1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پاکستان مرستو ته اجازه نه ده ورکړې

هيلۍ اسد
۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعه

د طالبانو یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته ویلي چې د هرات له زلزله ځپلو سره د پاکستان له لوري شوي بشري مرستو ته یې اجازه نه ده ورکړې.

https://p.dw.com/p/4XUuL
Afghanistan Erdbeben in Herat Provinz
انځور: ALI KHARA/REUTERS

دغې باروي سرچینې دا په ډاګه نه کړه چې دې مرستو ته یې ولې اجازه نه ده ورکړې خو له دې وړاندې د ځینو رسنیو په حواله راغلي چې دا مرستې وروسته له هغه رد شوې چې د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ پر خپله ایکس یا ټویټر پاڼه یو جنجالي او متناقض پیغام خپور کړو.

په هرات ولایت کې له زلزلې وروسته، اسلام اباد سمدستي اعلان وکړ، چې د افغانستان هرات ولایت زلزله ځپلو سره به ۵۰۰۰ خیمې، ۱۵۰۰۰ کمپلې، خوراکي او طبي توکي او د ډاکټرانو یوه ډله په یوه ټرانسپورټي الوتکه کې افغانستان ته ولېږي.

خو د پاکستان حکومت د دغه محمولې له اماده کولو څو ساعته وروسته د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ پر خپله ایکس یا ټویټر پانه یو پیغام خپور کړو چې دا مرستې د طالبانو د حکومت په غوښتنه شوې، په داسې حال کې چې طالبانو په رسمي ډول له کوم بهرني هېواد څخه د مرستې غوښتنه نه ده کړې.

د انوار الحق کاکړ له دغه جنجالي پیغام خپرولو وروسته طالبانو د پاکستان دغه مرسته رد او بیرته پاکستان ته ستنې کړي دي.

بل لورته په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تیره ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په پاکستان کې د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر کړې خیمې ته یې پاکستان اجازه نه ده ورکړي.

خو پاکستان تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون ښودلی نه دی.