1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره ملاقات کړی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آذر ۲۹, سه‌شنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات کړی دی.

https://p.dw.com/p/4LD0G
Hamid Karzai im DW-Interview
انځور: DW

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په خپل ټویټرپاڼه یو عکس خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي چې «د پخواني ولسمشر حامد کرزي کوربه وو.»

نوموړي زیاته کړي، چې د افغانستان له خلکو سره به د دوی پیوستون او د افغانستان د ثبات ملاتړ ته دوام ورکړي.

حامد کرزی جرمنې ته د سفر وروسته ترکیې ته تللی او هلته یې له یو شمېر افغان سیاسیونو سره هم ملاقاتونه کړي دي. خو په خپله حامد کرزي یا د هغه مطبوعاتي دفتر لا د دغو ملاقاتونه په هکله څه نه دي ویلي.