1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوبل جایزې ورځ، د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي زنداني ده

۱۴۰۲ آذر ۱۹, یکشنبه

د سږکال نوبل د جایزې ګټونکي به نن د یکشنبې په ورځ په ناروې او سویډن کې د ځانګړې مراسمو او خپلو ویناو په ترڅ کې جایزې تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/4Zyzj
د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي
د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي انځور: Sergei Gapon/Anadolu/picture alliance

د ایران د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي چې د سږ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ده، په خپل هیواد کې بندي ده.

ویل کیږي د ۵۱ کلنې نرګس محمدي استازیتوب به په اوسلو کې د هغې میړه او دوه ماشومان وکړي.

هغې د سولې جایزه "په ایران کې د ښځو سره د ظلمونو پر وړاندې د مبارزې او د ټولو لپاره د بشري حقونو او ازادۍ د ودې لپاره ترلاسه کړه."

د ادبیاتو، طب، فزیک، کیمیا او اقتصاد لپاره د نوبل جایزې به د سویډن پاچا کارل ګوستاف لخوا په ستاکهولم کې ورکړل شي.

د سږ کال جایزې هره یوه یولس میلیونه سویډني کرون چې شاوخوا یو میلیون ډالره کیږي، ارزښت لري.

ګټونکي د اکتوبر په میاشت کې اعلان شوي وو او په دودیز ډول د جایزې د بنسټ ایښودونکي او سویډني کیمیا پوه الفریډ نوبل د مړینې په کلیزه ورکول کیږي، چا چې د ډینامیټ چاودېدونکو توکو په اختراع سره خورا لويه شتمني ترلاسه کړه.

نوبل له ۱۸۳۳ تر ۱۸۹۶ پوري ژوند وکړ، هغه د بشریت له پاره د لویو لاسته راوړنو په موخه پر دې جایزې ورکولو خورا لویه پانګونه کړې وه.