1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دستگير: د کرزي قاتل ډير ژر عصبي کيدی

۱۳۹۰ تیر ۲۳, پنجشنبه

د افغانستان په شان ټولنه کي چيري چي، قوم او قبيلې ډيري مهمي دي، د ولي کرزي وژني خلک په تعجب کي اچولي. ولي کرزی په دې مشهور وو چي د انډيوالانو تر شمېر يې د دښمنانانو شمير ډير دی. خو هغه د يو نږدې ملګري په لاسه ووژل سو.

https://p.dw.com/p/11vNb
د ولسمشر کرزي شا ته حاجي اغالالی دستگير دی
د ولسمشر کرزي شا ته حاجي اغالالی دستگير دیانځور: dapd

طالبانو ډير ځلي د داسي بريدونو پړه په غاړه اخيستې او د احمد ولي کرزي د وژني پړه هم دوی منلې. خو د سردار محمد دوستان او ګاونډيان د قاتل بل رنګه انځور وړاندي کوي.

سردار محمد په نشو اخته و او ډير ژر به عصبي کيدی، او هغه د طالبانو څخه ډير عني نفرت درلودی.

سردار محمد د۲۰۰ساتونکو قوماندان و. هغه د هغي لوکسي سيمي د ساتلو دنده درلوده، چيري چي د کرزي لويه کورنۍ اوسيږي.

د کندهار د ولايتي شورا غړی حاجي آغا لالی دستګيري وايي، چي « سردار محمد هم په خټه پوپلزی او احمد ولي کرزي ته نږدې کس وو.»

هغه زياته کړې چي د مهاجرت په شپو او ورځو کي سردار محمد په پاکستان کي د کرزي د دوو ورونو او پلار سره په ګاونډ کي ژوند کاوه. د کرزي کورنۍ هغه وخت په پاکستان کي د شوروي پر ضد د مقاومت يوه ډله جوړه کړه او بيا وروسته په ۱۹۹۰ لسيزه کي د طالبانو پر ضد هم يو مقاومت جوړ کړ.

دستګيري وايي، چي سردار محمد په نشه يي موادو روږد و او ډير ژر به عصبي کيدی. هغه تر درملني لاندي وو.

« سردار محمد په چرسو روږد و او يو کال د مخه په رواني ناروغۍ اخته سوی وو. احمد ولي کرزي سږ کال هغه دوه واري د درملني لپاره هند ته واستوی، خو هغه تر اوسه پوري ډير ژر عصبي کيدی او چرس يې څکول.»

دستګيري زياته کړي:« هغه ډير استدلالي او جنګره سړی وو، خو ولي کرزي ته دومره نږدې کس وو چي هغه اجازه لرله، که مسلح هم وي د هغه سره وګوري.»

طالبانو ادعا کړي چي سردار محمد يي خپل خواته را اړولي وو، خو هغه څوک چي سردار پيژني وايي چي دا ناشونی کار دی.

د سردار کورنۍ د فرانس پريس خبري آژانس سره د خبرو څخه ډډه کړې، خود کرز په کلي کي د هغه ګاونډيانو هغه همداسي انځور کړ چي ډير ژر عصبي کيدی او د طالبانو پر ضد سړی وو.

د هغه يو ګاونډی عبدالخالق مهمند وايي:« زه فکر نه کوم چي هغه به طالبانو ته اوښتی وي، ځکه چي، دی د طالبانو ډير سرسخت مخالف وو. خو هغه ډير شراب او چرس استعمالول او هر وخت به يې داسي بهانه لټوله چي د چا سره جنجال وکړي.»

د مهمند په وينا د سردار محمد په اړه په کلي کي داسي اوزې هم سته چي تير کال هغه دوه ساتونکي وژلي ول او بيا وروسته يې پړه پر بل چا ور اچولې وه.

کندهار والي توريالي ويسا هم ويلي چي سردار محمد په نشو اخته و. خو هغه د قاتل او معتادۍ تر منځ تړاو ردوي او وايي چي په دې کي بهرني لاس سته:« موږ په فکر کي يو چي دا کومه لويه توطيه ده. موږ فکر کوو چي د احمد ولي کرزي په ترور کي کوم ګاونډی هيواد لاس لري.»

د احمد ولي کرزي د قتل په اړه لالی دستګير وايي، چي په دغه وخت کي دی هم د کرزي په کور کي مېلمه وو او د قومي مشرانو د يوې ډلي سره يو ځای يې د ولي کرزي سره خبري کولې، چي په دې وخت کي د ولي کرزي يو ساتونکي پيغام راوړ، چي سردار محمد په عاجله توګه ستاسو سره خبري کول غواړي، هغه د کوټي څخه ووت تر څو د هغه سره يوازي وګوري.

« څو شيبي وروسته موږ له دغي کوټي څخه د ۳ ډزو اوازونه واوريدل. هغه لومړی ساتونکی چي دغه کوټې ته ورغی هم د سردار محمد له خوا ووژل سو.»

لالی دستګير لومړۍ کس دی چي د دوهم قتل په اړه خبري کوي.

هغه زياته کړه:« ما د ساتونکو څخه وغوښتل چي سردار ژوندی ونيسي خو هغوی ډزي کولې او نورو ساتونکو هغه وواژه. احمد ولي ۳ ځايه ويشتل سوي وو. يوه ګولۍ د غوږ تر شاه، بله په سينه او دريمه پرلاس ويشتل سوی وو.»

پدي اړه پلټني رواني دي چي دا خبره معلومه کړي چي څه لامل شو چي سردار محمد ولي کرزي ووژني. د دستګيري په وينا د سردار د کورني د غړو سربيره د هغه امنيتي ډلي څخه ۱۲ تنه نيول شوي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل