1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان په «خطرناک وضیعت» کې دی

۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبه

شنونکي وايي، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ترور هڅې او دا تور چې د استخباراتو یو جګپوړی چارواکی پکې لاس لري، په دې دلالت کوي چې دغه هیواد یو« خطرناک پړاو» کې دی.

https://p.dw.com/p/4J7p3
Pakistan Journalistin Sadaf Naim verunglückt bei Marsch von Ex-Premier Khan
انځور: AP/dpa/picture alliance

پر عمران خان تیره پنجشنبه د (نومبر دریمه نیټه) چې اسلام آباد کې یې د یو لوې لاریون مشري کوله برید وشو چې پر پښه ټپي شو.

عمران خان او پلویانو یې په دغه لاریون کې له حکومته د مخکې له وخته ټاکنو غوښتنه درلوده .

عمران خان د جمعې په ورځ دعوا کړې چې لومړي وزیر شهباز شریف،کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله او د استخباراتو ادارې یو افسر جنرال فیصل نصیر د ده وژنې پلان جوړ کړی و او بیا یی غوښتل پړه یې پر یوه متعصیب مذهبي ور واچوي.

د سیاسي چارو کارپوه د پوهنتون استاد او د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د مدیره پلاوي غړی توصیف احمد خان وایي :«پاکستان کې سیاسي وضیعت خطرناک حالت کې دی. نوموړي زیاته کړه:« په هغه هیواد کې چې د سیاسي ګډوډیو تاریخ لري غږونه اوریدل کیږي.»

سره له دې چې عمران خان  د روان کال په اپریل کې د نه باور رایې په پایله کې له لومړي وزیرتوبه لرې شو او له اوسني حکومت سره قانوني قضیې هم لري، خو بیا هم په پراخه کچه د خلکو ملاتړ له ځان سره لري.

عمران خان د پاکستان په ضمني ټاکنو کې ستره بریا ترلاسه کړه

 احمد خان وایي چې څومره چې فشارونه ډیریږي د حکومت تکیه پر«پټ دولت» وي، معنی دا چې د ځان د ژغورنې لپاره پر پوځ تیکه ډیریږي.

نوموړی وایي: « دا یو خطرناک حالت دی، نه یوازې د ډیموکراتیکې پروسې لپاره بلکې د هیواد او په ځانګړې توګه د اقتصادي پرمختګ لپاره.»

عمران خان او شهباز شریف له میاشتو راهیسې له یو بل سره په ټکر کې دي او تل یو پر بل د بې کفایتۍ او فساد تورونه لګوي.

خو د عمران خان لخوا داسې په ښکاره تورونه او د یوه جګپوړي پوځي افسر نوم اخیستل وضعیت یو جدي او کړکیچن حالت ته وړی دی.

د عمران خان پر ضد د ترهګرۍ ضد قوانينو له مخې دوسيه پرانيستل شوې

عمران خان د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره هیڅ سندونه نه لري او حکومت یې د «جوړو شويو دروغو» په توګه ردوي.

پر پوځ نیوکې چې د  پاکستان د ۷۵ کلن تاریخ په نیمایي کې یې پر پاکستان واکمني کړې، تل یوه سره کرښه وه. خو خان ​​په ښکاره توګه پر امنیتي بنسټونو نیوکې کوي. دا په داسې حال کې ده چې ډیر وایي پوځ د هغه په ​​لومړي ځل واک ته رسیدو کې ډیر رول لوبولی و.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې له حکومته وغوښتل چې خان د لګولو شویو تورونو لپاره محکمې ته وغواړي.

ښایی د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارواکي هم  تورن شي.

له واکه  د عمران خان د لیرې کیدو راهیسې د ګوند لوړ پوړي غړي په «فتنو» او نورو جرمونو تورن شوي.

دغه راز یو شمیر خبریالان هم د پخواني لومړي وزیر په ملاتړ تورن دي.

Pakistan | Protestmarsch Unterstützer von Imran Khan
عمران خان او پلویانو یې له حکومته د مخکې له وخته ټاکنو غوښتنه لريانځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

احمد خان وایي :«داسې ښکاري چې اوس د تحریک انصاف ګوند پر ضد ځیني اقدامات وشي» او هغه زیاته کړه چې د ګوند د ویشلو خطر هم شته.

د احمد خان په وینا، له هغه وخته چې د خان د سیاسي مخالفینو او پوځ پر ضد پراخې مظاهرې د خلکو د ملاتړ د ټینګولو لپاره پیل شوې، خو پایلې یې کیدای شي « ګډوډي او ناهیلي» وي.

په کراچۍ کې مېشت د سياسي چارو کارپوه قيصر بنګالي وايي، په داسې فضا کې چې د دواړو خواوو له لوري له تورونو او ګڼو انکارونو ډکه ده، دا ناشونې ده چې دا ټولو قضیو ته دې رسیدګي وشي.

هغه زیاته کړه چې دا ډول پلانونه د توطیې تیورۍ ته لار پرانیزي.

بنګالي وایي چې «پوځ اوس ناست دی او حیران دی چې څه غلط شوي او څه کولی شي.»

د پاکستان حکومت ویلي دي چې د عمران خان د وژنې دسیسه «د مذهبي افراطیت یوه ډیره ښکاره قضیه» وه او پړه یې د یوه بې وزله کلي پر وسله والو واچوله.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې له اسلامپالو اورپکو سره مبارزه کوي، او ښي اړخه مذهبي ډلې د دغه هېواد په اکثریت مسلمان نفوس باندې ډېر نفوذ لري.

عمران خان او د هغه ګوند په تیرو وختونو کې د پراخ ملاتړ د غوښتنې لپاره د مذهبي احساساتو په پارولو تورن شوی دی.

بنګالي وویل: «مذهبي توند لاري یوه وسله ده چې د تحریک انصاف، پوځ او حکومت لخوا کارول کیږي نو موږ د خورا خطرناک حالت په لور روان یو.»

خو د سیاسي بحران تر شا، یو  بل ډیر لوی بحران پټ دی، يعنې اقتصادي بحران.

بنګالي وویل: «حکومت له اقتصادي پلوه له ماتې سره مخ دی، ټولې سرچینې یې د پور او دفاع او همدارنګه د معاشونو په ورکولو کې کاروي.»

هغه زیاته کړه: «هغه لږې سرچینې چې شتون لري هغه څه دي چې دوی یې په اړه جګړه کوي، له همدې امله د دې څو سرچینو په سر سیالي روانه ده.»