1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديآسیا

د رسنیو د سرغړونې کمېسیون جوړېدل؛ خبریالان یې بې ګټې بولي

امید دیدار
۱۴۰۱ شهریور ۱, سه‌شنبه

د طالبانو چارسمبالي حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې د رسنیو د سرغړونې کمېسیون د کار پیلیدو خبر ورکړی چې دنده به یې د سرغړونو څارل او د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه وي. خبریالان دغه اقدام بې ګټي بولي.

https://p.dw.com/p/4Fv43
Afghanistan Tolo TV-Sender in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د رسنیو د سرغړونې د کمیسیون د جوړیدو خبر ورکړی دی. افغان خبریالانو د طالبانو د حکومت دغه اقدام بې ګټې او یو نمایشي اقدام بولي.

د اطلاعاتو او کولتور وزارت له پاره د طالبانو د رسنیو د دفتر رییس عبدالحق حماد ویلي، دغه کمېسیون د رسنیو د پرلپسې غوښتنو وروسته جوړ او نن به خپل کار پیل کړي. د حماد په خبره دغه کمېسیون به د رسنیو د قانون پر بنسټ د رسنیو عمومي مدیریت کوي، هغه قانون چې له پخوا موجود دی؛ خو اوس به د یو څه بدلون وروسته بیا پلي شي.

عبدالحق حماد دویچه ویله ته وویل: «په رسنیو کې چې کومې سرغړونې کېږي، هغه به دلته برسي کېږي. هغه بیا خپل مراحل لري. د پیګري، توسعې، اخطاریې او حتی عدلي او قضايي ارګانونو ته د معرفۍ، دا یو باصلاحیته کمېسیون دی.»

خبریالان او د رسنیزو بنسټونو مشران وايي، که څه هم په خپل ذات کې دا ګټور ګام دی؛ خو په عین وخت کې زیاتوي، چې د دغه کمېسیون په شتون کې به هم له رسنیو سره د طالبانو د حکومت روان چلن کې بدلون نه شي راتلی.

د بې پولو خبریالانو سازمان په افغانستان کې د رسنیو پر اوسني وضعیت اندیښنه ښولې ده.
د بې پولو خبریالانو سازمان په افغانستان کې د رسنیو پر اوسني وضعیت اندیښنه ښولې ده. انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د افغانستان د خبریالانو دفاع کمېټې مخکینی مشر او خبریال عبدالمعید هاشمي د دغه کمېسیون جوړېدل یو سمبولیک کار ګڼي او زیاته یې کړه چې په دې سره د رسنیو شته بد حالت کې تغیر نه شي راتلی.

عبدالمعید هاشمي وویل: «د دې کمېسیون جوړېدل ښه ګام دی؛ ولې زه تمه نه لرم چې د رسنیو سره شته چلن کې به خاص توپیر راشي. یا به د رسنیو وضعیت تر دې بهتر شي، ځکه امارت خپل اصول او مقررات لري او لکه د جمهوریت اوایل د دوی وسله وال له دغو بخشونو سره اشنا نه دي.»

د نوموړي په باور، تر هغې چې د ارګ، کورنیو چارو وزارت او امنیت ملي په ګډون د خبریالانو د دفاع او ستونزو حل ګډه کمېټه جوړه نه شي، تر هغې د خبریالانو او رسنیو اوسني حالت کې بدلون ناممکنه دی.

افغان خبریال همایون هېواد له دویچه ویله سره خبرو کې د دغه کمیسیون اغیز ته د شک په سترګه ګوري. د نوموړي په خبره په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت هره اداره او هر چارواکی ځان ته د خبریالانو او رسنیو استازو د رټلو او ګواښلو حق ورکوي، دغسې حالت کې د دغې کمېسیون جوړېدل بې ګټې دي او برعکس به دا کمېسیون طالبان پر رسنیو د فشار د آلې په توګه وکاروي.

طالبانو ولې پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي؟

همایون هېواد وویل: «فکر کوم دغه کمېسیون چې جوړېږي، دا صلاحیت به ونه لري، چې د خبریالانو ستونزې حل کړي، بلکې دا به د دې سبب شي، چې پر خبریالانو لا ډېر فشار راوړي، چې خبریالان رسنۍ سانسور او کنټرول کړي.» د نوموړي په خبره، اوسنیو شرایطو کې داسې څوک په نظر نه ورځي، چې د رسنیو ستونزې حل کړي او د هغوی پوښتنه وکړي.

افغان خبریال رحمت الله زیارمل، چې اوس المان ته کډوال شوی دویچه ویله ته وویل چې په تېر یوه کال رسنیو او خبریالانو سره د طالبانو چلن ته په کتو، ښايي د طالبانو حکومت د دغه کمېسیون له نوم د فشار د الې په توګه کار واخلي او «ډېرې» کوچنۍ تېروتنې به په لویو مسئلو بدلېږي.

نوموړي وویل: «مهمه مسئله د دې کمېسیون تګلاره او څرنګوالی دی. سر له اوسه اندېښنې ډېرې دي. د طالبانو برخورد له خبریالانو، رسنیو او رسنیزو بنسټونو سره د تمې خلاف جدي و. اندېښنه دا ده، چې طالبان به د دغې کمېسیون له نوم د فشار د الې په توګه کار واخلی او که یوه وړه غلطي هم وشي، دوی به خبریالان او رسنیز کار کوونکي تر سخت فشار لاندې راولي.»

دی وايي، طالبانو په تېر یوه کال کې رسنۍ، خبریالان او رسنیز بنسټونه تر سخت فشار لاندې نیولي، ډېری خبریالان وهل شوي، نیول شوي، چې له امله یې ډېری خبریالان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

رحمت الله زیارمل وايي، د طالبانو په حکومت کې د رسنیو د سرغړونې کمېسیون جوړېدل ښه ګام نه، بلکې افغان خبریالانو ته «بد زیری» دی.

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د دغه کمېسیون د غړو نوملړ او نور جزیات نه دي خپاره کړي. طالبان د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په داسې حال کې جوړوي، چې د دغه ډلې په یو کلن حکومت کې د خبریالانو د نیولو، وهلو، شکنجې او ګواښونو ډېر شمېر راپورونه خپاره شوي دي.بې پولې خبریالان: ۷۵ سلنه ښځينه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي

افغانستان کې د رسنیو مخ پر ځوړ وضعیت

د یوناما د یوه راپور پر بنسټ، تېر کال افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۷۰ پېښې ثبت شوي، چې ۱۲۲ خپلسرې نیونې، ۵۸ د ناوړه چلن او ۳۳ د ګواښلو هغه وې.

په ورته وخت کې د بې پولو خبریالانو سازمان هم په افغانستان کې د رسنیو د فعالیت د کمښت او د خبریالانو پر خراب وضعیت اندیښنه څرګنده کړې ده. د بې پولې خبريالانو په خبره، د ۲۰۲۱م کال د اګست تر ۱۵ مې پورې په افغانستان کې ۵۵۰ رسنيو فعالیت درلود، چې اوس ېې یوه درېمه برخه تړل شوي دي. د دغه سازمان په حواله، د ژورنالیستانو شمیر هم له نیمايي نه ډير راکم شوی یعنې ۴۷۵۰ ته راغورځېدلی دی. په دې برخه کې تر ډيره بريده ښځېنه ژورنالیستانې اغیزمنې شوي دي.

ناسم خبرونه څرنګه پیژندلی شو؟

بې پولې خبریالان زياتوي چې شاوخوا ۷۵ سلنه افغان ښځینه ژورنالیستانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا د طالبانو له وېرې ېې په رسنیو کې خپل کارونه درولي دي. دغه غیر انتفاعي سازمان همدارنګه وايي چې دا وخت د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۱۱و کې ېې ښځینه خبریالانې فعالیت نه لري.

د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل وروستي راپور کې افغانستان د بیان آزادۍ له پلوه د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کې په ۱۵۶م ځای کې درجه بندي کړی دی. دغه سازمان وايي چې افغان ژورناليستان حتی د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د ګواښ او آزار و اذیت په څير ننګونو سره مخ ول، خو زیاتوي چې د دې ټولو ستونزو باوجود افغانستان په تیرو شلو کلونو کې وتوانېد چې د سېمې په سطحه د مطبوعاتو تر ټولو متنوع رشد ولري.