1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«یوه کال کي تر يونيم میلیونه افغانان ایران ته کډوال شوي»

محمد اسحاق اکرمی | عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، کله چې طالبانو کابل ونيو، شاوخوا ۱،۶ میلیونه افغانان ایران ته کډوال شوي چې ډېرو یې د استوګنې موقت اسناد ترلاسه کړي. خو افغان کډوال بیا په ایران کي له ګڼو ستونزو شکایت کوي.

https://p.dw.com/p/4LgSG
آرشیف: له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل
آرشیف: له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلانځور: DW/S. Tanha

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سلګونه زره افغانان په ځانګړې توګه لوستي کسان له دغه هيواده ګاونډیو او لوېدیځو هېوادونو ته کډوال شول.

هغه افغانان چې لوېديځو هيوادونو يې د منلو ژمنه کړې وه، تر ډېره ولېږدول شول، خو ډېر افغانان چې بیا ايران او پاکستان ته کډوال شوې له ګڼو ستونزو شکایت کوي.

تیره ورځ د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو څانګي عمومي مشر صادق رضا دوست ایرنا خبري آژانس ته ویلې چې اوس په ایران کې څه باندي پنځه میلیونه افغانان اوسیږي چې له دې جملې څخه یو میلیون او شپږ سوه زره يې یواځي د تیر یو کال په لړ کي دي هیواد ته ورغلې.

هغه وویل چې ایران ته د افغان کډوالو له زیات راتګ وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو د افغانان کډوالو سرشمیرنه پیل کړه: «سرشمیرنه د نویو افغان کډوالو د معلوماتو د را ټولولو، د کره شمېرې تازه کولو، د هغوی پیژندګلوي او ورته د پلان جوړولو په هدف ترسره شوه.»

رضا دوست زياته کړه، د دې سرشميرنې پر بنسټ به دوه ميليونه او شپږ سوه زره افغانانو ته په ایران کي د موقتې استوګنې کارتونه ورکړل شې، دا لړۍ به د جدي میاشتي تر۳۰ نېټې د اعتبار وړ او په راتلونکي کې به لاهم وغځول شي.

له ایران څخه تر ۳ زره ډېر افغان کډوال رااېستل شوي

د ده په خبره: هغه افغان کډوال چې په ایران کې د اوسیدو قانوني کارتونه ولري له ځینو حقوقو او امتیازاتو څخه برخمن، په ځانګړو برخو کي کار کولای شي خو هغه کسان چې د اوسیدو اعتباري ویزه او کارت نه لري د نیولو او له ایران څخه د ایستلو له ګولاښ سره مخ دي.

بله خوا محمد رجا هغه افغان خبریال چې د طالبانو له وېرې ایران ته کډوال شوی وايي، هره شېبه له ایران څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ او په وېره کې ژوند تېروي: «زه په قانوني توګه ایران ته راغلم، خو د ویزې له ختمېدو وروسته ېې زما ویزه بیا تمدید نه کړه. زه د کفالت څانګي ته ولاړم، خو هغوی ماته د موقتي استوګنې کارت را نه کړ او زه اوس په پټه ژوند کوم.«

دغه افغان خبریال په ایران کي د پټ ژوند د ستونزو په اړه وايي: «پټ ژوند او وېره مې د زړه سکتې لامل شوه چې د درملنې له پاره مې شاوخوا پنځوس میلیونه ایراني تومن ولګیدل او د اوس له پاره هم په کور کې تر درملنې لاندي یم.»

آرشیف: افغان کډوال ایران کي د استوګنې موقتې اسناد ترلاسه کوي
آرشیف: افغان کډوال ایران کي د استوګنې موقتې اسناد ترلاسه کويانځور: DW

د رجا په خبره، د ویزې او استوګنې د مودې د نه غځولو ترڅنګ، اقتصادي ستونزې، د کاري فرصتونو نشتوالی، زده کړو ته د ماشومانو نه لاس رسی او همدا رنګه سپکاوی نورې ننګونې دي چې افغان کډوال ورسره مخ دي.

بله خوا ایرانی چارواکی صادق رضا دوست وايي، په تېر کال کې ۴۰۰ زره افغان کډوال په خپله خوښه له ایران څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوې: «هر هغه څوک چې د اوستوګني قانوني اسناد و نه لري غیر قانوني کډوال دی او باید ایران پریږدي.«

خو یاد چارواکي دا ونه ویل چې د یوه کال په موده کي د ایران حکومت له خوا څومره افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي.

ایران افغان کډوال په زوره باسي خو سوداګرو ته بیا د تابعیت اسناد ورکوي

بله خوا خو هغه افغان کډوال چې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوې واېې یا خو په زوره ایستل شوې یا هم د مجبورۍ له امله دې ته اړ شوې چې د ایران خاوره پریږدي.

عزیز احمدي افغان سینماګر چې اته میاشتي وړاندي ایران ته کډوال شوې وو هلته تر شپږ میاشتنۍ استوګني وروسته بیرته خپل وطن ته ستون شوی وايي: «زه د ویزې له لارې ایران ته ولاړم ما په څو ځايونو کې کار وکړ، خو ايرانيانو زما د مزدورۍ تنخوا نه را کوله، يواځي ېې د کار په بدل کې ډوډۍ راکوله، هره ورځ مي سپکاوی کیدی مجبور شوم چې بیرته افغانستان ته ستون شم.»

احمدي وايي، په ایران کې ډېر افغان کډوال بانکي سیستم او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او حتی د خوراکي توکو په اخیستلو کې هم د ستونزو سره مخامخ دي.

د ویلو ده چې افغان کډوال نه یواځې په ایران بلکي په پاکستان کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په وروستیو کې د پاکستان پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۵۰۰ ډېر افغانان د استوګنې او ویزې د نه لرلو په تور نیولي او بندیان کړي ېې دي.

«د بې عزتۍ ژوند نه خپل وطن کې مرګ راته غوره دی»