عام خلک: د سولي پر پروسه به د رباني مړينه اغېزه ونه کړي
۱۳۹۰ شهریور ۳۰, چهارشنبهد طالبان پر ضد د شمال د مقاومت غړی عبدالرب رسول سياف چي رباني يي له نږدې پيژانده، وايي، چي د هغه مړينه به موږ نور هم متحد کړي.
« دا حوادث به ملت نورهم سره نږدې کړي او د يوه موټي په څير به يي د دښمن په وړاندي سره ودروي».
په کابل کي د ناټو مشر جان الين دغه پيښه يوه تراجدي وبلله خو ځيني افغانان بيا د سولي پر بهير د هغه د مرګ اغيز ډير لږ بولي.
د کابل ښار يو تن اوسيدونکی چي د خپل نوم د ښودلو څخه ډډه کوي وايي، چي: « د سولي پر بهير به د رباني مرګ هيڅ اغيز ونه لري ځکه طالبانو د هغه خبري نه منلې او د سولي په پروسه کي تر اوسه کوم پرمختګ نه وو ليدل سوی».
برهان الدين رباني چي، د يوې لنډي مودي لپاره يي د افغانستان د ولسمشر په توګه هم دنده تر سره کړې وه له طالبانو سره د مخالفت اوږده سابقه لرله او د مجاهدينو لاس ته د کابل له لويدو وروسته يي په تنظيمي جګړو کي هم لاس درلود.
هغه څه د پاسه يو کال دمخه د سولي عالي شورا مشرتابه ته غوره سو، هغه شورا چي د کرزي حکومت پري د خپلو ناراضيانو د راخپلولو هڅه کوي.
د سياسي چارو مبصرين که څه هم د سولي په عالي شورا کي د رباني رول سمبوليک بولي خو د هغه وژنه يي دښمنانو ته يوه لويه لاس ته راوړنه بولي.
د سياسي چارو شنونکي عصمت الله غلجي همدا خبره کوي. « د رباني رول د سولي په عالي شورا کي سمبوليک وو، خو د هغه مړينه د حکومت ماشين ته يو لوی ګزار او دولت ضد زور پالو ته يوه لويه لاس ته راوړنه ده».
له تيرو څو مياشتو راهيسي په افغانستان کي د هدفي وژنو لړۍ زور اخيستی.
د دغي لړۍ په وروستۍ کړۍ کي د ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی، د ولسمشر کرزي سلاکار جان محمد خان او کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي په خپلو کورونو او دفتر کي ووژل سول.
ځيني د جميعت ګوند د مشر برهان الدين رباني له مينځه وړل هم د همدغي لړۍ يوه برخه بولي چي ښايي وروستۍ به نه وي.
دغي پيښي نيويارک ته د افغان جمهور ريس حامد کرزي سفر هم نيمګړۍ پريښود.
ټاکل سوې، چي د هغه مړی به د پنجشنبې په ورځ د هغه په پلرني ټاټوبي بدخشان ولايت په يفتل سيمه کي خاورو ته وسپارل سي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل