1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو له خوا د یوه کس د وژل کیدو ویډیو په هکله اعتراضونه

۱۴۰۰ اسفند ۲۲, یکشنبه

د افغانستان په شمال کې د طالبانو له خوا د یوه ځوان په ډزو د ویشتل کیدو زړه بوږنونکې ویډیو خپریدو، په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

https://p.dw.com/p/48PjJ
 Afghanistan | Taliban am Gouverneurssitz in Panjshir
انځور: Social media/handout/REUTERS

په ويډیو کې لیدل کیږي چې وژل شوی کس د افغانستان د پخواني حکومت د ملي اردو د یونیفورم یوه برخه په تن لري، خو په ډزو تر ویشتل کیدو مخکې وایي چې ملکي وګړی دی.

په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې څو تنه طالب جنګیالي له دغه کس څخه پوښتنې ګرویږدنې کوي چې په همدې منځ کې یو طالب جنګیالی له بل ځایه راځي او پر ده ډزې کوي.

د طلوع نیوز سیمه یزې شبکې قرباني کس احمد بلال د پنجشیر ولایت اوسیدونکی معرفي کړی دی. پنجشیر هغه ځای دی چې تیر کال په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته راهیسې د مقاومت په نامه یوه ډله په کې فعاله ده.

د مقتول کورنۍ ویلي دي چې دا پيښه نږدې ۶ میاشتې مخکې رامنځته شوې وه. داسې معلومیږي هغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوې ده د طالبانو د صحرایي محاکمو یوه له وروستیو څخه یي ده.

ډیر شمیر خلکو د هغو له جملې څخه د مدني ټولنې فعالانو، خبریالانو او د پخواني حکومت چارواکو د خپلو نظرونو په شریکولو سره د طالبانو عمومي بخښنه تر پوښتنې لاندې راوستلې ده. د طالبانو مشرانو عمومي عفو اعلان کړې ده او ویلي یي دي چې جنګیالي یي حق نه لري د پخواني حکومت کارمندان او چارواکي توقیف او تحقیق ترې وکړي.

د افغانستان د پخواني حکومت د استخباراتو رئیس رحمت الله نبیل د دې پيښې په غبرګون کې وویل چې دا ډول «ظلم او بی عدالتي» د طالبانو د حکومت عمر لنډوي. طالبانو د دې صحرايي محکمو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د «اطلاعات روز» رسنۍ د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو یو غړی په ارزګان ولایت کې په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیسارۍ استازو په همدې اونۍ کې له کابل څخه لیدنه وکړه، څو د نورو مسائلو ترڅنګ د طالبانو له مشرانو سره د پخواني حکومت د نظامیانو او کارمندانو د غیر قانوني وژنې په اړه خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو کمیسارې میشل باچلیت د جمعې په ورځ د افغانستان له سفر څخه تر بیرته ستنیدو وروسته په ژنیف کې وویل: سره له دې چې طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړې ده، د پخواني حکومت د مامورینو، قاضیانو او همدارنګه د بشري حقونو د مدافعینو پر وړاندې بریدونه دوام لري.

میرمن باچلیت تشریح کړه چې که څه هم اعتراض کوونکي ښځې او خپلوان یي چې د جنورۍ په میاشت کې نیول شوي وو آزاد شوي دي، خو په افغانستان کې نور د ښځو د حقونو له پاره اعتراضونه شتون نه لري.

Dpa/Rsh/ns.sn