1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل او حماس جگړه: د اوربند له پاره غوښتنې

۱۴۰۲ آذر ۲۷, دوشنبه

په داسې حال کې چې د بیلابیلو هیوادونو مشرانو یو وار بیا په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید اوستین به په غزه کې د عملیاتو په اړه د بحث له پاره د اسرائیل له مشرانو سره وویني.

https://p.dw.com/p/4aIhh
Palästinensische Autonomiegebiete | Kamal-Adwan-Krankenhaus nach israelischen Angriffen auf Gaza
انځور: Mahmoud Sabbah/AA/picture alliance

د هغه پریکړه لیک په اړه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا رایه اخیستنه چي اوربند غواړي 

تمه کیږي چی د ملگرو ملتونو امنیت شورا به د نیویارک په وخت د دوشنبې په ورځ د یوه نوي پریکړه لیک په هکله رایه اخیستنه وکړي چې په غزه کې د «ټولو دښمنیو د ژرترژره او دوامداره بندیدو» غوښتنه کوي. د نوموړي پریکړه لیک مسوده د متحده عربي اماراتو له خوا وړاندي سوې ده.

یوه پخوانۍ رایه اخیستنه چې د جگړو د پای ته رسیدو په هکله وه، د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا ویټو سوه.

دغه رایه اخیستنه په داسې حال کی ترسره کیږي چی اسرائیل په غزه کی د پوځي عملیاتو د ادامې له امله په مخ پر زیاتدیونکی ډول له نړیوالو فشارونو سره مخامخ دی. په هغو فلسطیمی سیمو کی چی د حماس تر ادارې لاندي دي، روغتیا وزارت ویلي دي چي د جگړې له پیل راهیسي تر اوسه پوري څه د پاسه ۱۸ زره ۸۰۰  کسان وژل سوي دي.

دغه نښتې پس له هغه پیل سوې چی حماس ترهګري ډلې د اکتوبر مياشتي پر اوومه د اسرائیل په جنوب کي څو اړخیزه ترهگري برید وکړ چي په نتیجه کي یې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ يې نور له ځانه سره غزې ته وتښتول. د یرغمل سوو کسانو څو کسان بيا د یوه شپږورځني اوربند په ترڅ کي بیرته آزاد کړل سول. خو ډېر یې لا په غزه کي يرغمل پاته دي.

حماس د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولني، آلمان او څو نورو هیوادونو له خوا د یوې ترهگرې ډلې په توگه درجه بندي سوی دی.

د کړکیچ د راکمولو له پاره دفشارونو زیاتیدل او د اسرائیل له مشرانو سره د امریکا د دفاع وزیر لیدنه کتنه

په پام کي ده چي د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آستین به د دوشنبې په ورځ منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر په چوکاټ کي اسرائیل ته هم ولاړ سي.

هغه به همدارنگه د ملکي کسانو د تلفاتو د کمښت او تر جگړې وروسته د غزې له پاره د اسرائيل د برنامو له پاره د دغه هیواد د پلانونو په هکله  د اسرائيل له چارواکو سره خبري اتري وکړي.

د یوې مطبوعاتي وینا له مخي چي د پنتاگون له خوا خپره سوې، د دفاع وزارت یوه لوړ پوړی چارواکي چي نوم یې نه دی اخیستل سوی ویلي دي: «دا [اسرائیل] دی چي پریکړه کوي چي حماس څه وخت په کافي اندازه کمزوری سوی دی، تر څو هغوی وکولای سي د عملیاتو دوهمه مرحله پیل کړي.»

له اسرائیل څخه د اوستین لیدنه په داسي حال کي کیږي چي ډیرو لویدیځو هیوادونو د یکشنبې په ورځ د یوه اوربند د رامنځته کیدو په هکله خپل فشارونه زيات کړل.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیري کاترین کولونا د یکشنبې په ورځ په غزه کي د «ژرترژره اوربند» د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه ترڅو په دې ډول د یرغمل نيول سوو کسانو د آزادیدو له پاره زمینه برابره، دغي سیمی ته د بشري مرستو رسول آسانه او د اسرائيل او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې د «سیاسي حل پروسې د پیل» له پاره یو کلک اساس رامنځته سي.

د کولونا په وینا د هغو ملکی کسانو شمیر چي په غزه کي د اسرائيل د پوځي برید په دوام وژل کیږي، بیخي زیات دی. په دې ترڅ کي بریتانیا او آلمان په غزه کي د یوه دوامداره اوربند غوښتنه کړې ده.

اوستین به منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کی په بحرین او قطر کي هم توقف وکړي. هغه د یکشنبې په ورځ، مرحوم شیخ نواف الأحمد الصباح ته د درناوي له پاره کویټ ته سفر وکړ.

 د روغتیا نړیوال سازمان د غزې په شمال کي د ویجاړیو له امله انتقاد کړی دی

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم گبریسوس، ویلي دي چي په غزه کي پر یوه بل روغتون باندي د اسرائيل ځواکونو تر برید وروسته، د دغه روغتون سیستم په بشپړ ډول له کاره لویدلی دی او نورو ناروغانو ته د مرستو رسول ناممکن بریښي.

تدروس همدارنگه لیکلي دي: «د رپوټونو له مخي دروغتیايي چارو ډېر کارکوونکي نیول سوي دي او د روغتیا نړیوال سازمان او همکاران یې ډېري هلي ځلي کوي چي د هغوی د وضعیت په هکله یو خبر ترلاسه کړي.» د روغتیا نړیوال سازمان مشر همدارنگه د هغو ناروغانو په هکله هم ویلي دي چي وژل سوي او یا هم ايستل سوي دي.

هغه وویل: «موږ ته خبرداری راکول سوی دی چي ډېر ناروغان مجبوره سوي دي چي پر ډیرو گواښونو سربیره د خپل صحت او امنیت له پاره شخصاً لاس په کار سي. دا ځکه چي امبولانسونه نه سي کولای ځانونه روغتون ته ورسوي. د روغتیا نړیوال سازمان د رئیس په پیغام کي راغلي دي: «څو ناروغانو د لازمو صحي امکاناتو د نه شتون له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چی پکښي یو نهه کلن ماشوم هم شامل دی.» 

د گبریسوس په خبره په غزه کي د یوه بل روغتون له کاره لویدل به په سیمه کي بشري کړکېچ لاپسې زیات کړي. هغه وویل: «په غزه کي روغتیايي سیستم مخکي له دې هم ويجاړ وو او د روغتون له کاره لوېدل چي حداقل یو څه فعال وو، یوه سخته ضربه بلل کیږي... پر روغتونونو، صحي پرسونل او ناروغانو باندي بریدونه باید پای ته ورسیږي. «اوربند همدا اوس».

په ملگرو ملتونو کي د اسرائيل استازي د روغتیا د نړیوال سازمان د وینا په غبرگون کي په ټولنیزو شبکو کي ولیکل چي گبریسوس په دې هکله څه نه دي ویلي چي «حماس په روغتونونو کي سنگر نیولی وو.»

د اسرائيل پوځ مخکې ویلي ول چې په دغه روغتون کې یې وسلې پیدا کړي دي او د حماس شاوخوا ۸۰ غړي یې نیولي دي. اسرائيل همدارنگه ادعا کړې ده چې روغتون ته تر ننوتو مخکې یې په روغتون کې د ناروغانو د تخلیې له پاره د یوې ډاډمنی لارې په هکله خبري اتري کړي دي.

GP/NZ/DW.Online

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب