1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

ايران او پاکستان د افغانستان مېشتو وسلوالو پرضد جبهه جوړوي؟

۱۴۰۳ اردیبهشت ۶, پنجشنبه

ايران او پاکستان هوډ څرګند کړی دی چې د افغانستان میشتو وسله والو پر ضد به د يوې «متحدې جبهې» له لارې هلې ځلې ډېرې کړي. دې هېوادونو ويلي دي چې د وسله والو شتون د سيمې او نړيوال امنيت ته ګواښ متوجې کوي.

https://p.dw.com/p/4fAIo
د ایران ولسمشر ابراهيم رئيسي د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف سره
د ایران ولسمشر ابراهيم رئيسي د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف سرهانځور: Uncredited/Prime Minister Office/AP/dpa/picture alliance

دې دوو ګاونډيو هېوادونو چې يوه اوږده خپل منځني پوله لري، اسلام آباد ته د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي، د درې ورځني سفر په ترڅ کې د يوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره دا ژمنه کړې ده.

د دې سفر موخه د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو بيرته رغول دي چې په جنورۍ مياشت کې د يو بل پر خاوره د بريدونو په ترسره کولو سره يو څه خرابې شوې وې. ويل شوي ول چې د دې بريد هدف هغه وسله وال ول چې پر امنيتي ځواکونو بريدونه ترسره کوي.

د ایران ولسمشر د خپل دې سفر په ترڅ کې د پاکستان له جمهور رئيس آصف علي زرداري، لومړي وزير شهباز شريف او نورو چارواکو سره وليدل چې د پوځ مشر جنرال عاصم منير، هم پکې شامل دی.

په شريکه اعلامیه کې څه راغلي؟

د ايراني اوپاکستاني چارواکو په دې ګډه اعلامیه کې ويل شوي دي چې دواړو اړخونو «د ترهګرۍ ضد او امنيتي همکارۍ ته د ودې ورکولو او د ترهګرۍ ضد يوې متحدې جبهې د جوړولو پر خپل چمتووالي يو ځل بيا ټینګار کړی دی.»

پاکستان په دې وروستيو مياشتو کې د وسله والو له خوا د تاوتريخوالي شاهد وو چې پړه یې په افغانستان کې پر ميشتو د پاکستان تحريک طالبان يا پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو اچول کيږي چې په ايران کې هم امنيتي ځواکونه په نښه کوي.

پاکستان په څو ځلي ويلي دي چې په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته پاکستاني طالبانو خپل بريدونه ډېر کړي دي. خوپه افغانستان کې د طالبانو حکومت ټينګار کوي چې دوی پاکستاني طالبانو او هیڅ بلې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره پر نورو هېوادونو د بريدونو په موخه وکاروي.

په مارچ میاشت کې د پاکستان هوايي ځواک په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو څو پټنځایو په نښه کړل. افغان طالبانو وويل چې په دې بريدونو کې اته ملکيان وژل شوي او په وینا یې ځواکونو يې پر پاکستاني پوځيانو ځوابي ډزې کړي دي.

تهران هم داعش (اسلامي دولت) ډلي د خراسان څانګه يوه افغانستان ميشته متحده ډله په ايران کې په تازه بريدونو تورنوي. دغه ډله د پاکستان په جنوب لوېديځ ايالت بلوچستان کې هم فعاله ده چې له ایران سره ګډه پوله لري.

پاکستان په دې وروستيو کې له ايرانه غوښتي ول چې د هغو پاکستاني وسله والو پر ضد دې جدي اقدام وکړي چې په ايران کې د پاکستان پولې ته څیرمه ميشت دي. دا وسله وال تل په بلوچستان ايالت کې امنيتي ځواکونه په نخښه کوي.

د تجارتي همکارۍ د پراخولو ژمنه

پاکستان او ايران پر دې هم توافق کړی دی چې د دوی شريکه پوله بايد د «سولې او ملګرتيا پوله» وي او د سياسي، پوځي او امنيتي چارواکو ترمنځ یې د منظمې همکارۍ پر امنيت ټينګار وکړ، څو د نورو ګواښونو لکه مخدره موادو او انساني قاچاق، يرغمل نيونې او پېسو د سپينولو په څېر خطرونه پر ضد هم مبارزه وشي.

دواړو هيوادونو د تجارتي او اقتصادي همکارۍ پر پراخولو هم توافق وکړ او د نويو سرحدي بازارونو، نويو سرحدي پاټکونو او آزادو اقتصادي تجارتي ساحو د رامنځته کولو ژمنه یې وکړه.

دواړو هيوادونو همدا راز داسرائيل احتمالي بريد هم غندلی چې د اپريل پر لومړۍ نیټه یې په ترڅ کې په سوريه کې د ايران د قونسلګرۍ ودانۍ په نښه شوې وه. په دې بريد کې دوه کسان وژل شوي ول. ایران د دې په ځواب کې پر اسرائيل د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو بريد وکړ.

د چارواکو په حواله ايران او پاکستان پر دې هم سره خبرې وکړې چې څرنګه د ګازو د نل ليکې خپل منځني پروژه پر مخ يوسي چې په اصل کې د امريکا د بندیزونو له وېرې په ټپه ولاړه ده.

دا پروژه چې امريکا یې پر ايران د دغه هيواد د اتومي پروګرام له کبله د لګول شويو بندیزونو له امله سرغړونه بولي، په ۲۰۱۳م کال کې پيل شوې څو پاکستان ته چې د انرژۍ له سخت کمښت سره مخامخ دی، له ایران څخه طبيعي ګاز انتقال شي.

ب. ص/ ن. ز (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب