1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

نړيوال وجهي صندوق پاکستان ته ۱،۱ ميليارد ډالره پور ورکوي

۱۴۰۱ شهریور ۸, سه‌شنبه

دا پېسې د مرستې د هغې بستې برخه ده چې په ۲۰۱۹م کال کې تضمين شوې وه، خو څه موده مخکې یې ورکړه درول شوې وه. د سېلاب له کبله رامنځته شوې ويجاړۍ ته په کتو سره پاکستان له هند سره د تجارت پر بيرته پيلولو هم غور کوي.

https://p.dw.com/p/4GDqs
IWF Report Logo
انځور: Yuri Gripas/REUTERS

نړيوال وجهي صندوق يا آی ام اف د پاکستان حکومت ته د ۱،۱۷ ميلياردو ډالرو پر ورکړه سلا شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې دغه هيواد د سېلابونو له کبله د مرګونو او په پراخه کچه رامنځته شويو ويجاړيو ته د ځواب ويلو هڅه کوي. پاکستان دا بحران «چاپيريالي ناورين» بللی دی.

د دې ویجاړيو په ترڅ کې چې آی ام اف پاکستان د کومو پېسو د ورکړې ژمنه کړې ده، هغه په اصل کې په ۲۰۱۹ م کال کې د تضمين شوې بستې برخه ده خو د عمران خان پخواني حکومت د انرژۍ د بيو د راټيټولو د آی ام اف غوښتنې نه وې پر ځای کړې چې له امله یې دغه ادارې پاکستان ته د پورونو د دريو قسطونو تر ورکړې وروسته نور پورونه وځنډول.

د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د تويتر له لارې ويلي: «الحمدالله د آې ام اف مشرتابه زموږ د آی ام اف د پروګرام د بيرته فعالولو پريکړه کړې ده.» نوموړي وروسته بيا وويل چې نړيوال وجهي صندوق په خپل پروګرام کې د نورو يو ميليارد ډالرو پر سر هم توافق کړې ده.

سعودي په پاکستان کې يو ميليارد ډالره پانګونه کوي

د آی ام اف له خوا د پور د ورکړې دا اعلان په داسې حال شوی دی چې نن، سه شنبه ملګرو ملتونو هم د پاکستان له پاره د ۱۶۰ ميليونه ډالرو بيړنيو مرستو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د پلان وزير احسن اقبال په دې آند دی چې د سېلاب له کبله د رامنځته شوې ويجاړۍ پر رغولو به تر ۱۰ ميليارد ډالرو ډېر مصرف راشي.

نړيوال وجهي صندوق د لګښتونو د راټيټولو هرکلی کړی

په پاکستان کې سیلابونو د يوه «چاپيريالي ناورين» بڼه غوره کړې
بلوچستان ایالت په جعفرآباد سيمه کې د سېلاب ويجاړیانځور: Fida Hussain/AFP/Getty Images

د لومړي وزير شهباز شريف حکومت په دې وروستيو مياشتو کې درې ځله د سون توکو د بيو لوړولو له کبله د سختو نيوکو سره مخامخ شو. د برېښنا د بیو په لوړولو سره نوي حکومت د پخواني حکومت سبسايډي يا حکومي مرستې په اغېزمنه توګه له منځه وړي دي.

حکومت د دې سترې کچې د پور ترلاسه کولو له پاره د نړيوال وجهي صندوق د لارښونو په رڼا کې حکومتي لګښتونه هم راکم کړي دي. آی ام اف په خپله اعلامیه کې د سېلاب يادونه نه ده کړې خو د پور د ورکړې له اعلان سره سم یې د لګښتونو د ټيټولو هر کلی کړی دی.

پاکستان؛ د برېښنا کمښت ولي باندنيو اسعارو پورې تړلې ستونزه ده؟

د آی ام اف مرستيال اجرايوي مشر اينتونیت سيح وويل: «د بهرنیو منفي حالاتو له کبله د پاکستان اقتصاد ته سخت زيان اوښتی دی. د اوکراين د جګړې او ځينو کورنيو ننګونو له کبله هم اقتصاد اغیزمن شوی دی.»

له هند سره د تجارتي اړيکو پر فعالولو غور

د سېلابونو له کبله رامنځته شويو ويجاړيو ته په کتو سره پاکستاني چارواکو پرون يو ځل بيا له هند سره د تجارت د پيلولو اشاره هم کړې وه. د خزانې وزير مفتاح اسماعيل وويل چې د پاکستان حکومت په هيواد کې د فصلونو د تلف کيدو له کبله خلکو ته د يو څه رعايت د ورکړې په موخه له هند څخه د سبزيجاتو او نورو خوراکي توکو پر «واردولو هم غور» کولی شي.

په دې وروستيو کې پر زرونو هکتاره ځمکه ولاړ فصلونه له منځه ولاړل چې له کبله یې په پاکستان کې د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوي دي.

نوموړي وزير وويل چې د لومړيو اټکلونو پر اساس کابو ۱۰ ميليارده ډالره زيان رسېدلی دی. په پاکستان کې د سېلابونو تر مخه هم بیې ډېرې لوړي وې او د دې تازه ناورين له کبله نورې هم لوړې شوي دي.

په نوي ډيلي کې حکومت د ۲۰۱۹م کال په اګست میاشت کې هند تر ولکې لاندې کشمير خپلواک حيثيت له منځه وړی وو چې په نتيجه کې یې د پاکستان او هند اړيکي سختې خرې پړې شوې. تر دې وروسته د دواړو هيوادونو ترمنځ ترنګلتيا پراخه شوه او د پاکستان حکومت د سفارتي اړيکي پر محدودولو سربيره دوه اړخیزه سوداګري هم ځنډولې وه.

خو د پاکستان حکومت بيا د کوويد – ۱۹ وبا تر خپريدو وروسته له هند څخه د درملو جوړولو له پاره د محصولاتو د واردولو اجازه ورکړې وه.

د تېر کال په مارچ مياشت کې د پخواني لومړي وزير عمران خان حکومت له هند سره د تجارتي اړيکو د فعالولو اعلان وکړ خو په بله ورځ یې دا پريکړه بيرته لغوه کړه.

ب. ص/ ن. ز (رويترز، دويچه ویله اردو)

زموږ له آرشیف څخه: