1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سیاسي او اقتصادي ستونزو تر سیوري لاندې د پاکستان خپلواکي

۱۴۰۱ مرداد ۲۳, یکشنبه

پاکستان د خپلواکۍ جشن داسي وخت لمانځي، چي د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ دی. د دې هیواد د خپلواکۍ د ۷۵ کالیزي لمانځلو پرمهال تراوسه د دغه هیواد مشران نه دي توانیدلي چي د هیواد پرمختګ لپاره یوې ګډي هوکړي ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/4FVut
Pakistan Lahore Unabhängigkeitstag
انځور: Tanvir Shahzad/DW

په دې اړه د هیواد په لویو او کوچنیو ښارونو کي ځانګړي غونډي او پروګرامونه جوړ سوي دي، دولتي او غیري دولتي ودانۍ په ملي بیرغونو او برېښنايي لوحو ښایسته کړل سوي دي. د پاکستان په ټولو لویو ښارونو کي د ملي سرود په ږغولو سره  د ملي بیرغ پورته کولو مراسم ترسره کېږي.

له تیري شپې راهیسي دغه مراسم پيل سوي دي، د شپې له دولسو بجو راهیسي د هیواد په بېلا بېلو برخو کي اور لوبي هم راپیل سوي دي.

په ځینو لویو ښارونو کي ځوانان له ملي بیرغونو سره سړکونو ته راوتلي، په لوړ اواز د پاکستان په پلوۍ شعارونه ورکوي او په لوړ ږغ د ملي سرود په ږغولو خپله خوشحالي لمانځي. په مسجدونو کي د سهار ترلمانځه وروسته د هیواد د پرمختګ او سلامتۍ لپاره دعاوي هم وسوې.

ورځپاڼو د دې ورځي په مناسبت ځانګړي ګڼي خپرې کړي او په ټلویزونونو کي هم د خپلواکۍ د جشن په ویاړ ځانګړي خپروني شروع دي. ښارونه، کلي، بانډي او کوڅې د پاکستان په ملي بیرغونو او ددعاء په لویو شعارونو« بینرونو» ښکلي سوي دي، په کراچي کي د قايد او په لاهور کي د اقبال پر مزارونو د ځانګړي قطعې بدلون هم د خپلواکۍ د ورځي په مراسمو کي شامل دي.

Pakistan Lahore Unabhängigkeitstag
انځور: Tanvir Shahzad/DW

د سیاسي ثبات روان نستوالی

د هیواد لومړي وزیرشهباز شریف  اود اختلاف ګوند مشرعمران خان هم برای شپه د خپلواکۍ د مراسمو په اړه په خپلو ویناوو کي یو پر بل د تورونو پوري کولو څخه ځان نه دی سپمولی، د پاکستان تحریک انصاف «پي ټي ای» مشر عمران خان د لاهور په هاکي لوبغالي کي زرهاوو خلکو ته د وینا پرمهال وویل، دی به د فدرالي حکومت تر رخصتۍ اود نويو ټاکنو تر وخته خپلي هڅي رواني ساتي او دی به خپله قضیه ولس ته ور وړي. هغه د خپل راتلونکي احتجاج په اړه وویل، په کراچي، سکر، حیدراباد، اسلام اباد، پېښور، مردان، اټک، ایبټ اباد، ملتان ، بهالپور، سرګودها، جهلم، ګجرات، فیصل اباد ، ګوجرانواله او په کوټه کي به هم ولسي غونډي جوړوي.

بلوڅ بیلتون غوښتونکو د پاکستانۍ څرخې الوتکې د راغورځولو ادعا کړې

هغه زیاته کړه، دده په وړاندي پلانونه جوړ سوي دي، ترڅو ما بې صلاحیته  او د نوازشریف بیرته راتګ ته لار هواره کړي. د خپلواکۍ په مناسبت جوړي سوي غونډي ته عمران خان وویل، دده د حکومت چپه کوونکي اوس یوه بل پلان یا سازش جوړوي:« هغوی زما پر وړاندي د دوسیو پلان جوړوي، زما د بې صلاحیته کولو اود نواز شریف د بیرته راغوښتلوسازش کېږي، سازش جوړونکو ! په خلاصو غوږو يې واورئ ! عمران خان هیڅ معامله نه کوي.»

له بله پلوه لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان د خپلواکۍ په مناسبت خپلو پلویانو  ته د خبرو پرمهال د تېر لومړي وزیر عمران په مشرۍ پر جوړ سوي حکومت نیوکي وکړې او زیاته يې کړه، د ملت په ویشلو او ټوټه کولو لپاره ناپاکه هڅي کوي:« مخکني حکومت دغه هیواد په اقتصادي لحاظ د محتاجۍ کچي ته رسولی دی، هغوی د پاکستان په تاریخ کي ترټولو ډېر پور ۴۸ ملیارډ واخیست، موږ د غنمو له پلوه یو په ځان بسیا هیواد ور پرېښود، خو اوس د ملیارډونو ډالرو په ارزښت له د بهر څخه د غنمو واردولو ته هیواد اړتیا لري،  تیر حکومت د فساد اود درنو جرمونو په وړاندي ټکنۍ مبارزې له امله د ایل این جي تړون ونه کړ، تېر حکومت د یو چا په اشاره سي پیک بند کړ او ټولني ته يې نه جبرانېدونکی تاوان ورسوی.»

پاکستان له ډېراقتصادي بحران سره مخامخ دی

لومړي وزیر شهباز شریف د اپوزیسیون له مشرانو وغوښتل، چي د اقتصادي او ټولنیزو مشکلاتو په له منځه وړلو کي ورسره مرسته وکړي د هغه په خبره:« نن ددې وخت رارسیدلی دی، چي د یو ملت په توګه د یوې سمي لاري خواته سفر پیل کړو او ملي ګټي تر شخصي ګټو قربان نه کړو. »

د پاکستان د یوې ملي ورځپاڼي کالم لیکوونکی خالد محمود رسول ډویچه ویله ته وویل، دا ډېره لویه بدبختي ده، چي د خپل هیواد د خپلواکي له پنځه اویا کلنو وروسته هم زموږ هیواد ته ډېر ګواښوونه متوجه دي او سیاسي ثبات يې نه دی موندلی، اوس عام پاکستانیان له غربت، ګرانۍ، لوږي او بېکارۍ څخه کړیږي، دده په اند په تیرو پنځه اویا کلونو کي قضايي چارو ته نه پاملرني اود اساسي قانون ته په درنه سترګه نه کتل د دې ټولو بد بختیو سرچینه ده، همدا سبب دی، چي له تیرو پنځه اویا کالو راهیسي موږ په نړۍ کي هیڅ ښه مقام ترلاسه نه کړای سو او په جزوي توګه پر ځان بسایني، صنعتي پراختیا او اقتصادي پرمختګ ونه سو کرای.

پاکستان: د عمران خان ګوند له بهرنیانو ناقانونه پیسې ترلاسه کړي

له ډويچه ویله سره په ځانګړې مرکه کي پېژندل سوي څېړونکي مزمل سهروردي وویل، له پاکستان سره د هندوستان اوږدې دښمنۍ اود نیم هیواد له بایللو څخه وروسته پاکستان مجبور دی، چي د خپل پایښت لپاره خپل ټول پام دفاعي ثبات ته متوجه کړي، د هغه په اند دا خبره ډېره خوشحالوونکې ده، چي د ټول ملت پاملرنه اقتصادي بیا رغووني ته اوښتې ده او هرڅوک دا انګیري، چي اقتصادي پیاوړتیا د ټولو ستونزو کیلي ده، د هغه په خبره، شهباز شریف او عمران ته په کار وو، چي په خپلو ویناوو کي يې د خپلو پالیسو او پلانونو په اړه د ولس باور ترلاسه کړی وای، په ولسواکه ټولنه کي له خلکو سره راشه درشه یو مثبت کار دی، دا راشه درشه له خلکو سره مرسته کوي، چي سیاسي برخلیک ټاکلو کي ښه پرېکړه وکړي.

تنویر شهزاد، دویچه ویله اردو - محمد ابراهیم سپیڅلی

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب