1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

نیوزیلند له افغانستان سره ټیست لوبه کوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

د نیوزیلند کریکټ ادارې ویلي دي چې له افغانستان سره به د روان کال په سپتمبر میاشت کې ټیست لوبه وکړي. تر دې یوه میاشت مخکې بیا استرالیا له افغانستان سره خپلې پلان شوې لوبې لغوه کړې وې.

https://p.dw.com/p/4fMVy
د افغانستان لوبډلمشر د نیوزیلند پر وړاندې د لوبې پر مهال
د افغانستان لوبډلمشر د نیوزیلند پر وړاندې د لوبې پر مهالانځور: R. Satish Babu/AFP

د استرالیا د کریکټ ادارې تر دې مخکې له افغانستان سره هغه درې پلان شوې شل اوریزې لوبې چې باید په اګست میاشت کې ترسره شوې وای، لغوی کړې. دې ادارې د خپلې د پریکړې د دلیل په توګه په افغانستان کې د ښځو مخ په خرابیدونکی وضعیت په ګوته کړی وو.

دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې دریم ځل وو چې استرالیا له افغانستان سره خپلې دوه اړخیزې لوبې لغوه کړې وي. دواړه هیوادونه بیا په نړیوالو تورنمنټونو لکه نړیوال جام کې سره لویږي.

«ای پي ایل او قوشتېپې جام سیالي نړیوال جام ته امادګي ده»

دا په داسې حال کې ده چې نیوزیلند بیا ویلي دي چې له افغانستان سره به خپله یوازیني ټیست لوبه ترسره کړي. د ټیست لوبې ځای لا تر اوسه پورې نه دی روښانه شوی. نیوزیلند به همدا راز په نړیوال شل اوریز جام کې چې په ویسټ اندیز او امریکا متحده ایالاتو کې ترسره کیږي، د افغانستان پر وړاندې ولوبیږي.

نیوزیلند ویلي چې له افغانستان سره د دوه اړخیزې ټیست لوبې ترسره کولو پریکړه یې په کریکټ بورد او د لوبغاړو د انجمن له غړو سره تر خبرو اترو وروسته کړې ده. د نیوزیلند د کریکټ بورډ ویناند ریچارد بووک، ویلي دي: «د ټولو نظر دا وو چې د لوبو بایکاټ به په افغانستان کې هیڅ هم بدل نه کړي.»

هغه زیاته کړې ده: «دا به ښه وي چې د ډیالوګ او اشتراک چاینلونه پرانیستي پاتې شي او په عین حال کې د بدلون له پاره قوي کار ته دوام ورکړل شي.» 

افغان کرکټ بورډ څنګه د محدودیتونو وضع کیدو مخه نیولی شي؟

افغانستان د کریکټ په ‌ډګر کې په وروستیو وختونو کې دیرې لاس ته راوړنې لرلي دي خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په دغه لوبو کې د ښځو او نجونو په ګډون بندیز لګول شوی دی. بروک ویلي دي چې کریکټ د ټولو لوبه ده او هیله یې څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې ښځې هم د دې لوبې ترسره کولو چانس ترلاسه کړي.

آژانسونه/ م.س