1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې یو بل احتجاج کوونکی هم اعدام شوی

۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه

د ایران د دولتي رسنیو د رپوټونو له مخې یو بل اعتراض کوونکی هم اعدام شوی دی. پر مجید رضا رهنور باندې تور لګیدلی وو چې ګویا د لاریونونو په ترڅ کې یې د ایران د امنیتي ځواکونو دوه غړي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4Kool
مجید رضا رهنورد د نوومبر په ۲۹ مه نیټه په اعدام محکوم شو
انځور: isna

د ایران د دولتي رسنیو د رپوټونو له مخې یو بل اعتراض کوونکی هم اعدام شوی دی. پر مجید رضا رهنور باندې تور لګیدلی وو چې ګویا د لاریونونو په ترڅ کې یې د ایران د امنیتي ځواکونو دوه غړي وژلي دي. هغه تر نیول کیدو څلور اوونۍ وروسته اعدام شو.

په تهران کې د مشرتابه پر ضد د مظاهرو په لړ کې چې له شاوخوا دريو میاشتو راهیسې رواني دي، دا په ایران کې د اعدام دویمه پېښه ده چې عملي کیږي. د میسان انلاین د قضايي ادارې د ویب پاڼې په حواله، مجید رضا رهنورد د نوومبر په ۲۹ مه د دوه امنیتي افسرانو د وژلو او د څلورو نورو د ټپي کولو په تور په اعدام محکوم شو.

ایران | د ناتايد شوي معلوماتو له مخې مجید رضا رهنورد په ۲۳ کلنۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ
انځور: UGC

د ناتایید شویو معلوماتو له مخې، مجید ریس رهانوارد په ۲۳ کلنۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ

ویل شوي دي چې رهنورد، په مشهد کې په عام محضر کې اعدام شوی دی. اړونده محکمې هغه هم د «خدای پر وړاندې محاربه» باندې تورن کړی و. د راپورونو له مخې نوموړی د نومبر په ۱۷مه هغه مهال ونیول شو چې له هېواده د وتلو هڅه یې کوله. ويل کيږي،چې مجيد رهنورد په تاو تريخوالي او جبر سره اعتراف کولو ته اړوستل شوی وو.

تېره پنجشنبه ایراني چارواکو د لاریونونو په تړاو لومړی کس اعدام کړ. ۲۳ کلن محسن شکري په تهران کې د یو سړک د بندیدو پر مهال د بسیج ملېشې د یوه غړي په ټپي کولو تورن و. د هغه اعدام په نړیواله کچه غندل شوی وو.

بخښني نړیوال سازمان: تر ۲۰ زیات اعدامونه پلان شوي دي

د بخښنې نړیوال سازمان د هغو کسانو چې په احتجاجونو کې یې ګډون کړی، تش په نامه یا د »ساختګي محاکمو« څخه یادونه کوي، څو هغوی وډارول شي. د بشري حقونو سازمان وايي، د تهران رژیم غواړي تر ۲۰ ډېر کسان اعدام کړي.

دغه لاريونونه د ۲۲ کلنې جينا مهسا اميني د وژل کېدو له امله رامنځ ته شوي. دغه کردۍ ځوانه نجلۍ د سپتمبر په نیمایي کې د پولیسو په توقیف کې مړه شوه. د ایران اخلاقي پولیسو هغه ځکه نیولې وه چې ګویا سم حجاب یې نه وو کړی.

دغه لاریونونه چې په چټکۍ سره یې لمن پراخه شوه د ایران د مشرتابه له پاره په یوه لویه ننګونه واوښتله. تر اوسه په دغو احتجاجونو کې په سلونو کسان وژل شوي دي. ایران لویدیځ او په ځانګړې توګه پر امریکا د دغو ناکراریو پړه ور اچوي.