1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافریقا

د کرونا وبا د ملاریا ضد مبارزې ته زیان اړولی

۱۴۰۰ آذر ۱۶, سه‌شنبه

تر ۲۰۰۰م کال وروسته د لومړي ځل له پاره د ملاریا له کبله د مړ شوو کسانو په شمیر کې په څرگند ډول زیاتوالی راغلی دی. د کرونا ضد ډیرو اقداماتو د ملاریا ضد مبارزه کې منفي اغیز پریښی دی.

https://p.dw.com/p/43vbY
WHO I Malaria I Mosquito I Mücke
انځور: Robin Loznak/ZUMA/picture alliance

د کرونا وبا، ملاریا ضد مبارزې ته سخت زیان اړولی دی. د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ملاریا له کبله شا او خوا ۶۲۷ زره کسان مړه شوي دي، چې د تیر کال په پرتله ۶۹۰۰۰ زیات دي. زیاته شوې ده چې په دې ترتیب د ۲۰۰۰م کال راهیسې دا لومړی وار دی چې دغه شمیر کې دومره څرګند زیاتوالی راغلی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۰م کال کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۲۴۱ میلیونه اټکل شوی چې د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۱۴ میلیونه زیات دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم، پر هیوادونو غږ کړی دی چې د ملاریا پر ضد مبارزه کې پرشاتګ بیرته جبران کړي. د هغه په خبره ټولبندیزونه او د کرونا وبا د مخنیوي له پاره د پولو تړلو د ملاریا له بیخه ایستلو پر هدف منفي اغیز کړی دی.

WHO I Malaria I
انځور: Naveen Sharma/SOPA/ZUMA/picture alliance

زیاته شوې ده چې د میاشو ضد پشه خانو او روغتیایي تجهیزاتو د لیږد په برخه کې محدودیتونه رامنځ ته شوي او همداشان روغتیايي پرسونل خپله توجه د کرونا ضد مبارزې ته متمرکزه کړې. پر دې سربیره يوازې ډېرو کمو هغو کسانو روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې چې ملاریا یې درلوده.

ډیر ماشومان مري

د شوې څیړنې پر مهال زیاتره د افریقا د صحرا سویلي هیوادونه د دغه ناروغۍ له کبله اغیزمن شوي دي. په دغو هیوادونو کې د ټولۍ نړۍ په کچه د ملاریا د ثبت شوو پېښو شمیر ۹۵ سلنه وو او همداشان د مړو شوو کسانو شمیر ۹۵ سلنې ته رسیده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د پنځو مړو شوو کسانو څخه شا او خوا څلور یې ماشومان وو چې عمرونه یې تر پنځه کلنۍ ښکته وو. د محاسبې د یوه نوي مېتود له مخې د نړۍ په کچه تر پنځه کلنۍ ټیټ عمر لرونکو ماشومانو ۷،۸ سلنې د مړینې علت ملاریا ده. تر اوسه پورې دغه شمیر ۴،۸ سلنه اټکلیده.

د ملاریا د ناروغۍ عامل د پلازمودیم پرازیټ دی چې تر ټولو زیات په تودو او نیمه تودو سیمو کې د انافېلس ښځینه غوماشې له لارې انسانانو ته انتقالیږي. د دغه ناروغۍ عمده علایم متواتره تبه، بریښ او د معدې او کولمو دردونه دي. په سختو مواردو کې مغزو ته آسیب اوښتی شي او یا هم د ویني د کمښت سبب کیدای شي.

په لومړي پړاو کې تشخیص او د دارو درملو خوړل له ملاریا څخه یو څوک ژغورلی شي، خو که چیرې درملنه یې و نه شي، کیدای شي یو کس د دغې ناروغۍ له کبله ومري. حشره وژونکي پشه خانو څخه استفاده په دغه ناروغۍ د اخته کیدو خطر راکمولی شي. په اکتوبر میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان د ماشومانو د خوندیتوب له پاره په پراخه کچه د ملاریا د لومړني واکسین د استعمالولو سپارښتنه وکړه.

زموږ له آرشیف څخه: