1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان په سخت چلند سره افغانان بيرته ستنيدو ته مجبوروي»

۱۴۰۲ آذر ۸, چهارشنبه

د بشري حقونو د څار سازمان، پاکستاني چارواکي په دې تورن کړي دي چې په سخت چلند سره افغان مهاجر افغانستان ته په تګ مجبوره کوي.

https://p.dw.com/p/4Za3N
Jahresrückblick 2023  Pakistan Afghanistan Flüchtlinge
انځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

د بشري حقونو ددغه سازمان په اعلاميه کي راغلي دي: »پوليسو او نورو مامورينو د افغان مهاجرو د اخراج له پاره ډله ايزي نيونې ترسره کړي، مالونه، پيسې او حيوانات يې مصادره او د هغوی اسناد او شواهد يې له منځه وړي دي.

په اسلام آباد کي چارواکو د اکتوبر مياشت په سرکي اعلان وکړ چي پرته له اسنادو مهاجر اخراجوي او د نوامبر مياشتي تر لومړۍ نيټې پوري يې د هغوي د داوطلبانه وتلو له پاره يو مهلت ټاکلی وو.

د حکومت د معلوماتو له مخي په اکتوبر مياشت کي شاوخوا ۴ اشاريه ۴ ميليونه افغان مهاجرو په دغه هيواد کي ژوند کاوه چي يو اشاريه ۷ ميليونه يې هلته د اوسېدو اسناد نه لرله.

د بشري حقونو د څار سازمان د معلوماتو له مخي له دغه اعلان راهيسي څه د پاسه ۳۷۵ زره مهاجر افغانستان ته ستانه سوي دي. د هغوی ډيره برخه يې د سخت فشار او اجباري اخراج د گواښ له امله دغه هيواد پرې ايښی دی او څه ناڅه ۲۰ زره کسان هم اخراج سوي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې همدارنگه د پاکستاني چارواکو د چلند په هکله ليکلي دي چي پوليسو له افغانانو د رشوت غوښتنه کړې، د شپې له خوا يې تلاښۍ کړي دي او يا يې هم کورونه په بلدوزرونو نړولي دي.

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ

د ايستل سوو او يا هغو کسانو په ډله کي چي تر فشار لاندي دي، داسي کسان هم سته چي په پاکستان کي زيږيدلي دي او يا هم داسي کسان دي چي ښايي پر افغانستان باندي د واکمنو طالبانو له خوا له آزار او ځوروني سره مخامخ سي.

پاکستان تر اوسه د بشري حقونو د څارونکو د دغه رپوټ په اړه خپل نظر نه دی څرگند کړی. 

پاکستان په رسمي ډول د مهاجرو د اخراج د دغه کمپاين دليل چي په فبرورۍ مياشت کي تر پارلماني انتخاباتو څو مياشتي مخکي ترسره کيږي، امنيتي انديښنې په گوته کړي دي.

د اټومي قدرت درلودونکي دغه هيواد د سخت اقتصادي بحران ترڅنگ، د پاکستاني طالبانو «تي تي پي» له بريدونو سره هم مخامخ دی او افغان مهاجر په دغو بريدونو کي دخيل بولي، داسي يوه ادعا چي پر افغانستان باندي د حاکمو طالبانو له خوا رد سوې ده.

مرستندويه سازمانونه د ژميپه رارسيدو سره له سختو شرايطو سره د بيرته ستانه سوو کورنيو له مخامخ کيدو څخه خبرداری ورکوي.

GP/NZ/AG