1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا طالبانو بهر ته د حامد کرزي پر تګ بندیز لګولی؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ شهریور ۱۸, شنبه

په کابل کې د طالبانو ادارې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي له هېواده بهر د سفر کولو محدودیتونه لګولي. طالبانو ښاغلي کرزي ته اجازه نه ده ورکړې، چې په دې وروستیو کې د درېیو هېوادونو له لورې د رسمي بلنو وروسته هغو ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/4W8um
Russland Moskau | Treffen von Politikern aus Afghanistan mit Taliban-Vertretern | Hamid Karzai
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د حامد کرزيپخواني سلاکار او هغه ته نږدې کس شهزاده مسعود دویچه ویله ته تائید کړه، چې طالبانو بهر ته د حامد کرزي په سفر کولو محدودیت لګولی دی.

مسعود وایي، په وروستي ځل پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران، چېک جمهوریت او چین د سفر رسمي بلنې ترلاسه کړې وې، خو طالبانو هغه ته اجازه نه ده ورکړي، چې دغو هېوادونو ته سفر وکړي.

نوموړي وویل: «كله چي کرزی صیب انګلیستان ته په سفر تللی و او انګلیستان څخه راوګرځیدو، له هغې وروسته، درې هېوادونو ایران، چین او چېک هغه ته رسمي بلنه ورکړه، خو متاسفانه کرزي صیب ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې دا بلنې ومني او سفر وکړي.»

شهزاده مسعود وایي، پخوانی ولسمشر حامد کرزی کله هم هوایي ډګر ته نه دی تللی، چې له هغه ځایه دې طالبانو راګرځولی وي، خو په وینا یې د بهرنیو هېوادونو له لورې ترلاسه کېدونکې بلنې د «طالبانو» بهرنیو چارو وزارت سره شریکوي، چې د هغوی له لورې د سفر کولو رد ځواب ورکول کیږي.

د دې ترڅنګ داسې خبرونه هم ورکړل شوې دي، چې په پخواني ولسمشر حامد کرزي باندې په هېواد دننه پر لیدنو او ملاقاتونو محدودیتونه لګېدلي دي او د طالبانو له اجازې پرته له چا سره نشي لیدلی.

بهر ته د حامد کرزي پر سفر او د هغه پر ملاقاتونو د محدودیتونو لګولو په اړه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دویچه ویله پوښتنې ځواب نه کړې. 

خو ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د افغانستان یوه ځایي تلویزیون طلوع نیوز ته، بهر ته د حامد کرزي د سفر په تړاو ویلي: « تر کومه چې زه اطلاع لرم، هغه په مختلفو وختونو کې څو سفرونه لرل، ممکن اوس هغه خپله نه غواړي، چې چیرې لاړ شي.»  

له بهرنیو ډیپلوماټانو او افغانانو سره د حامد کرزي د ملاقاتونو په تړاو ذبیح مجاهد زیاتوي، چې په دې برخه کې ځینې «ملاحاظات» شته، خو په عمومي توګه د هغه پر لیدنو محدودیت شتون نه لري: »ځینې سیاسي موضوعات چې حاکمیت یې مناسب نه بولي، او یا غواړي چې له یوه ادرس څخه خبرې وشي، په دې برخه کې ځینې ملاحظات وو، خو په عمومي توګه محدودیت وجود نه لري.»

د حامد کرزي لیدنه د ملګرو ملتونو له استازي امینه محمد
د حامد کرزي لیدنه د ملګرو ملتونو له استازي امینه محمدانځور: REUTERS

د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار شهزاده مسعود هم وایي، چې د هغه په لیدنو محدودیت نشته، خو په وینا يې له حامد کرزي سره د ملاقات کوونکو کسانو اسناد لومړی د طالبانو له لورې ارزول کیږي. 

مسعود زیاتوي: «داخلي ملاقاتونه شته، خلک راځي، په یوه شرط، د باندې چې کومې امنیتي پوستې دي هغوی اسناد ګوري او د اسنادو له لیدو وروسته بیا اجازه ورکول کیږي او په نورمال ډول خلکو سره ملاقاتونه کیږي.»

هغه زیاتوي، په کابل کې بهرني ديپلوماتان هم له کرزي سره لیدنې کوي: «په کابل کې بهرني ډيپلوماټان که وغواړي کولی شي لیدنه وکړي، دوه ورځې وړاندې د جاپان سفير سره ملاقات وشو او پنجشنبه یې بیا د پاکستان سفیر سره ملاقات وشو.»

وروسته له هغې چې دوه کاله وړاندې طالبان واک ته رسېدلي دي، تقریبآ زیاترو پخوانیو لوړپوړو حکومتي او سیاسي مشرانووطن پرېیښی او له هېواده بهر ته تللې دي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله یوازېني پخواني لوړ پوړي سیاسي مشران دي، چې په هېواد کې پاتې دي. ډېر وخت خبرونه ورکول کیږي، چې په کابل کې حاکمه د طالبانو اداره په دغو دوو مشرانو، د سیاسي فعالیت او لیدنو  سخت څار لري او بهر ته په سفرونو یې هم محدودیتونه شتون لري.