1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «تروريستي ډلو» په نوملړ کې د سپاه پاسدران د شاملولو غوښتنه

۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

د اروپا د پارلمان مشره په شټراسبورګ کې د ایراني لاریون کوونکو په منځ کې راڅرګنده شوه او ویې ویل، چې اروپا تاسې یوازې نه پریږدي. لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې سپاه پاسداران د « تروریستي سازمانونو» په لیست کې شامل کړي.

https://p.dw.com/p/4MIMe
Frankreich Straßburg | Protest und Solidarität mit den Anti-Regierungsprotesten im Iran
انځور: Jean-Francois Badias/AP Photo/picture alliance

زرګونه ایرانیان چې د اروپا مختلفو ښارونو او هېوادونو کې ژوند کوي، یوه ورځ وړاندې د فرانسې شټراسبورګ ښار ته رسېدلي وو او د دوشنبې په مازدیګر ( ۲۰۲۲ د جنورۍ ۱۶) په دې ښار کې د اروپا پارلمان مخې ته راټول شول.

له هېواده بهر د اپوزیسيون جریانونو، د ایران مخالفو سیاستوالو او اوکرایني الوتکې د وژلو شویو کسانو کورنیو انجمن په دې لویه ر اټوليدنه کې برخه اخیستې وه او له دې غوښتنې ملاتړ یې وکړ چې د سپاه پاسداران ځواک دې د  " تروریستي سازمانونو" په نوملړ کې شامل کړل شي.

اړوند مطلب: په ایران کې د نیونو په هکله د امریکا او بریتانيا اندېښنه

په دې لاریون کې د ایران دولت او د ایران رهبر علي خامنه یي پر خلاف شعارونه ورکول کیدل او د ایران د خلکو له مبارزې د ملاتړ له پاره یې د " ښځې، ژوند او ازادۍ" شعارونو په ورکولو سره شعرونه او سرودونه غږول.

عیني شاهدان وایي، د ایرانیانو د دې مظاهرې له امله، د شټراسبورګ ښار سخته ترافیکي ګڼې ګونه رامنځته شوې وه او پولیسو د دغسې یوې لویې غوندې جوړیدل نه وو پیشبیني کړي. 

تېره ورځ د جنورۍ ۱۶ د اروپایي ټولنې پارلمان د ایران په تړاو ځانګړي غونډه راغوښتې وه، تر څو د سپاه پاسدرانو د تروریستي  اعلانولو په پلان خبرې وکړي. د مظاهره کوونکو غوښتنه دا وه، چې د اروپا پارلمان دې سپاه پاسداران د اروپایي ټولنې په تور لېست کې شامل کړي.

اړوند مطلب: د تهران رژیم پر دويم مظاهره کونکي د اعدام حکم عملي کړ

د اروپایي پارلمان رئیسه د ایرانیانو په راټولیدنه کې را څرګنده شوه او د سپاه پاسداران تروریستي اعلانولو په تړاو یې وویل: «ایراني مقامات به بریالي نه شي چې خلک تر ابده په ځنځیرونه کې وساتي او باید د دغو کړنو حساب ورکړي.»

میرمن روبرتا متسولا مظاهره کوونکو ته زیاته کړه: «تاسې د تاریخ په سم اړخ کې ولاړ یاست، تاریخ جوړوئ او موږ به تاسې یوازې پرېنږدو.»

د فرانسې سټراسبورګ ښار کې د ایران د حکومت پر ضد لاریون
د فرانسې سټراسبورګ ښار کې د ایران د حکومت پر ضد لاریونانځور: Cédric Joubert/MAXPPP/picture alliance

مشهور ایراني فوتبالر علي کریمي راټولو شویو کسانو ته په خپل پیغام کې له هغوی مننه کړه او ویې ويل، چې دی په شټراسبورګ کې د ایرانیانو ترمنځ دی.

د بيلجيم د پارلمان استازې دریا صفایي وویل، د سپاه پاسدران د تروريستانو په توګه اعلانول به د نړۍ له امن کولو سره مرسته وکړي.

اړوند مطلب:د سپاه پاسداران د خبرداري سربیره په ایران کې اعتراضونه دوام لري

 د آلمان د هامبورګ ایالت د پارلمان غړي دانيال ايلخاني پور د سپاه پاسداران د ترهګرو په توګه د نومولو په اړه وویل: »د ځنډولو او شاته اچولو وخت پای ته رسېدلی. اروپا باید پریکړه وکړي، چې د ايران د اسلامي جمهوريت د حکومت ترڅنګ ولاړ دی او د خلکو ترڅنګ.» هغه زیاته کړه:« په دې موضوع کې نوره بې طرفي شتون نه لري.»

ف ظ/ ب ص/ دویچه ویله