1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

«هرات کې پر یو مسجد حمله کې شپږ کسان وژل شوي»

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

طالبان وايي د افغانستان په هرات ولایت کې پر مسجد د یو ناپېژاندي وسلوال حمله کې شپږ کسان وژل شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې پېښه تېرماسخوتن شاوخوا ۹ بجې د هرات د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4fKsn
آرشیف - د افغانستان غربي ولایت هرات مرکز
آرشیف - د افغانستان غربي ولایت هرات مرکزانځور: DW/Hashimi

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتين قانع، پر ایکس یا پخواني ټويټر شبکې ليکلي چې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د ناپېژاندي وسلوال په دغه حمله کې «شپږ تنه ملکي هيوادوال شهیدان شوي او یو تن ملکي وګړی ټپي شوی.» هغه ويلي چې د پېښې نور جزئیات به وروسته خپاره شي.

باختر خبري آژانس چې د طالبانو له خوا اداره کیږي هم په دغه حمله کې د مرګ ژوبلې ورته ارقام خپاره کړي او وايي چې پېښه د هرات مرکز ته څېرمه سويل لوری ته شوې ده.

په افغانستان کې خصوصي تلويزیون طلوع بیا په خپل رپوټ کې ويلي چې کوم مسجد چې دغه حمله پرې شوې د شعيه ګانو اړوند دی. د حملې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې پر شعيه لږکۍ د پر له پسې حملو مسئولیت د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم وسلوالې ډلې منلی دی.

داعش اوس وخت افغانستان کې تر ټولو ستر امنيتي ګواښ بلل کیږي چې د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهیسې ېې تر ټولو خونړۍ بریدونه کړي دي.

(AFP)mks/bs

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل