1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وایمار مثلث؛ له اوکراین څخه د المان، فرانسې او پولنډ ملاتړ

۱۴۰۲ اسفند ۲۶, شنبه

آلمان، فرانسه او پولنډ په دې هڅه کې دي چې د اوکراین جګړې په اړه خپلو سیاستونو کې ورته عمل وکړي. دا ګام د اروپا دفاعي تګلارې کې د یووالي ارزښت په ګوته کوي. دا اتحاد به وکړای شي، چې د روسیې پر وړاندې د مخنیوي رول ولوبوي؟

https://p.dw.com/p/4dnhR
د ویمار مثلث؛ اولاف شولڅ، مکرون او ډونلنډ ټسک
د ویمار مثلث؛ اولاف شولڅ، مکرون او ډونلنډ ټسکانځور: Annegret Hilse/REUTERS

د وایمار مثلث، چې د المان، فرانسې او پولنډ څخه جوړ دی، د اوکراین جګړې په اړه دا درې هېوادونه د ګډ او متحد سیاست د تعقیب له پاره نیږدې کوي. د المان لومړی وزیر اولاف شولڅ او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پر اوکراین د روسیې د متجاوزانه برید او جګړې د مدیریت له پاره د یو شان تګلارې د تعقیب په لټه کې دي. د شولڅ او مکرون له دوه اړخیزې لیدنې وروسته د پولینډ لومړی وزیر ډونلډ توسک هم هغوی له دوی سره ولیدل.

د فرانسې، المان  او پولنډ سیمه‌ییز یووالی پر وایمار مثلث اطلاق کېږي، چې پر ۱۹۹۱ کال کې د المان په وایمار ښار کې رامنځته شو او موخه یې د پولو او اروپا مسایلو کې د همکارۍ پراختیا ده.

المان له سیاسي، اداري او مدني ټولنې له نظره د اروپايي ټولنې د بل هر هېواد په پرتله فرانسې ته نیږدې دی؛ خو ډېر شمېر کسان چې په مشارکتي مسایلو زیات پام ساتي، باور لري، چې په شخصي توګه ډېر څه شته، سربېره پر دې چې دوی به یوځای نه کړي، بلکې دوی لا پسې جدا کوي.

د المان او فرانسې د دې دوو چارواکو د جمعې ورځې له لیدنې مخکې شولڅ وویل، د هغه څه خلاف چې خلک یې فکر کوي، مکرون سره ښې اړیکې لري. شولڅ زیاته کړه:«زه او امانویل مکرون ښې شخصي اړیکې لرو. زه یې ډېر دوستانه ګڼم.»

د ویمار مثلث؛ اولاف شولڅ، مکرون او ډونلنډ ټسک
د ویمار مثلث؛ اولاف شولڅ، مکرون او ډونلنډ ټسکانځور: Fabian Bimmer/REUTERS

مکرون د اوکراین په دفاع کې

اوکراین ته د وسلو ورکولو پر سر له اختلافاتو وروسته د شولڅ څرګندونو د غونډې بڼه بدله کړه. په پاریس کې د ځان د دفاع له پاره د اوکراین ملاتړو هېوادونو له وروستۍ غونډې پای کې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې اوکراین کې د اروپايي سرتېرو د ځای پر ځای کولو امکان رد نه کړ؛ خو په برلین کې د المان لومړي وزیر دا نظر په کلکه رد کړ.

خو د پولینډ د باندنیو چارو وزیر رادو سلاو سیکورسکي د مکرون د دریځ ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې په اوکراین کې د اروپايي سرتېرو شتون «د تصور خلاف نه دی.»

اولاف شولڅ  وریاده کړه، چې هېواد یې اوکراین ته ډېرې وسلې لېږلي دي. فرانسې په دې برخه کې څلورم او پولینډ لسم ځای لري.

د امنیتي چارو کارپوه او د ستراتیژیکو مطالعاتو د بنسټ مرستیال برونو ترترایس باور لري، چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه خپل دریځ بدل کړی دی.

دوه کاله مخکې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل په پیل کې، فرانسې هڅه کوله، چې روسیې  سره د خبرو له پاره دروازې پرانستې وساتي؛ خو اوس دې دریځ بدلون کړی دی.

د مکرون له بهرنۍ تګلارې ملاتړ

د مکرون بهرنی سیاست په هېواد دننه له ښه ملاتړ برخمن دی. د فرانسې پارلمان او سنامجلس د اوکراین او دغې هېواد تر منځ امنیتي هوکړې ته مثبته رایه ورکړه. له دې وړاندې، دا وړ هوکړه د المان او اوکراین تر منځ هم شوې وه. په دې هوکړه کې له نورو موضوعاتو هاخوا؛ دا واضح شوې ده، چې متحد هېوادونه به د یوې لسیزې له پاره اوکراین سره نظامي مرستې کوي.

د ویمار مثلث؛ اولاف شولڅ، مکرون او ډونلنډ ټسک
د ویمار مثلث؛ اولاف شولڅ، مکرون او ډونلنډ ټسکانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

سره له دې چې تېرو ټاکنو کې د مکرون ګوند ډېرې رایې وانخستلې؛ خو هغه وشو کولی چې د بهرني سیاست په اړه د غوڅ دریځ له امله د فرانسې په محافظه کارانو حساب وکړي. دا هېواد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړی او د المان برعکس خپلې اټومي هستې لري.

المان کې تشې

د فرانسې برعکس، د المان د لومړي وزیر له پاره په دې هېواد کې حالات په بشپړ ډول بدل دي. د المان، فرانسې او پولینډ د چارواکو له غونډې یوه ورځ مخکې، د المان مسیحي ډیموکراټیکې ټولنې او د بایرن مسیحي سوسیال ټولنې په ګډه اوکراین ته د توروس کروزو توغندیو د ورکړې وړاندیز وکړ، په داسې حال کې چې صدراعظم اولاف شولڅ په میاشتو میاشتو د دې وړاندې مخالفت کاوه.

که څه هم دا «غیرپابند اقدام» بریالی نه و؛ خو د بحث په ترڅ کې د ایتلافي حکومت قانون جوړوونکو دا روښانه کړه، چې د دوی نظر له لومړي وزیر سره توپیر لري. په بل عبارت؛ صدراعظم اولاف شولڅ په داسې حال کې له مکرون او تسک سره د اوکراین  په اړه د ګډې پالیسۍ بحث ته داخل شوی و، چې په کور دننه کمزوری شوی و.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل