1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: نړۍ باید افغان ښځې او ماشومان «هېر نه کړي»

۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو له نړۍ وغوښتل چې له نورو نړيوالو بحرانونو سره سره دې هم د افغانستان د ښځو او ماشومانو ناوړه حالت هېر نه کړي. اروپايي ټولنې هم ويلي چې طالبان باید خپله تګلاره بدله کړي او ښځو او نجونو ته د هغوی حقونه ورکړي.

https://p.dw.com/p/4Fa2s
Natalia Kanem
انځور: Luiz Rampelotto/EuropaNewswire/picture alliance

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د اګست ۱۵مه نيټه) چې د طالبانو د بيا واکمنيدو له کلیزې سره برابر ده، له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان ښځې او ماشومان هېر نه کړي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق اجریوي مشرې نتاليا کانم، په دې مناسبت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې جګړه ځپلی افغانستان يو لړ ستونزې ګالي او ۹۵ سلنه نفوس یې د خوارځواکۍ ښکار دی.

کانم تعليم او روغتيايي خدماتو ته د ښځو په دوامداره توګه د کمېدونکي لاس رسي غندنه وکړه او زياته یې کړه: «په داسې حال کې چې نړۍ په ورته وخت کې د څو بحرانونو سره مخ ده، د افغانستان ښځې او نجونې بايد هېرې نه شي.»

نوموړې خبرداری ورکړ: «له يوه کال راهيسې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړی دی، افغانستان د سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی.»

خیریه سازمان: افغانستان کې لوږه لا پسې ډیره شوې

کانم وويل: «د خوړو او سوند توکو لوړې بیې چې علت یې د وچکالي او د اوکراين جګړه ده، د دې باعث شوي چې د اټکل له مخې د نفوس کابو ۹۵ سلنه برخه چې زياتره یې هغه کورنۍ دي چې ښځې یې سرپرستي پر غاړه لري، په کافي اندازه خواړه ونه نه لري.»

د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې سيما بحوث، هم د يوې بلې اعلامیې په ترڅ کې د طالبانو له خوا «په دقت سره جوړې شوې د نابرابرۍ تګلارې» وغندلې. هغې ويلي دي: «موږ باید د هغو افغان ښځو او نجونو غږ پورته کولو ته ادامه ورکړو چې هره ورځ د آزاد او مساوي ژوند د حق ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي.» 

بحوث زياته کړې: «د هغوی مبارزه زموږ مبارزه ده. څه چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره پيښيږي هغه زموږ نړيوال مسئوليت دی.»

اروپايي ټولنې هم د ښځو په اړه د طالبانو د تګلارې د بدلون غوښتنه کړې

اروپايي ټولنې هم پر طالبانو د تګلارې بدلولو او ښځو، نجونو او اقلیتونو ته د هغوی د حقونو د ورکړې غږ کړی دی. ځينې افغانان واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په دې تېرو دولسو مياشتو کې د امنيت د ښه کیدو هر کلی کوي خو له بې وزلۍ، وچکالۍ او سوء تغذۍ څخه کړیږي. همدا راز ښځې چې د دغه هېواد په راتلونکي کې مهم نقش لري، هم د سختې نااميدۍ ښکار دي.

Standbild DW Sendung | Afghanistan suffers widespread hunger
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر ويلي دي چې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو يو کال وروسته بشري وضعيت بدتر شوی دیانځور: DW

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسپ بورېل د تويتر له لارې ويلي دي: «د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو يو کال وروسته بشري وضعيت بدتر شوی دی او له بشري حقونو څخه پراخې سرغړونو په ډېريدو دي، په ځانګړي توګه د ښځو، نجونو او اقليتونو په مقابل کې سرغړونې.»

هغه ويلي: «زه په کابل کې له ديفکتو [حاکمو] واکمنانانو څخه غواړم چې خپلې د نه منلو وړ پريکړو او چلن ته بدلون ورکړي.»

اوسمهال څه نا څه ۲۵ ميليونه افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي چې د هېواد نيمايي نفوس دی او د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس به په روان کال کې د اقتصادي رکود له کبله تر ۹۰۰ زرو کسان کارونه له لاسه ورکړي.

په افغانستان کې مدني ټولنه او خپلواکې رسنۍ محدودې شوې او غړي یې له افغانستان څخه وتلي دي. کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما په يوه تازه کتنه کې ويلي دي چې طالبان د ژورناليستانو، فعالانو او مظاهره کوونکو په نيولو سره د اختلاف او انتقاد مخه نيسي.

ب. ص/ خ. ح (Reuters, AFP )