1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي: د جنګي ټانکو د ورکړي په اړه دي ژر پريکړه وشي

۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر صنعتي ښار دنیپرو د روسیې راکټي برید ته په کتو سره پر لویدیځ غږ کړی چې ژر تر ژره درنې وسلې ورکړي.

https://p.dw.com/p/4MKPM
برتانوي ټانک چیلنجر 2
انځور: LCpl Spencer/Ministry of Defence/Crown/PA/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، په خپله ورځنۍ ویډیو کې له بريتانيا څخه مننه وکړه چې اوکراين ته يې د ۱۴ چیلنجر ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې ده.

هغه په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم د پرېکړو او د آلمان په رامشټاين پوځي اډه کي د اوکراين په اړه غونډه چې د اوکراين د تماس ډله هم برخه پکښې اخلي، د پايلو په تمه دی. هلته کيدای شي چې پريکړه وشي چې اوکراين ته دي ليوپارد ټانکونه ورکړل شي.

اوکراين ته د ليوپارد ټانکونو د ورکړي له پاره د آلمان موافقه اړينه ده.