1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه ولي غواړي طالبان د ترهگري سازمانونو له لیست څخه وباسي؟

۱۴۰۳ فروردین ۱۴, سه‌شنبه

د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونه د ترهگري سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د حذف کولو موضوع ارزوي. شنونکي په دې باور دي چی روسیې دغه اقدام له متحده ایالاتو سره د مخالفت په خاطر دی.

https://p.dw.com/p/4eLEZ
Russland Außenministerium in Moskau
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/M. Blinov

د روسیې خارجه وزارت د تاس دولتي خبري آژانس ته ویلی چی د ترهگر سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د حذفولو موضوع تر ارزوني لاندي نیسي. طالبان په اوس وخت کي په روسیه کی د یوې منع سوې ډلې په توگه پیژندل کیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نوموړي خبري آژانس ته ویلی چی : «د یوه ترهگري سازمان په توگه د طالبانو د ډلې د لغوه کولو موضوع ، د خارجه او عدلیې وزارتونو له خوا د ارزونې په حال کی ده. وروستۍ پریکړه به سیاسي عالي رهبري کوي.»

د سیاسي چارو شنونکي ، احمد سعیدي دویچه ویلې ته ویلي، د روسیې او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ هراړخیزه او پراخه سیالي موجوده ده او«روسیه دې نتیجې ته رسیدلې چی امریکا کرار کرار له طالبانو سره مخالفت کوي. له همدې کبله طالبان که هر څومره ترهگر هم وي، روسیه له دغې ډلې ملاتړ کوي.»

د سعیدي په نظر د روسیې له خوا دغه اقدام له  طالبانو څخه ملاتړ نه، بلکه د امریکا له مخالفانو څخه ملاتړ دی.« د امریکا دښمن د روسیې دوست دی، د روسیې دوست د امریکا دښمن دی.»

که څه هم روسي چارواکو په وار وار سره په افغانستان کي د طالبانو تر واکمنۍ لاندي، د ترهگري ډلو د حضور په هکله خپله اندیښنه ښودلې، خو روسیې په ظاهره کي له طالبانو سره ښې اړیکې درلودې.

روسیه لومړنی هیواد وو چی د ۲۰۲۲ کال په اپریل کي یې په مسکو کي د افغانستان  سفارت د طالبانو یوه دیپلوماټ ته وسپاره.

له بلې خوا د افغانستان له پاره د روسیې ځانگړي استازي ، ضمیر کابلوف د تاس خبري آژانس ته ویلي چي طالبانو ته د « کازان د فارمت» په غونډه کي د گډون له پاره بلنه ورکول سوې ده. دغه ناسته د می په میاشت کي ترسره کیږي او موضوع یې د روسیې او اسلامي نړۍ ترمنځ اړیکو په هکله ده.

دغه ناسته به د » د روسیې د اقتصاد نړیواله غونډه ــ اسلامي نړۍ« تر عنوان لاندي د می له ۱۴ مي څخه تر ۱۹ مي نیټې پوري په کازان کي ترسره سي.

آیا روسیه د افغانستان د کړکیچ په حل کې مرسته کولای شي؟

GP/AA/Sirat