1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان یو سناتور اعظم سواتي سره څه پېښ شوي؟

۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبه

اعظم خان سواتی چې د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مطرح غړی او سناتور دی ادعا کوي چې میرمنې سره يې ډېره شخصي ويډيو اخیستل شوې او له یو نامعلوم آدرس څخه يې کورنۍ ته استول شوې ده. عمران خان د عدالت غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4J7ee
اعظم خان سواتی
اعظم خان سواتیانځور: Muhammed Semih Ugurlu/AA/picture alliance

اعظم سواتي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نومبر ۵مه) په داسې حال کې چې اوښکې يې له سترګو بهېدې د هغې ټکان ورکونکې وېډيو په هکله يې وضاحت ورکاوه چې لور ته يې استول شوې وه.

هغه د خپلې کورنۍ سره د شوي چلند پر اساس، د شنبې په ورځ په لاهور کې يوه خبرې غونډه راغوښتې وه او د هغې ويډيو په هکله يې معلومات ورکړل چې د هغه کورنۍ ته استول شوې ده.

د خپرو شوو رپوټونو مطابق، سواتي په دغه خبري ناسته کې وژړل او ويې ويل چی دی له خپل ولس، خويندو او لوڼو څخه شرميږي، چې ورسره د شوي بد چلند په اړه خبرې کوي.

د افغان ښځو د حقونو په اړه د عمران خان څرګندونو ته غبرګونونه

د ايم ايم نيوز په نوم ويب پاڼې په دې هکله خپاره شوي رپوټ کې وايي، سواتي په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې بهېدې خبريالانو ته يې وويل چې دغه ويډيو په کوېټه کې د قضايي مجتمع پر مهال اخیستل شوې ده. رپوټ زياتوي چې هلته د سواتي د اوسيدو ځای بند وبست، د پاکستان د سنا مشر، صادق سنجراني له خوا نيول شوی وو. سواتي وويل چې د شخصي حريم تر نقض کېدو وروسته يې ميرمن اړه شوه چې له هيواده ووځي.

 مخفي کامرې 

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند وتلي غړي، فواد چوهدري، د دغې موضوع په تړاو پر ټويټر ليکلي دي، «داسې ښکاري چې د سوپريم کورټ په ميلمستون کې مخفي کامرې لګول شوي دي.» هغه زیاته کړې ده چې د صدارعظم له دفتر څخه نيولې د عدليې د لوړپوړو قاضيانو شخصي ويډيوګانې اخیستل شوي او دا یو «المناک وضعیت دی.»

د پاکستان پارلمان د عمران خان د عدم اعتماد طرح رد کړه؛ د پاکستان پارلمان هم منحل شو

بي بي سي هم په دې تړاو تفصيلي رپوټ خپور کړی. په دغه رپوټ راغلي چې، سواتي په دغه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې «ښځې ته يې له يوه نامعلوم نمبر څخه د ده او د مېرمنې شخصي ويډیو ليږل شوې ده.»

پخوانی لومړی وزیر عمران خان ولې محکمې ته غوښتل شوی؟

 په رپوټ کې زياته شوې چې د تحریک انصاف ګوند دغه مطرح غړي تر خپلې وينا وروسته د پاکستان پوځ مخاطب وګرځاوه او ويې ويل: «که ما سره مو دښمنې وه نو زما د لوڼو او مېرمنې څه ګناه وه چې دوی باید ستاسې د ناوړه پالیسۍ له کبله وطن پریږدي.»

د پاکستان پوځ او استخبارات

رپوټ زیاتوي که څه هم اعظم سواتي په خپلو خبرو کې په ښکاره د کوم چا نوم یاد نه کړ او ويې نه ويل چې دغه ويډيو چا ثبت کړې خو هغه په خپلو خبرو کې په کراتو د «پاکستان پوځ او استخباراتي اداره یا ای اېس ای» مخاطب کوله. هغه ټينګار وکړ چې په دا ډول کړنو سره «د پاکستان هر ماشوم به له پوځي لباسه نفرت وکړي.«

بي بي سې د سواتي له قوله ليکي چې هغه وويل، «د فوځ په درېشۍ سمبال دې کسانو چې نور څه ونه موندل نو زما او زما د ښځې خپل منځي ویډيو یې» وايستله.

د انتخاباتو کمېسيون: «عمران خان د پنځوو کلونو له پاره له ټاکنو منع دی»

زیاته شوې چې د پاکستان دغه پښتون سیاستوال او په سنا کې د عمران خان د ګوند استازی، تر دې مخکې د پاکستان د ريلوې، مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او د ساینس او تکنالوژۍ وزير په توګه هم پاتې شوی دی.

د عمران خان غبرګون او په ټولنیزو رسنیو هشتګ

تر دې مخکې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان د «سناتور اعظم سواتي د ميرمنې د شخصي حريم تاوتریخوالی غندلی وو» او له مشر قاضي څخه يې د لازمو اقداماتو غوښتنه کړې ده.عمران خان پر ټويټر د اعظم سواتي له مېرمنې سر پر شوي چلند خپګان ښودلی دی او بخښنه ېې غوښتې ده چې هغه «اړ شوی تر څو د دغه فساد، اذیت، توهین او ذلت ناروا بار پر اوږو پورته کړي.»

 

عمران خان: نوی حکومت «وارداتي» دی

زياته شوې چې د اعظم سواتي کورنۍ سره د شوي تاوتريخوالي موضوع اوس په ټولنیزو رسنيو کې پر يو هشتګ باندې اوښتې ده.

د عمران خان «لانګ مارش»

عمران خان د جمعې ورځې څخه د پراخو مظاهرو اعلان وکړ

د عمران خان د ګوند له یو مشر سره د کورني تاوتريخوالي دغه پېښه داسې وخت رسنیزه کيږي چې عمران خان یو ځل بيا له لاهور څخه د اسلام آباد پر لور ستر احتجاجونه يا «لانګ مارش» پيل کړی دی. خان د دغو احتجاجونو په اوږدو کې د پنجشنبې په ورځ په وزير آباد سیمه کې تر یو وسله وال برید لاندې راغی چې هغه پکې په پښه ټپي شو.

عمران خان تر وخت مخکې ټاکنو غوښتنه کړې

خان له واکه تر لرې کېدو وروسته د نوي حکومت خلاف غږ پورته کړی، چې په خپلو خبرو کې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسنی حکومت لاسپوڅی او وارد شوی حکومت بولي او د انتخاباتو ترسره کولو غوښتنه کوي.

ب.ب.س./ام.ام.ن./س.م./م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل