواد په مقابل کې استفاده وشي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

پاکستان کې د نوي حکومت راتلل او افغانستان سره اړيکو ېې اغیزې

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل