1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس هر ډول موقتي اوربند رد کړی

۱۴۰۲ دی ۵, سه‌شنبه

وسله والې ډلې حماس ټینګار کړی دی چې له اسرائيل سره به د جګړې په بشپړه توګه تر ختميدو پورې مذاکرات ونه کړي. دواړو غاړو د شخړې د ختمولو د مصر پلان ته سوړ غبرګون ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/4aakp
غزه تراډه کې د اسرائيل تر بريد وروسته ويجاړۍ
غزه تراډه کې د اسرائيل تر بريد وروسته ويجاړۍانځور: Menahem Kahana/AFP

د اسرائيل د دفاع وزير ياو ګالنت، د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هېواد یې په غزې تراډه کې له حماس افراطي ډلې سره د مخ پر پراخيدونکې جګړې په ترڅ کې د ځينو سيمه ایزو ګاونډيانو تیري ته ځواب ویلی دی.

نوموړي په پارلمان کې د خبرو پر وخت وويل: «موږ په يوه څو جبهه يي جګړه کې ښکيل يوو او له اوو [تياترونو] اړخونو څخه تر بريد لاندې يوو؛ له غزې، لبنان، سوریې، يهودا او سماريه [لویدیځه غاړه]، عراق، يمن او ايران څخه. موږ غبرګون ښوولی دی او په دې شپږو ځايونو کې مو اقدامات کړي دي.»

د اسرائيل پوځ ويلي دي چې د لبنان او سوریې څخه د بريدونو په مقابل کې یې چې د حماس او اسرائيل ترمنځ د جګړې وروسته ترسره شوي، غبرګون ښوولی دی. دا جګړه د اکتوبر پر ۷مه نيټه د حماس ډلې له خوا په اسرائيل کې د خونړيو بريدونو وروسته پېل شوه چې تر ۱۱۰۰ ډېر اسرائيليان پکې ووژل شول.

ايران اسرائيل ګواښلی دی

ایران تر هغه وروسته له اسرائيل څخه د غچ اخيستو ګواښ کړی دی چې په سوریه کې د اسرائيل په يوه احتمالي بريد کې يو ایرانی جنرال وژل شوی دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ويلي دي چې جنرال سيد رضي موسوي، چې د دوشنبې په ورځ د سوریې پلازمينې دمشق ته په څیرمه پرته سيمه کې وژل شوی دی، د لبنان حزب الله مليشو ته یې د وسلو په انتقال کې لاس درلود.

د اسرائيل جټ الوتکه
د اسرائيل جټ الوتکهانځور: Abir Sultan/dpa/picture alliance

حزب الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، د حماس ترهګرې ډلې په ملاتړ یې د اسرائيل په شمال کې بريدونه ترسره کړي ول.

د ايران د دفاع وزارت وياند رضا طلايي نیک د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې «صيهونستان (اسرائيل) بايد د خپل جنايت پایلو ته چمتو اوسي... چې ډېرې دردونکي به وي.»

د اسرائيل پوځ د دوشنبې په ماښام وويل چې د هیڅ بهرنۍ رسنۍ پر رپوټونو به تبصره ونه کړي.

«د اسرائيل هوايي ځواک په غزه کې تر ۱۰۰ ډېر هدفونه ويشتلي»

د اسرائيل دفاعي ځواک (آې ډي اف) د سې شنبې په ورځ ويلي دي چې په غزه تراړه کې د اسرائيل جت الوتکو د شپې له خوا تر سلو ډېر هدفونه په نخښه کړي دي.

د اسرائيل دفاعي ځواک چې د حماس ډلې د له منځه وړولو هڅه کوي، ويلي دي چې په دې هدفونو کې تونلونه او پوځي زيربناوې شاملې وې چې د حماس ډلې له خوا کارول کيږي.

په غزه کې د حماس د روغتيا وزارت ويلي دي چې په دې بريدونو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي.

داسرائيل پوځ په دې وروستيو کې د حماس پر وړاندې خپل تهاجمي عملیات نور هم پراخ کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې لومړي وزير بنيامن نتنياهو «په راتلونکو ورځو کې د جګړې د شديدولو» تازه هوډ څرګند کړی دی.

د مصر د سولې څو پړاو لرونکی پلان څه دی؟

د څو رسنيو رپوټونو او ديپلوماتانو ويلي دي چې په غزې تراډه کې د جګړې د ختمولو له پارهد مصر پلان به څو پړاونه ولري.

رپوټ وايي چې لومړی پړاو به د ۱۴ ورځو اوربند وي چې په ترڅ کې به یې په غزه کې ۴۰ يرغمل شوي اسرائيليان د اسرائيل په زندان کې د پرتو ۱۲۰ فلسطينيانو په مقابل کې تبادله شي.

د رپوټ په حواله د دې په تعقيب به د مصر په منځګړيتوب ديالوګ چې بشپړ اوربند، د يرغمل نيول شويو او بندیانو تبادله به پکې شامله وي او بيا به بالاخره د فلسطينيانو له سيمې څخه د اسرائيل بشپړه انخلا رامنځته شي.

د مصر د يوه لوړ پوړي چارواکي او يوه اروپايي دیپلومات په حواله وړاندیز دا هم وايي چې د غزې تراډې او اشغال شوې لویديځې غاړې مدیريت بايد د تکنوکراتانو يا کارپوهانو يو فلسطيني حکومت په لاس کې واخلي.

اسرائيل تر دې دمه وايي چې د پوځي عملياتو تر ختمولو وروسته هم غواړي چې پر غزه پوځي کنترول ولري.

حماس ډله چې د اسرائيل، امريکا متحده ایالاتو، آلمان او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګري ډلې په توګه درجه بندي شوې، وايي چې د اوربند د يوه دايمي تړون پرته به مذاکرات پېل نه کړي.

خو تر اوسه اسرائيل او نه هم حماس دا وړاندیز په بشپړه توګه رد کړی دی.

حماس له اسرائيل سره «موقتي اوربند» رد کړی دی

حماس وسله والې ډلي له اسرائيل سره د موقتي اوربند وړاندیز رد کړی دی. يادې ډلې د دې پر ځای د دایمي اوربند غږ کړی دی.

حماس دا څرګندونې د مصر د سولې پلان په اړه تر رپوټونو وروسته کړې دي. په دې پلان کې پر نورو سربیره د ۱۴ ورځو اوربند خبره هم شوې ده.

حماس ويلي: «موږ ټينګار کوو چې تر څو يرغل په هر اړخیزه توګه پای ته نه وي رسېدلی، هیڅ مذاکرات به ترسره نه شي.»

حماس په خپله اعلاميه کې «د خپلو خلکو د قتل عام په بشپړه توګه او نه يوازې په موقتي توګه د ختمولو غږ کړی دی.»

په غزه کې د حماس د روغتيا وزارت ويلي دي چې د اسرائيل د پوځي عملياتو له پېل راهېسې تر اوسه تر ۲۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب