1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راین ميتال: د لئوپارد ټانکونو ليږد ۲۰۲۴م کاله پورې وخت نيسي

۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبه

د آلمان دولت به په ډير احتمال سره روانه اوونۍ اوکراین ته د «لئوپارد» ټانکونو د ليږد له پاره لاره خلاصه کړي. خو د پوځي تجهیزاتو توليدونکی شرکت، راین متال، وايي چې د ټانکونو لیږد تر ۲۰۲۴م کاله پورې وخت نیسي.

https://p.dw.com/p/4ME2X
د آرشیف انځور - د آلمان ساخت لئوپارد ۲ ټانګونه
د آرشیف انځور - د آلمان ساخت لئوپارد ۲ ټانګونهانځور: Peter Steffen/dpa/picture alliance

د وسلو تولیدونکی آلمانی شرکت، راین ميتال، وايي چې اوکراين ته د لئوپارد ټانکونو لیږد له ۲۰۲۴م کال څخه مخکې ممکن نه دی. 

د راين ميتال مشر، آرمين پاپرګر آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد ام زونتاګ» ته ويلي دي: «حتی که سبا هم کیف ته زموږ د ټانکونو د لیږد تصميم نيول کيږي، دغه کار به د راتلونکي کال تر پایه پورې وخت ونیسي.»

راین ميتال، ۲۲ «لئوپارد ۲» او ۸۸ پخواني ماډل «لئوپارډ ۱» ټانکونه په اختیار کې لري.

د اوکراین سفیر: المان د نورو وسلو ژمنه کړې ده

د پاپرګر په خبره، د اوکراین له پاره د دغو ټانکونو آماده کول، یو کال وخت نیسي، ځکه چې هغه د رنګولو علاوه، یو لړ تغیراتو ته اړتیا لري تر څو په جنګي عملياتو کې د استفادې له پاره چمتو شوي وي.

پاپرګر همدارنګه وايي چې له قرارداد پرته کېدای نشي چې ټانکونه سپارنې ته چمتو کړي. په خبره ېې دغه کار په سلونو ميليونه يورو لګښت ته اړتيا لري او راین متال نشي کولی له مخکې دغه مصارف تامين کړي.

«د اوکراین په جګړه کې ټاکونکی رول»

د راین متال شرکت مشر وايي، «لئوپارد» کولای شي د اوکراین په جګړه کې ټاکونکی رول ادا کړي: «دغه ټانکونه د تعرض او له لاسه وتلې خاورې د بېرته نيولو له پاره فوق العاده مهم دي.»

د المان «پوما» ټانکونه په آزموېنه کې په بشپړ ډول ناکامه شول

هغه زیاتوي: «يو پوځ کولی شي په دغو جنګي ټانکونو سره د دښمن ليکې ماتې او يوې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کيږدي.»

په آلمان کې له يوې مودې راهیسې اوکراین ته د دغو ټانکونو د لېږد په اړه بحثونه تاوده شوي دي. د اوکراین متحدو هیوادونو تر اوسه د وسلو او مهماتو په ليږلو دغه هیواد سره مرستې کړي، خو د غرب ساخت ټانکونه ېې تر اوسه نه دي استولي.

تازه پولنډ او فنلنډ اعلان کړی چې دوی چمتو دي اوکراین ته د «لئوپارد ۲» ټانکونو په ليږد کې برخه واخلي، خو هغوی د دغه کار له پاره په آلمان کې د دغو ټانکونو د جوړونکي شرکت تائيد ته اړتیا لري.

آلمان او امریکا اوکراین ته زغروال ټانکونه ورکوي

بريتانيا د شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې اوکراین ته «چلنجر ۲» ټانکونه چې د دغه هیواد د تر ټولو پرمختللو تهاجمي ټانکونو څخه دي، ورکوي. د رپوټونو پر اساس، د آلمان حکومت غواړي روانه اوونۍ اوکراین ته د جنګي ټانکونو د لیږد له پاره لاره هواره کړي.

د مارډر ټانکونو مشروط فوري ليږد 

آلمان تر دې مخکې اوکراین ته د پياده ځواکونو اړوند «ماردر» ټانکونو او د دافع هوا سیستم لرونکي «ګپارډ» ټانکونو د ورکړې ژمنه کړې وه.

د راين متال شرکت مشر، آرمين پاپرګر، وايي چې دغه شرکت د ۴۰ ماردر ټانکونو لیږد ته تیار دی، خو په دې شرط چې یونان له آلمان څخه د دغو ټانکونو د ترلاسه کولو معاملې له دوهمې برخې څخه صرف نظر وکړي.

«د ډیپلوماتیکي لاري د اوکراین جنگ د ختمیدوغوښتنه»

هغه زیاتوي: «پاتې ۲۰ ټانکونه چې په پام کې وو يونان ته ېې ورکړو، کولای شو فوراً ېې اوکراین ته وسپارو. دا چې له ټول توان سره کار کوو، نو پاتې نور ېې هم کولی شو چې په اپريل کې ورکړو.»

راين متال، اوکراین ته د «ګپارډ» مهماتو سپارلو ته خپل چمتووالی پیل کړی دی. د دغو مهماتو د لومړنۍ محموله توليد، د جون او جولای په میاشتو کې پای ته رسيږي.

پاپرګر وايي: «د راتلونکي کال په منځ کې موږ اوکراین ته د توپ ۳۰۰زره ګولي ورکوو. هیله لرو چې د دغې محمولې په ورکړې سره د اوکراین د ګپارډ مهماتو د کمبود ستونزه هواره شي.»

دويچه ويله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع معلوماتي انځوریز البوم: