1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د محمود خان اڅکزي پر کور چاپه؛ مسئول یې څوک دی؟

۱۴۰۲ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

ولسمشرۍ ته کانديد په توګه د محمود خان اڅکزي د نوم تر راڅرګنديدو وروسته د نوموړي پر کور د چاپې او همدا راز په پارلمان کې د عمر ايوب د وينا د نه خپرلو خبرونه د پاکستان په سياسي کړيو کې د بحث موضوع ګرځېدلې ده.

https://p.dw.com/p/4dAjS
د محمود خان اڅکزي پر کور يکشنبه د شپې چاپه وهل شوې وه
د محمود خان اڅکزي پر کور يکشنبه د شپې چاپه وهل شوې وهانځور: Banaras KHAN/AFP

سياسي مبصرين په دې آند دي چې په کويټه کې د محمود خان اڅکزي، پر کور باندې چاپه او په پارلمان کې د عمر ايوب، چې د عمران خان د تحريک انصاف ګوند د صدراعظمۍ کانديد وو، د وينا له نه خپرولو څخه داسې څرګنديږي چې دشهباز شريف حکومت ته هم د مخالفينو د ځپلو بشپړه آزادي ورکړل شوې ده.

سياستوال وايي چې دا ډول کړنې د منلو نه دي او شنونکي هم وايي چې دا به د سياستوالو او حکومت ترمنځ واټن نور هم ډېر کړي او د هېواد سياسي وضعيت به نور هم طوفاني شي.

د محمود خان اڅکزي پر کور د چاپې په اړه دريځ

د پاکستان تحريک انصاف او د اپوزيسيون د نورو ګوندونو له لوري ولسمشرۍ څوکۍ ته د کانديد سياستوال او پښتونخوا ملي عوامی ګوند د مشر محمود خان اڅکزي، پر کور يکشنبه د شپې چاپه وهل شوې وه.

چارواکي وایي چې محمود خان اڅکزي، دولتي ځمکه غصب کړې وه. په دې اړه د خبرو اترو په ترڅ کې د بلوچستان حکومت پخواني وياند جان محمد اڅکزي، دا انګیرنه بيخي ناسمه وبلله چې ګني له محمود خان اڅکزي څخه کوم غچ اخيستل کيږي او يا دا چې په هېواد کې د بيان پر آزادۍ بندیز دی.  

جان محمد اڅکزي، دويچه ويله ته وويل: «د غصب شویو ځمکو د راګرځولو عمليات له څو اوونيو راهېسې روان دي. محمود خان هم تقريباً ۱۵ زره مربع متره ځمکه غصب کړې ده چې د راګرځولو له پاره یې سيمه ایزې ادارې عملیات شروع کړل.»

وينا ته غبرګون

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا خبره ردوي او د دې ګوند د مشر پر کور چاپې ته د غچ اخيستنې د عمل په سترګه ګوري.

د پښتونخوا ملي غوامي ګوند يوه مشر عبدالرحيم زيارتوال، په دې اړه دويچه ويله ته وويل: «محمود خان اڅکزي د جمعې د ورځې د وينا په ترڅ کې د فيبرورۍ د ۸مې نيټې په ټاکنو کې د درغلي کوونکو له مخونو پرده پورته کړې وه. دا چاپه په اصل کې هغه وينا ته غبرګون وو او د ځواکمنو دولتي عناصر کار دی.»

د عبدالرحيم زيارتوال، په حواله چاپه يوازې پر کور نه ده وهل شوې «بلکې د ګوند د يوه مشر د خرڅلاو تالار [شوروم] هم تړل شوی دی او د ګوند يو ښوونځی هم محاصره شوی وو.»

د مخالفينو د ځپلو آزادي

ځيني بې پرې څارونکي وایي چې د عمر ايوب، د وينا نه خپرولو او د محمود خان اڅکزي پر کور چاپه، دواړو کې د دولتي ادارو لاس دی.

د کراچې سره تړاو لرونکی يو شنونکی ډاکتر توصيف احمد خان، وايي چې د شهباز شريف د حکومت په دوره کې استخباراتي ادارو ته د بشپړې آزادۍ نخښې ليدل کیږي.

نوموړي دويچه ويله ته وويل: «پاکستان تحريک انصاف او محمود خان اڅکزی دواړه د جي ايچ کيو [په راولپنډۍ کې د پوځ د مرکز] خلاف دي نو عمليات به بيا د بل چا په اشاره شوي وي؟»

د ډاکتر توصيف احمد خان، په حواله دا پېښې څرګندوي چې له بشري حقونو څخه به سرغړونې ډېرې شي او د دې له وجې به تر ټولو زيات د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند او شهباز شريف، نوم بد شي.»

د پېښور پوهنتون څخه سياسي شنونکی ريحان اشرف، وایي چې په دې کې هیڅ شک نشته چې د ترهګرۍ ضد چې کومې له توپيري چلنده ډکې لارې چارې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې غوره شوې وې، هغه اوس اسلام آباد ته هم د رسېدو په حال کې دي.

پاکستان کې د نوي حکومت راتلل او افغانستان سره اړيکو ېې اغیزې

ريحان اشرف، دويچه ويله ته وويل: «د عمر ايوب د وينا د نشر مخه هماغه قدرتونه نيولی شي چې ځواکمن دي او دا خبره هم واضح ده چې محمود خان اڅکزی چا هدف ګرځولی. اڅکزي په خپله وينا کې په ښکاره د پوځ جنرالان په رشوت اخيستو او ټاکنو کې په درغليو تورن کړي ول.»

وضعيت کومې خوا ته روان دی؟

دې سياسي وضعيت ته په کتلو سره يو شمير مبصرين ډېر مايوس دي. خو له لاهور سره تړاو لرونکی شنونکی سهيل وړايچ وايي: «دا يوه مثبته خبره ده چې کوم شور، ګډوډي، احتجاج او غوسه په سړکونو وه هغه هر څه اوس پارلمان ته رسېدلي.»

نوموړي دويچه ويله ته وويل: «اوس به يو څو ورځې احساساتي ويناوې وي خو لږ وروسته به هر څه ساړه شي. اسټيبلشمنت او سياستوال به هم همدا غواړي چې چاپيريال سوړ شي او د دې له پاره هلې ځلې هم کوي.»

د پاکستان پيپلز ګوند دريځ

د پاکستان د خلکو د ګوند درځ دا دی چې د هيڅ داسې ګام ملاتړ نه کوي چې موخه یې د بيان د آزادۍ مخه نيول وي.

د دغه ګوند د ملي پارلمان غړې نفيسه شاه، په دې اړه وويل: «د پارلمان مرستيال مشر د وينا د نه نشرولو معامله راپورته کړه او دا مسئله اوس حل ده.»

د نوموړې په حواله له بده مرغه دا لړۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند د حکومت په دوره کې پېل شوې وه: «هغه وخت د پاکستان ملي تلویزيون ته لارښوونه شوې وه چې د اپوزيسیون هلو ځلو ته پوښښ ور نه کړي. خو د پارلمان اوسني مرستيال مشر د اطلاعاتو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې اپوزيسیون ته باید مناسب پوښښ ورکړل شي.»

د اڅکزي پر کور د چاپې په اړه نفيسه شاه وويل چې د ګوند مشر بلال بوټو زرداري، لا دمخه دا کار غندلی دی: «د سياسي مشرانو پر کور هر ډول چاپه په هیڅ صورت د منلو نه ده.»

ب. ص/ ن. ز (عبدالستار، اسلام آباد)